چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

کارپوهان د چین میډیا ګروپ ماښامنۍ هنري ننداره ستايي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 31, 2025
in نړیوال خبرونه
0
کارپوهان د چین میډیا ګروپ ماښامنۍ هنري ننداره ستايي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين ميډيا ګروپ د جنورۍ په ۲۸مې نېټې د خوښۍ په فضا کې کورنيو او بهرنيو کتونکو ته د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره وړاندې کړې ده. مالومات ښيي، دغه ننداره د همدې میاشتې د ۲۹مې نېټې د سهار وختي تر دوو بجو پورې په بېلا بېلو ټولنيزو او انټرنېټي رسنيو کې ۱۶ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه ځلې کتل شوې، چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله په سلو کې ۱۸ اعشاريه ۳۱ زياتوالی ښيي او په دې جملې کې د ګرځنده ټيليفون له لارې د نندارې د کتونکو شمېر ۳۷۲ ميليونه ښودل شوی، چې دا شمېر بیا د تېر کال په پرتله په سلو کې ۵۲ اعشاريه ۴۶ زياتوالی ښودلی دی.

چین ميډيا ګروپ سږنۍ ننداره د خواله رسنيو له لارې په ۸۲ ژبو په ژوندۍ بڼه خپره کړې، چې د ژبو شمېر يې د تېر ۲۰۲۴ م کال په پرتله ۱۴ زياتوالی ښيي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نړيوالو او کارپوهانو د یادې ماښامنۍ هنري نندارې د محتویاتو، نوښتونو، ښکلاوو، کلتوري رنګينو، ټکنالوژۍ، نشراتو او ټولنیزو مسئولیتونو په شمول ډېرې برخې ستایلې دي.

 د چین د کمونیکیشن پوهنتون د ډرامو او فلمي چارو پوهنځي پروفیسورې ګوان لینګ رسنيو ته ويلي، چې د سږني پسرلني اختر په ویاړ د چین میډیا ګروپ ماښامنۍ هنري ننداره کې د دغه هېواد دودیز کلتور له عصري عواملو سره ښه پیوست شوی او ډیجټل ټکنالوژۍ یې نمایش او نندارې ته ډ‌ېره ښکلا ورکړې وه او په ټوله کې د ګردې نړۍ نندارچیانو ته یې یوه داسې په زړه پورې ننداره وړاندې کړې، چې عصري او فیشني برخې يې درلودې.

د بېجینګ د دارالمعلمین د ټولنیزو چارو پوهنځي پروفیسور شیاو فانګ وایي، په یادې نندارې کې د لونګ ژاو جاو ځه ګو په نوم د چین ملي غیرمادي میراث ښودل شوی، لوبغاړو د ډولونو پر وهلو او په شاندارو نڅاوو نندارچیانو ته د دغه غیرمادي میراث حیاتي ځواک ښکاره کړی او د نندارچیانو احساسات او حتی د چیني ملت روحیه یې راپارولې ده.

نوموړي ویلي، په سږنۍ ماښانۍ هنري ننداره کې د غیرمادي کلتوري میراثونو سمبولونه له نمایش سره په نوښتي بڼې پیوست شوي وو او د چین دودیزه ښکلا او د لوی هېواد هنري بڼه يې ښکاره کړې ده.

کارپوهان دغه ننداره په نوې زمانې کې د چین د دودیز کلتور د نوې روحیې د خپرولو او د نړیوالو تبادلو د هڅونې لپاره یو اغېزناک هنري ګام بولي.

مېرمن ګوان لینګ وایي، د سږنۍ ماښامنۍ هنري نندارې په ډګر کې د چین عنعنوي کلتوري نښې او سمبولونه شامل وو او د نندارې ډګر يې ډېر ښه طرحه شوی و، چې نه یوازې ډېر ښکلی ښکارېده، بلکې د خوشحالۍ او خوښۍ له فضا څخه مالامال و.

د چین د ټولنیزو چارو د علومو اکاډمۍ د نړیوالو رسنیو د څېړنیز مرکز څېړونکي لنګ سونګ وايي، په سږنۍ ماښامنۍ هنري ننداره کې د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ متقابل تفاهم، درناوی، زده کړه او پیوستون لیدل کېږي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نندارچیانو د چیني کلتور ژور بنسټ او د خوشحالې فضا احساس کړې ده او دغه ننداره به په ګردې نړۍ کې د خلکو د کلتورونو او احساساتو ګډ نظرونه وهڅوي.

د بېجینګ د دارالمعلمین د ځانګړو زده کړو پوهنځي پروفیسور جنګ شوان سږنۍ ماښامنۍ هنري ننداره ستایلې او په خبره يې، دغې هنري نندارې د طرحې، د محتویاتو ډیزاین او تخنیکونو په شمول ډېرو برخو کې نوښتي پرمختګ موندلی او معلولینو ته یې هم ښه خدمات وړاندې کړي دي.

Previous Post

هرات کې د دوو لویو دروازو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

Next Post

د پسرلني اختر اوونيزې رخصتۍ په درېيمه ورځ د چين په عمومي سړکونو کې ترافيکي تګ راتګ منظم او ثابت ښکاري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د پسرلني اختر اوونيزې رخصتۍ په درېيمه ورځ د چين په عمومي سړکونو کې ترافيکي تګ راتګ منظم او ثابت ښکاري

د پسرلني اختر اوونيزې رخصتۍ په درېيمه ورځ د چين په عمومي سړکونو کې ترافيکي تګ راتګ منظم او ثابت ښکاري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بېجینګ کې «د چیني ملت د عصري تمدن ابادي» سمينار ترسره شو

بېجینګ کې «د چیني ملت د عصري تمدن ابادي» سمينار ترسره شو

جون 3, 2024

شي جين پينګ د فليپين نوي ولسمشر ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

مې 12, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ