چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

کمربند او لارې د پرمختيايي هېوادونو اقتصاد په خوځښت راوستلی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 22, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د کمربند او لارې وړانديز تر اوسه د ټريليونو ډالرو پانګې راجلب کړي،‌ څه باندې درې زره همکاريز پروګرامونه يې ترسره کړي او د دغې لارې په اوږدو کې يې د پراتو هېوادونو لپاره۴۲۰ زره کاري فرصتونه برابر کړي او د ۴۰ ميليونو کسانو بېوزلي يې غوڅه کړې ده. پرمختيايي هېوادونه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ عمده ګډونوال دي او هر هېواد ترې ګټې پورته کوي.

ملګرو ملتونو د کمربند او لارې وړاندیز د ۲۱مې پېړۍ د پرمختیايي هېوادونو د همکاريو يوه مهمه برخه بللې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د کمربند او لارې د جوړېدو په رڼا کې په دې وروستيو کلونو کې د چين ـ لاوس رېلپټلۍ، د جاکارتا ــ باندونګ چټکې رېلپټلۍ، د چين ـ تایلنډ رېلپټلۍ او د ماليزيا د ختيځې سمندري غاړې رېلپټلۍ په شمول مهم اساسي تأسيسات جوړ شوي، ځايي خلکو ته يې ټرانسپورټي اسانتياوې برابرې کړي، سيمه ييز تګ راتګ يې پياوړی کړی او د سيمې اقتصاد يې په خوځښت راوستلی دی.

د چين ــ لاوس رېلپټلۍ د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې پرانيستل شوې، چې د سیمې په کچه یې کميت او کيفيت ډېر پورته دی. شمېرې ښيي، د روان کال تر سپتمبر پورې د دغې رېلپټلۍ له لارې د وارداتي او صادراتي توکو عمومي اندازه له لسو ميلیونو ټنو څخه اوښتې او ارزښت يې ۴۰ ميليارډو او ۷۷۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی او د دې ترڅنګ،‌ پر دغې رېلپټلۍ ۵۸ زرو او ۷سوو مسافر وړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی او ۴۰ ميليونو کسانو پکې سفرونه کړي دي.

د چين-لاوس باروړونکي اورګاډي لوی پل

 د چين ـــ لاوس باروړونکي اورګاډي د لاوس،‌ تایلنډ، ويتنام او ميانمار په شمول څه باندې لسو هېوادونو ته تګ راتګ کوي او دغه رېلپټلي د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ‌ د سوداګريز تګ راتګ لپاره يوه ډېره مهمه لاره ګرځېدلې او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ یې د تګ راتګ ښه بېلګه جوړه کړې ده.

د جاکارتا ــ باندونګ رېلپټلۍ د جنوب ختيځې اسيا لومړنۍ چټکه رېلپټلۍ ده او په اندونيزيا کې د کمربند او لارې وړانديز يو مهم برياليتوب بلل کېږي او ځايي خلکو يې تود هرکلی کړی دی. د روان کال د سپتمبر تر پايه پورې، پر دغې ريل پټلۍ له ۵ ميليونو او ۴۰۰ زرو څخه زیاتو خلکو تګ راتګ کړی، چې نه يوازې د اندونيزيا ټرانسپورټي توان يې لوړ کړی، بلکې په سيمه ييز اقتصاد کې يې هم د اندونيزيا مقام لوړ کړی دی.

اوسمهال د چين ـ تایلنډ رېلپټلۍ،‌ د ماليزيا د ختيځې سمندري غاړې رېلپټلۍ پر جوړونې کار روان دی. د تایلنډ مرستيال صدراعظم او د ټرانسپورټ وزير سوريا جونګرونګ ريانګکېت د ۲۰۲۴م کال د تلپاتې ټرانسپورټ نړيوال فورم ته ويلي، چې د چین ــ تايلنډ رېلپټلۍ د لومړني پړاو جوړونه  ۳۵ سلنه بشپړه شوې، چې د پلان له مخې به په راتلونکو ۴ کلونو کې بشپړه او دوهم پړاو به یې به تر ۲۰۲۸م کال پورې بشپړ شي.

د روان کال د اګست تر دوهمې لسيزې د ماليزيا د ختيځې سمندر غاړې د رېلپټلۍ جوړونه ۷۰ سلنه بشپړه شوې ده.

د لاوس د رسنيو، کلتور او سيلانيزو چارو مرستيال وزير په دې وروستيو کې د پرمختيايي هېوادونو د فکري مرکزونو نړیوال فورم ته ويلي، چې يووالی ځواک او ځيرکتيا رامنځته کوي او همکارۍ پرمختګ او راتلونکی جوړولی شي او دا د يووالي يوه ښه بېلګه ده، چې پرمختيايي هېوادونه په يو اواز کمربند او لاره جوړوي.

د چين او لاوس رېلپټلۍ تر پرانيستلو مخکې، د چين او د اسيان هېوادونو ترمنځ رېلپټلي نه وه، خو اوس یې شمېر په زياتېدو دی.

چين به په راتلونکي کې د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د کمربند او لارې باکيفيته ابادۍ ته وده ورکړي او له پرمختيايي هېوادونو سره به ژورې همکارۍ وکړي.

Previous Post

د پلخمري ښاروالۍ ۵۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

Next Post

بريکس په يوه مهم پړاو کې: د مؤثريت او ټولشموليت تر منځ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

بريکس په يوه مهم پړاو کې: د مؤثريت او ټولشموليت تر منځ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

The European Roulette

سپتمبر 8, 2025
اسلامي امارت له خپلو لیکو څخه دوه نیم زره کسان ایستلي دي

اسلامي امارت له خپلو لیکو څخه دوه نیم زره کسان ایستلي دي

جنوري 8, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ