د کندهار ولایت په غورک ولسوالۍ کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو کار پیل شو. د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالي سمون ویلي چې د غورک ولسوالۍ په خان کارېز سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۰ مترو په اوږدوالي او څلور مترو په سور د یوه چکډېم د جوړولو کار پیل شوی دی. سمون زیاته کړه، دغه جوړېدونکی چکډېم د هغو چکډېمونو له جملې څخه دی، چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې منظور شوي دي.












