د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوترېش يو ځل بيا غوښتنه کړې، چې په غزې تړانګه کې بايد سمدستي بشري اوربند ترسره شي. ګوترېش په يوې اعلاميې کې ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد سمدلاسه په غزه کې بشري اوربند ته لاره هواره کړي، څو په دغې تړانګه د ملکي وګړو بې سارې مرګژوبله او بشري بحران پای ته ورسيږي او د بنديانو او په ټولې سيمې کې د ترينګلو حالاتو د پراخېدو مسئلې حل شي. نوموړي دا هم ويلي، چې هغه په غزې تړانګې کې اوسنی بشري حالت په ليکلو او خبرو نشي بيانولای او د بشري ژغورنې کارونه اوس له زياتو خنډونو سره مخ دي. ګوترېش پر مختلفو خواوو غږ کړی، چې نړيوال بشري قانون مراعات کړي، ولسي خلک خوندي وساتي او د دوی بنسټيزې اړتياوې تضمين کړي.












