د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، په ترکیه کې مېشت افغان پانګه وال سره کتلي دي. په دې کتنه کې ملي پانګه وال په هېواد کې د پانګونې د شته فرصتونو او اوسني وضعیت په اړه خپل نظریات شریک کړي او د خپلو تېرو فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي. هغه د تالک ډبرو د پروسس کارخونې د جوړېدو غوښتنه کړې او د هېواد د تالک کانونو په برخه کې یې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر هم، د هېواد په کانونو کې د پانګونې او د کارخونې د جوړېدو په برخه کې د یاد پانګه وال د پانګونې هرکلی کړی دی.












