چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

یو شمېر هېوادونه د شینجیانګ مسئلې په پلمه، ددې سیمې د خلکو پر حقونو تېری کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 8, 2022
in نړیوال خبرونه
0
یو شمېر هېوادونه د شینجیانګ مسئلې په پلمه، ددې سیمې د خلکو پر حقونو تېری کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

 د اکتوبر د شپږمې نېټې د مازديګر په دوو بجو او ۴۲ دقيقو د ملګرو ملتونو د ژنيو د ملتونو ماڼۍ  شلم لوی تالار له کسانو څخه ډک و او په غونډه کې د بېلا بېلو هېوادونو ګډونوال او خبريالان د يو پرېکړه ليک د مسودې  په هکله د رايې ورکونې د نتيجې خپرېدو ته سترګې په لاره وو. کله چې ياده نتيجه په پرده کې خپره  شوه، ډېرو ګډونوالو په چکچکو سره چينايي استازي ته مبارکي وويله.

په همدې ورځ د م.م د بشري حقونو شورا ۵۱مې غونډې ګډونوالو د شينجيانګ مسئلې په هکله د امريکا له خوا د وړاندې شوي پرېکړه ليک د مسودې په هکله رايې ورکړې. که څه هم امريکا دغه مسوده  لیکلې او له ځينو لويديځو هېوادونو سره يې پر نورو غړو هېوادونو فشارونه اچولي، خو د دې شورا زياترو غړو هېوادونو په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو له دې مسودې سره مخالفت  وښوده، چې په پايله کې د امريکا په شمول د دغو لويديځو هېوادونو دسيسه ناکامه شوه.

امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو وغوښتل، چې له دې مسودې څخه د لازيات ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره دغه مسوده د يوې بې طرفه مسودې په توګه  معرفي کړي، چې هېڅ سياسي موخه نه لري، خو درواغ يې د نورو هېوادونو د استازو له خوا افشا  شول.

د کيوبا استازي دې ته په اشارې  وویل، چې د دې مسودې موخه چين دی او حقيقت يې دا ده، چې لويديځ هېوادونه غواړي د بشري حقونو په پلمه خپله سياسي موخه تر لاسه کړي. نوموړي په خپله وينا کې دغه پوښتنه وړاندې کړې: چين د بشري حقونو شورا د غونډې په څو فرعي ناستو کې د شينجيانګ په باب معلومات وړاندې کړي او څو ځلې يې د بېلا بېلو هېوادونو ديپلوماتانو ته دغې سيمې ته د سفر بلنې ورکړې او حتی د کرونا وبا په موده کې يې همدغه ډول فعاليتونه  تر سره کړل، خو د مسودې وړاندې کوونکو هېوادونو تل ويلي، چې هغوی د شينجيانګ مسئلې ته پاملرنه کوي، نو ولې یې استازي هېڅکله د چين په يادو فعاليتونو کې ګډون  ونکړ؟

د وینزويلا استازي په خپله وينا کې  وویل، چې دغه مسوده د چين په مقابل کې د امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو دسيسه ده. هغو هېوادونو چې باداري لټوي، د بشري حقونو په وسيله ياده خطرناکه کړنه کړې ده. مونږ دغه کړنه سخته غندو او د هغوی تر څنګ ولاړ نه يو.

د پاکستان استازي په خپلو خبرو کې  وویل، چې ځينو هېوادونو خپله سیاسي اراده د م.م د بشري حقونو پر شورا تحميل کړې، چې همدا د دې شورا اعتبار ته سخت زیان رسولی دی.

د م.م د ژنيو په دفتر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شيو په همدې ورځ په خپله وينا کې  وویل، چې د امریکا په شمول ځينو هېوادونو ياده مسوده د يوې کړنلارې په توګه  جوړه کړې، خو حقيقت دا ده، چې دوی غواړي د شينجيانګ د بشري حقونو تش په نامه مسئله د بشري حقونو شورا په اجنډا کې شامله کړي او د م.م د بشري حقونو د ارګان له لارې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، تر څو د شينجيانګ مسئلې په پلمه د چين د مخنيوي موخې ته ورسېږي.

هغه زياته کړه، چې د شينجيانګ په تړاو مسئله د بشري حقونو مسئله نه ده، بلکې د زورزیاتي، د تندلارۍ او بېلتون غوښتونکو د له منځه وړلو مسئله ده. د چين د حکومت په هڅو سره له څه باندې پنځو کلونو راهيسې په شينجيانګ کې د زورياتي هېڅ پېښه نه ده رامنځته شوې، چې له دې کبله د دې سیمې د بېلا بېلو قومونو د خلکو بشري حقونه تضمين شوي دي. امريکا په شينجيانګ کې د بشري حقونو پر حقيقت سترګې پټې کړې، چې همدا د شينجيانګ د خلکو پر بشري حقونو تر ټولو لوی تېری هم دی.

هغه په ځانګړي ډول دې ته په اشارې  سره وويل، تر اوسه پورې د م.م د بشري حقونو شورا ټول پرېکړه ليکونه د پرمختيایي هېوادونو په مقابل کې دي، خو امريکا پر بشري حقونو خپلې تېری کوونکې کړنې له پامه غورځولي او د نورو هېوادونو د بشري حقونو په چارو کې يې لاسوهنه کړې ده. نوموړي زياته کړه، چې د يادې رايې ورکونې له نتيجې څخه ښکاري، چې عدالت تل د خلکو په زړه کې ساتل کيږي. د امريکا په شمول ځينو هېوادونو بشري مسئلې ته سياسي رنګ ورکړی، چې دغه کړنه به خامخا ناکامه شي.

Previous Post

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۴ زره ټنه انتقالات شوي

Next Post

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویانده: چين به په پرله پسې توګه د پرمختيايي هېوادونو لپاره ښه کارونه وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویانده: چين به په پرله پسې توګه د پرمختيايي هېوادونو لپاره ښه کارونه وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ترکي رسنۍ: د ترکيې پولیسو ۸ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي

ترکي رسنۍ: د ترکيې پولیسو ۸ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي

سپتمبر 28, 2025
ملګري ملتونه: د امریکا نوی حکومت دې ګوانتنامو زندان وتړي

ملګري ملتونه: د امریکا نوی حکومت دې ګوانتنامو زندان وتړي

جنوري 13, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ