د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک پرون د غزې تړانګې له ملکي خلکو سره د ۵۰ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې دا هېواد به یوه طبي ډله هم د غزې تړانګې ته استوي. انالینا بیربوک منځني ختیځ ته په سفر تللې ده. هغې وویل چې د دغه سفر هدف یې د قوي پیوستون ښودل او دا اطمینان ترلاسه کول دي چې فلسطینیان به مرستې ترلاسه کوي. هغې دا مرستې په اردن کې اعلان کړې. نوموړې به دغه راز لبنان او اسراییلو ته هم ځي. د دغه وزارت اعلامیه وایي چې وزیرې په یو خبري کنفرانس کې وویل، پیغام يې واضح دی، چې فلسطیني میندې، پلرونه او ماشومان به یوازې نه پرېږدي.











