چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ارام سمندر ارام نه دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 25, 2024
in نړیوال خبرونه
0
ارام سمندر ارام نه دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اګست ۲۴مه نېټه سمندر ته د جاپان د توکيو برېښنايي شرکت د فوکوشيما د لومړي اټومي برېښنا کوټ د ککړو اوبو د خوشي کېدو له لومړۍ کاليزې سره برابره ده. د تېر کال د اګست په ۲۴مه نېټه د دې هېواد په شمال ختيځ کې د ارام سمندر پرغاړه ياد برېښناکوټ په رسمي توګه سمندر ته د اټومي ککړو اوبو خوشي کول پيل کړل.

شمېرنې ښيي ياد برېښناکوټ د روان کال د اګست په اوومه نېټه په اتم ځل سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو پلان پيل کړی چې عمومي اندازه يې ۷۸۰۰ ټنه ښودل شوې. د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې جاپاني لوري سمندر ته شاوخوا ۵۵ زره ټنه اټومي ککړې اوبه خوشې کړې چې له امله يې خلکو د دې هېواد د سمندري موادو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د جاپان د کرنې، ځنګلونو او سمندري توکو وزارت په وروستيو کې يوه شمېره خپره کړې چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د هېواد د کرنيزو او سمندري توکو او نورو خوړو صادراتي ارزښت له څلورو کلونو راهيسې په لومړي ځل ټیټ شوي او عمومي صادراتي ارزښت يې ۷۰۱ مليارډه او درې مليونه جاپاني ينو ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يو اعشاريه اته کم شوی دی. په دې جمله کې چین ته د جاپان صادراتي ارزښت په سلو کې ۴۳ اعشاريه اته راټيټ شوی او يوازې يې ۷۸ مليارډه او څلور سوه جاپاني ينو ته رسېدلی دی. د دې ترڅنګ چين ته د صادر شویو سمندري توکو ارزښت په سلو کې ۹۲ اعشاريه ۳ را ټيټ شوی او صادراتي ارزښت يې ۳ مليارډه ۵۰۰ مليونه جاپاني ينو ته ورسېد. د دې هېواد خبري رسنيو په خپلو تبصرو کې دې ته په اشارې ويلي چې د جاپاني خوړو او سمندري توکو د صادراتي ارزښت د ټيټوالي عمده لامل په دې برخه کې د چين د سترې برخې له خوا ور باندې له بنديز لګولو سره تړاو لري.

د روان کال په مې مياشت کې د چين او جاپان د لوړې کچې تګ راتګ له اعاده کېدو راهيسې جاپاني لوري په هر ملاقات کې له چين څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د سمندري توکو د صادراتو په برخه کې ورباندې بنديزونه لغوه کړي. که څه هم جاپان د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو پر منفي اغيزو پوه شوی، خو لاهم خپلو ناسمو کړنو ته ادامه ورکوي.

د جولای په پای کې د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جاپان د بهرنيو چارو له وزيرې يوکو کاميکاوا سره د کتنې پر مهال ويلي چې جاپان دې د خوشي شويو اټومي ککړو اوبو په څارنه کې د اړوندو هېوادونو ګډون ته اجازه ورکړي، د اوبو نمونې دې واخلي او د يادو اوبو د څارنې اوږدمهاله ميکانيزم دې جوړ کړي. خو هغوی د وزير وانګ يي معقول وړانديز رد کړ. د اګست په اتلسمه نېټه د دې هېواد حکومتي سرچينې ويلي چې هغوی د چین غوښتنه نه شي منلی، ځکه په وینا يې چې دغه کار د جاپان له ملي حاکميت سره تړاو لري او په خپلواکه توګه د اوبو نمونې اخيستل د اوبو د څارنې عدالت هم نه شي تامينېدای. جاپاني لوري دا وړانديز هم کړی چې چين د اټومي نړيوالې اېجنسۍ د څار په پلاوي کې برخه اخيستلی شي. حقیقت دا دی چې د چین له خوا پخپله د يادو اوبو د نمونې اخيستل د جاپان له ملي حاکميت سره هېڅ تړاو نه لري. که جاپان له دې سره موافقه وکړي، نو چين به هم له جاپان سره همکارۍ وکړي او د دواړو خواوو تر ګډ نظارت لاندې به د دغو اوبو معقوله څارنه وکړي چې دا به د دوی پر ملي حاکميت هېڅ منفي اغيزه ونه کړي. دوهم، د جاپان د تش په نامه د عدالت حقيقت دا دی چې هغوی غواړي سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو منفي اغيزې پټې کړي. که د چين له خوا د دغو اوبو د څارنې په تړاو خپره شوې نتيجه د جاپان له شمېرنې سره فرق ولري، نو د جاپان هغه دروغ به افشا شي چې وايي، اټومي ککړې اوبه خلکو ته هېڅ زیان نه رسوي.

د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو حل وفصل نه یوازې علمي مسئله ده بلکې د جاپان اړونده رويه څرګندېږي. چين وايي، اړوندې خواوې دې په اوږده موده کې د يادو اوبو د خوشي کولو جدي، خپلواکه او اغيزناکه نړيواله څارنه وکړي. ځکه چې د اټومي ککړو اوبو خوشي کېدل نه یوازې پر سمندري چاپيريال ډېرې منفي اغیزې کوي، بلکې ښايي د خوړو خونديتوب او د سمندري سرچينو دواملرونکي پرمختګ وګواښي، نو نړيوال مسووليت او حق لري چې د سمندري چاپيريال د زيانمنېدو ناسمې کړنې رد کړي.

Previous Post

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

Next Post

هند او بنګله دېش کې د سېلابونو له امله ۳۶ تنه مړه شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
هند او بنګله دېش کې د سېلابونو له امله ۳۶ تنه مړه شوي

هند او بنګله دېش کې د سېلابونو له امله ۳۶ تنه مړه شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د قرآن کریم تلاوت او پښتو ترجمه، الكهف سورت – Surah Al-Kahf

د قرآن کریم تلاوت او پښتو ترجمه، الكهف سورت – Surah Al-Kahf

اگست 8, 2024
سږکال په افغانستان کې سلګونه زره کسان له خپلو مېنو بې‌ ځایه شوي

سږکال په افغانستان کې سلګونه زره کسان له خپلو مېنو بې‌ ځایه شوي

دسمبر 31, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ