د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل ویلي، چې د دې ټولنې ۲۶ غړو هېوادونو د بشري مرستو لپاره په غزه کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. د یادې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له ډلې یوازې هنګري له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی. جوزېف بورېل ټینګار کړی، چې د جګړې سمدستي اوربند باید د تلپاتې اوربند د رامنځته کېدو سبب شي. دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د اسرائیلو د غزې تړانګې په جنوب او د رفح په ښارګوټي د سترو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.











