د ازبکستان حکومت د پرېکړې پر اساس د دې هېواد ولسمشریزې ټاکنې له وخت وړاندې نن پیل شوې. په دې ټاکنو کې د اوسني ولسمشر شوکت میرضیایف په شمول څلور کسان یو له بل سره سیالي کوي. د ۳۴ ميليونه نفوس لرونکي هېواد ازبکستان ټاکنې د سيمه پر وخت ۸ بجې پيل شوي چې د ماښام تر اتو بجو پورې به دوام کوي.











