د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په مشرۍ د مسکو او کیېف ترمنځ د سولې خبرو اترو په اړه د ترکیې، امریکا او اوکراین درېاړخیزه ناسته استانبول کې ترسره شوه. د ترکي رسنیو د راپور لهمخې، په دې ناسته کې د امریکايي پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د اوکراین پلاوي مشري د دې هېواد د دفاع وزیر رستم عمراوف کړې ده.











