د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې امريکا او اسرائيل لاهم پر ايران پوځي بريدونو ته دوام ور کړی او شخړې يې هم سختې شوې دي.دا چې د ايران په مشرۍ د امريکا او اسرائيل ضد سیمه ييز اتحاد په وار سره له اسرائيل سره جګړه پیل کړې، نو اسرائيل دې ته اړ شوی چې په اوو جنګي ميدانونو کې جګړه کړي چې له امله يې پر تل ابیب فشارونه مخ په زياتېدو دي. په ورته وخت کې د جګړو له امله د اسرائيل پوځي لګښت هم ډېر شوی او قيمتي وسلې يې ډېرې استعمال شوې چې په مالي برخه کې يې هم ډېر دروند بار پر غاړه دی او د جګړې ضد اواز هم ورځ تل بلې زیاتېږي. نو اسرائيلي ځواکونه تر کوم وخت پورې دغه جګړو ته دوام ورکولای شي؟
اوس اسرائيلي ځواکونه په څو جنګي ميدانونو کې جګړه کوي او په پر له پسې توګه يې د ایران پر دريو زرو موخو بریدونه کړي دي. په ورته وخت کې يې د لبنان پر ځو سيمو هوايي بمباري کړې او ځمکني ځواکونه یې د لبنان جنوبي سيمو ته داخل شوي، سربېره پردې هغوی په غزې کې او د اردن سيند په لويديځې غاړې کې هم پوځي عملياتو ته دوام ورکړی.
په څو جنګي ميدانونو کې د جګړو د دوام له امله اسرائيل د سرتيرو له کمښت سره مخ دی. د اسرائيلي ځواکونو وياند افرايم دوهرن په وروستيو کې ويلي چې ځواکونه يې ۱۵زره نویو سرتيرو ته ضرورت لري. د تل ابيب پوهنتون کارپوه مایکل ماشهاين په دې اند دی چې بايد اسرائيلي ځواکونو کې له ۲۵ زرو څخه تر دريو زرو پورې سرتېري زيات شي.
د سرتېرو کمښت هم د دې هېواد په دننه کې د خلکو اندېښنه راپارولې ده. د اسرائيلي ځواکونو ستر درستيز ايال زمير په وروستيو کې رسنيو ته ويلي چې ځواکونه يې د سرتيرو له کمښت سره مخ دي. د نتانیاهو حکومت اپوزیشیون د ايش اتيد(Yesh Atid) ګوند مشر يائير لپيد نيوکه کړې چې د هېواد ځواکونه د سرتيرو له کمښت سره سره په څو جنګي ميدانونو کې جګړه کوي چې له امله به يې په هېواد کې امنيتي ناورين رامنځته شي.
د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو له پېښېدو راهيسې اسرائيلي ځواکونو په غزې کې ګڼ شمېر سرتيري ځای پر ځای کړي او هم يې لبنان او سوريې ته سرتيري ليږلي دي. د روان کال د فبروري تر پايه پورې پر ايران تر بريدونو وروسته اسرائیل د ایران او د عراق د وسله والو شیعه ګانو له انتقامي بریدونو سره مخ شوی دی. اسرائيل وايي چې ځواکونه يې د اردن سيند په لويديځې غاړې، ايران، لبنان، سوريې، عراق او يمن کې له ګواښونو سره مخامخ دي.
اوس اسرائيلي ځواکونو په دغو جنګي ميدانونو کې د اوږدمهاله جګړې لپاره چمتوالی نيولی دی. خبري رسنيو خبر ورکړی چې د سرتېرو د کمښت پر وړاندې اسرائيلي حکومت منظور کړې چې د احتیاطي سرتيرو شمېر به له ۲۸۰ زرو څخه تر ۴۰۰ زرو پورې زيات کړي. خو اسرائيل له فلسطين سره د نوي پړاو د شخړو له پيل راهيسې څو سوه زره احتیاطي سرتيري ګومارلي چې ډېر يې په شپږم اويا اووم ځل ګومارل شوي دي او له دې امله له جګړې ستړي شوي دي. نو دا چې آیا اسرائیل د دې حالت پر وړاندې د احتیاطي سرتيرو د زياتولو له لارې په جګړو کې د ګډونوالو سرتېرو د کمښت ستونزې حل کولی شي او که نه، لا تر اوسه نامعلومه ده.
شنونکي وايي چې اسرائيل به په دغو ځايونو کې د جګړو د دوام بيه ورکړي.
لومړی، پوځي لګښت يې تر زیاتې اندازې پورې ډېر شوی دی. د هاآرتز ورځپاڼې خبر ورکړی چې پر ايران د پوځي بريدونو په لومړيو شلو ورځو کې د اسرائيلي ځواکونو پوځي لګښت شاوخوا شپږ ميليارډه او څلور سوه میليونه امريکايي ډالره ښودلی دی. د اسرائيل يوې خبري شبکې د دې هېواد د دفاع وزارت د يوه چارواکي له قوله خبر ورکړ چې اوس د اسرائيل ورځني پوځي لګښت شاوخوا له ۴۸۰ مليونو څخه تر ۵۵۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلي و. د اټکل له مخې د يوې میاشتنۍ جګړې عمومي پوځي لګښت له ۱۲ ميلیارډه او ۹۰۰ مليونه امریکايي ډالرو ته ورسېږي. شنونکي وايي چې د پوځي لګښت زياتوالی به پر مالي بوديجې ډېر فشارونه واچوي.
سربېره پردې له څه باندې يوې میاشتې راهيسې د اسرائيل په دننه کې د خطر زنګونه کله نا کله پورته شوي چې د خلکو پر عادي ژوند يې منفي اغيزه کړې ده. نو ډېرو اسرائيليانو د جګړې له دوام څخه ناخواښي څرګنده کړې ده.
د تل ابيب پوهنتون مرستيال مشر ايال زيسال رسنيو ته ويلي چې که جګړه دوام ولري، نو خلک به د هېواد پر راتلونکي نا هیله شي.












