چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

اسيايي خلکو د هانګ جو اسيايي لوبو ټينګ ملاتړ کړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 25, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اسيا د نولسمې دورې لوبې د سپتمبر د ۲۳مې نېټې په ماښام د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې په رسمي توګه پرانيستل شوې. د دغو لوبو پرانيستونکي مراسم په اسيا کې د څپو راپورته کولو (Tides Surging in Asia) تر عنوان لاندې تر سره شول او په مراسمو کې د اوبو په اړه ډېر تصويرونه ليدل کېدل، په دې مانا و چې د نوې زمانې چين له اسيا او نړۍ سره د پيوستون جريان د غځېدلې څپې په شان پرمخ روان دی.

دا درېيم ځل دی، چې د اسيا لوبې د چين په کوربه توب جوړېږي. چين په ۱۹۹۰م او ۲۰۱۰م کال کې په جلا جلا توګه په بېجينګ او ګوانګ جو ښار کې د اسيا لوبې تر سره کړې.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د اسيا المپيک شورا د ټولو ۴۵ غړو هېوادونو او سيمو له ۱۲ زرو زيات لوبغاړي د هانګ جو په اسيايي لوبو کې ګډون لري. د لوبو پر مهال به د ۴۰ رشتو سيالۍ تر سره شي، چې د اسيا عمده او مهمې سپورټي لوبې پکې شاملې دي او د اسيا دودیز سپورټي کلتور څرګندويي کوي. لويه پيمانه، د سپورټي رشتو زيات شمېر او پراخه برخه د هانګ جو د اسيايي لوبو ځانګړتياوې بلل کېږي. له دې څخه د چين ستره اغېزه او د اسيايي خلکو توده تمه او ټينګ ملاتړ ښودل شوی دی.

اسيايي لوبې په دې لویه وچه کې کې تر ټولو لوړې کچې سپورټي لوبې دي او د سولې، يووالي او ټولشموليت په اړه د اسيايانو نېکې هيلې انعکاس کوي. د چين دولت رئيس د هانګ جو د اسيايي لوبو د پرانيستونکو مراسمو د ګډونوالو مېلمنو د هرکلي مېلمستيا ته په وينا کې د دغو لوبو په اړه هيله ښودلې، چې د سپورټ له لارې دې سوله، يووالی او ټولشموليت وهڅول شي.

د اسيا اقتصاد په تېرو لسيزو کې د دې سيمې د عمومي وضعيت د ارامۍ او ثبات له برکته چټک پرمختګ کړی او د نړيوال اقتصاد په عمومي اندازه کې يې له ۴۰ سلنې زياته ونډه نيولې. د پيسو نړيوال صندوق د اټکل له مخې، سږ کال به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره د اسيايي سيمې د خدمت ونډه له ۷۰ سلنې څخه اوښتې وي. اسيايي لوبې د اسيايي معجزې د جوړولو په بهير کې د شاهد، ګډون کوونکي او هڅه کوونکي رول لوبولی دی. د دې وضعيت پر وړاندې چې له اسيا څخه بهر يو شمېر هېوادونه د سړې جګړې په نظر په اسيا کې د شخړو زېږول او د سيمه ييزې سولې او ثبات ويجاړول غواړي، اسيايان هيله لري، چې د سپورټ له لارې د سولې غږ پورته کړي او د ګډ کور آرامتيا وساتي.

اسيا يوه لويه کورنۍ ده او يووالی د اسيايي لوبو د جوړېدو له اصلي موخو څخه دی. د لومړۍ دورې اسيايي لوبې په ۱۹۵۱م کال کې د هند په نوي ډيلي کې په داسې حال کې تر سره شوې، چې د اسيا ډېری هېوادونو يو پر بل له استعماري تسلط څخه وتلي او خپلواکي او ازادي يې خپله کړې وه. اوسمهال يووالی او دوستي د اسيايي لوبو په اړه د خلکو په خبرو کې ډېره يادېږي. ((زړه په زړه، @راتلونکی))(Heart to Heart, @Future) د هانګ جو اسيايي لوبو د شعار په توګه ټاکل شوي او دغه شعار د اسيايانو ګډ غږ څرګندوي. د نيپال صدراعظم پراچندا ويلي، چې د اسيايي لوبو موخه د اسيايانو د دوستۍ، يووالي او سمسورتيا هڅول دي. د المپيک نړيوالې کمېټې غړې پاټاما ويلي، چې د هانګ جو اسيايي لوبو د سپورټ له لارې د ګډونوالو ترمنځ تفاهم او اړيکې پياوړې کړې دي.

سپورټ بهر ته د يوه هېواد د نندارې کړکۍ ده. د هانګ جو اسيايي لوبو اسيا او نړۍ ته پرانيستی، له شوق او ذوق ډک او عصري چين ښودلی دی. جه جيانګ ولايت د خلکو د ګډې شتمنۍ نمونوي سيمې د ابادۍ په هڅه کې دی او د چيني شکله عصري کېدو چارو مخکښ دی. د دغه ولايت هانګ جو ښار د ډيجيټلي اقتصاد په برخه کې د چين له فعالو ښارونو څخه دی. د هانګ جو اسيايي لوبو په لومړي ځل (( ځيرکتيا)) د اسيايي لوبو د تنظيم په مفکوره کې شامل کړی. د ځيرکتيا يو لړ پياوړې ټېکنالوژۍ د دغو لوبو په خدمت کې کارول شوې دي.

د اسيا د المپيک شورا سرپرست رئيس راجا راندهير سينګ د هانګ جو د اسيايي لوبو په اړه ويلي، چې باور لرم چې موږ به د تاريخ بې سارې سترې اسيايي لوبې وګورو.

خلک به په راتلونکو ۱۶ ورځو کې نه يوازې د لوړې کچې له سپورټي سياليو څخه خوند واخلي، بلکې د ختيځې نړۍ کلتور او سپورټي روحيې ترمنځ پيوستون به احساس کړي.

د هانګ جو اسيايي لوبې به د اسيايانو تر ټينګ ملاتړ لاندې د المپيک لوبو د پرمختګ او د اسيايي خلکو د يووالي او دوستۍ د پياوړتيا لپاره خدمتونه وکړي.

Previous Post

بغلان کې سږکال تر سلو ډېرې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي

Next Post

په تدارکاتي پروسو کې د کورنیو تولیداتو په لومړیتوب ټینګار شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په تدارکاتي پروسو کې د کورنیو تولیداتو په لومړیتوب ټینګار شوی

په تدارکاتي پروسو کې د کورنیو تولیداتو په لومړیتوب ټینګار شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Online Self Exclusion Uk Gambling

سپتمبر 8, 2025
سوداګرۍ وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سوداګرۍ وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

فبروري 12, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ