پولیس وايي د اسټرالیا نیو سوت وېلز کې د بس د چپه کېدو له امله لس تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د دغه هېواد امنیتي چارواکي وايي د پېښې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي. ویل کېږي بس له واین سیمې ته تر واده وروسته د ستنېدو په حال کې و. د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز په پېښه کې د وژل شویو له خپلوانو سره غمشریکي ښودلې او دا یې یوه بوږنوونکې پېښه بللې ده.












