سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

اسیان پارټ بازي نه غواړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 21, 2024
in نړیوال خبرونه
0
اسیان پارټ بازي نه غواړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اسيان يا د جنوب ختيځو اسيايي هېوادونو ټولنې سرمشريزه څه موده مخکې د ويتنام په پلازمېنې وينتيان کې ترسره شوه، چې پکې د اسيان پر ۱۰ غړو هېوادونو سربیره د چين، جاپان، کوريا جمهوریت، هند، استراليا، نوي زيلنډ، روسيې او امريکا مشرانو او استازو هم ګډون کړی و.

امريکا او جاپان د دې سرمشريزې له پیل مخکې د اسيايي ناټو د جوړولو افکار خپاره کړي وو او له همدې لارې يې غوښتل، چې په سيمه کې پارټ بازي او جيوپوليټيکس تاوتريخوالی راوپاروي. خو داسې ښکاري، چې د اسيان هېوادونه د جاپان او امریکا له ياد پلان سره لېوالتيا نه لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د مالیزيا خارجه وزير په ډاګه ويلي: ((مونږ د اسيان لپاره ناټو ته اړتيا نه لرو.)) د اندونيزيا «جاکارتا پوسټ» ورځپاڼې په يوې مقالې کې د امريکا او جاپان له ياد پلان سره مخالفت ښودل شوی دی.

ناټو د سړې جګړې په نتيجه کې رامنځته شوې او ښکاره ده، چې د دغه سازمان هغه کړنې چې پارټ بازي راپاروي او د خپلو هدفي هېوادونو پرضد د خنډ راپيدا کوونکي قدرت په حيث خپل ځواکونه ځای پر ځای کوي، په اوسني عصر کې سولې او پرمختګ ته د هېوادونو او په تېره بيا د اسيان د اړتياوو په پوره کولو کې مرسته نه شي کولی.

کابو ۷۰ کاله وړاندې، په ۱۹۵۵م کال کې په جنوب ختيځې اسيا کې د ۲۹ اسيايي او افريقايي هېوادونو او سيمو حکومتي پلاويو د اندونيزيا په باندونګ کې غونډه راوبلله او دا لومړی ځل و، چې اسیايي او افريقايي هېوادونو او سيمو د استعماري هېوادونو د استازو د نشتوالي په صورت کې د خپلواکۍ، مساواتو او ګډو ګټو او په سوله کې د ګډ ژوند لپاره نړيواله غونډه ترسره کړه.

هغه دود، چې له نورو هېوادونو سره د پيليتوب اړيکې پکې نه پالل کېږي، د اسيان هېوادونو په ډيپلوماتيکو تګلارو کې څرګند شوی دی او هغه کړنې، چې د دغو هېوادونو په منځ کې د پارټ بازيو د راپارولو په موخه ترسره کېږي، نتيجه نه ورکوي.

چين پر هغه ډيپلوماتيک اصل ټينګار لري، چې له نورو هېوادونو سره په سوله کې ګډ ژوند کوي او د همکاريو له لارې ګډې ګټې مومي او د څواړخيزو همکاريو د پياوړتيا له لارې د اسيان له هېوادونو سره خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته وده ورکوي.

د اسيان په دغه سمشريزه کې چين او اسيان د ازادې سوداګريزو زونونو په تړاو د خپلمنځي مذاکراتو بشپړېدل اعلان کړي او د ډيجيټل اقتصاد، زرغون پرمختګ، د اکمالاتي ځنځيرونو د نښلېدو، د ګمرکي تصفيې او سوداګرۍ د اسانېدو په ګډون پر يو شمېر نويو سکټورونو  يې هوکړې کړي او د يادو زونونو د پراختيا لپاره يې عملي ګامونه پورته کړي دي.

چين د اسيان همکار او که سيال دی؟

د اسيان هېوادونو دغې پوښتنې ته روښانه ځواب ویلی دی. د ماليزيا صدراعظم په څرګندو ټکو ويلي، چې چين تراوسه پر نورو هېوادونو يرغل نه دی کړی او نه یې هم په نورو هېوادونو کې مستعمرې جوړې کړي او په وينا يې، لوېديځ هېوادونه ځکه د چين ګواښ تيورۍ د خپرولو په هڅه کې دي، چې هغوی چين خپل قوي سيال بولي.

چين په تېرو ۱۵ کلونو کې د اسيان تر ټولو لوی سوداګريز همکار پاتې شوی او په تېرو ۴ کلونو کې اسيان هم د چين تر ټولو سوداګريز همکار پاتې شوی او د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ ورځ تر بلې غوړيږي او سوي يې پرله پسې لوړېږي.

د اسيان هېوادونه او خلک چين ته د باوري ملګري په سترګه ګوري او باوري همکار يې بولي، ځکه چين په سوله کې د ګډ ژوند پنځو اصولو ته د عمل جامه اچولې او له ګاونډيو هېوادونو سره دوستانه تګ راتګ کوي او همدارنګه د اسيان د ګډې ټولنې له ابادۍ، په سيمه ييزو همکاريو کې د دغه سازمان له مرکزي موقف او په نړيوالو چارو کې د دغه سازمان له رول څخه ملاتړ کوي.

د چين او اسيان ترمنځ همکارۍ د کمربند او لارې په چوکاټ کې نورې هم پراخې شوي او د چين – لاوس رېلپټلۍ او د جاکارتا- باندنګ ګړندۍ رېلپټلۍ په ګډون يو شمېر ارزښتناکې او نمونوي پروژې يې بشپړې شوي او اړوندو هېوادونو ته يې ګڼ شمېر کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د سينګاپور د يوسف ـ عيسی جنوب ختيځې اسيا انسټيټيوټ د روان کال په اپريل کې د يوې سروې پایله خپره کړې، چې له مخې يې د چين په تړاو د اسيان د هېوادونو مثبتې ارزونې د امريکا په تړاو مثبتو ارزونو څخه زياتې دي.

د جاپان « نيکي اسيان ريويو» مجلې په يوې ليکنې کې ويلي، چې ډېری څېړونکي، که څه هم لږ شمېر يې په فليپين کې هم دي، د ” اسيايي ناټو“ د جوړولو پلان غير عملي بولي.

دا به ښه وي، چې لوېديځ هېوادونه د اسيايي ناټو په تړاو د اسيان د هېوادونو له مخالفې رويې څخه الهام واخلي او خپل پلان ته بيا کتنه وکړي. ځکه سوله او پرمختګ په اوسني عصر کې د بېلا بېلو هېوادونو له هيلو سره مطابقت لري او کوم هېواد شخړه او جګړه او له نورو هېوادونو سره د اړيکو پرېکون نه غواړي .

Previous Post

د چين – انګلستان د اړيکو بيا پيل: عملي بياکتنې ته اړتيا ده

Next Post

شي جين پينګ د اندونيزيا د ولسمشر په توګه د پرابوو د ټاکل کېدو له امله ور ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ د اندونيزيا د ولسمشر په توګه د پرابوو د ټاکل کېدو له امله ور ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جین پينګ د چین د ماشومانو مخکښې ډلې نهم ملي کانګریس د افتتاح کېدو په مناسبت مبارکي وویله

شي جین پينګ د چین د ماشومانو مخکښې ډلې نهم ملي کانګریس د افتتاح کېدو په مناسبت مبارکي وویله

مې 27, 2025
وانګ يي د چين او افريقا د همکاريو فورم د وزیرانو ۸مې غونډې د يوې ناستې مشري وکړه

وانګ يي د چين او افريقا د همکاريو فورم د وزیرانو ۸مې غونډې د يوې ناستې مشري وکړه

اگست 19, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ