چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغانستان او اوکراین؛ څنګه دوو ورته یرغلونو متناقض غبرګونونه راوپارول؟

لیکوال: عبدالله عزام

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 22, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغانستان او اوکراین؛ څنګه دوو ورته یرغلونو متناقض غبرګونونه راوپارول؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا له لوري د افغانستان له شل کلن اشغال لږ وروسته پر یوه سوکاله او نسبتاً متمدن اروپايي هېواد، اوکراین، باندې یې خپل ختیځ ګاونډي، روسیې، یرغل وکړ. کله چې روسي ځواکونه اوکراین ته ننوتل، د ښځو په ګډون زرګونو ملکي وګړو د خپل هېواد د دفاع لپاره وسله پورته کړه. له بېلابېلو هېوادونو څخه سلګونه زرو کسانو د جګړې د دواړو خواوو له پوځونو سره یو ځای کېدو ته لېوالتیا وښوده تر څو د دوی د موخو لپاره وجنګېږي. تر دې لیکنې پورې، د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه ده؛ د بریدونو زیاتېدل په هغو ښارونو کې د پراخې ویجاړۍ سبب شوي چې روسي ځواکونو د پام وړ پرمختګ پکې کړی. د جګړې له ډګره د ملکي وګړو د تلفاتو او جنګي جنایتونو راپورونه ورکړل شوي؛ د جګړې له پیل راهیسې ۲،۵ میلیونه خلک له اوکراین څخه تښتېدلي او د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې په پراخه کچه زېربناوې او مسکوني ودانۍ ویجاړې شوې دي.

شل کاله وړاندې په افغانستان کې هم همداسې پېښې وشوې. ښارونه سخت بمبار شول، ملکي وګړي په بې رحمۍ ووژل شول او سلګونه زره خلک اړ شول چې په سیمه او بهر کې د خوندي ځای موندلو لپاره له خپل هېواده وتښتي. جنګي جنایتونه وشول او ګڼ شمېر افغانان په نامعلومو دلایلو او د نامعلوم وخت لپاره د زندان د تورو تمبو شاته واچول شول. افغانانو د خپل هېواد د دفاع لپاره وسلې پورته کړې او د بهرنیو ځواکونو ظالمانه حاکمیت ته یې غاړه کېنښوده. سره له دې چې د اوکراین او افغانستان جګړې ډېرې سره ورته دي؛ خو دغو یرغلونو ته د نړیوالو غبرګونونه په بشپړه توګه متفاوت وو.

زه د اوکراین-روسیې د جګړې په اړه خبرونه د خپرېدو له پیل، د فبروري ۲۴مې راهیسې په دقیق ډول څارم. دواړو یرغلونو ته د نړیوالې متمدنې ټولنې متناقضو او نژاد‌پرستانه غبرګونونو حیران کړی یم. کله چې تر څلوېښتو زیاتو هېوادونو پر افغانستان یرغل وکړ؛ دا یرغل د «ترهګرۍ پر وړاندې جګړې» او «د امریکا ملي امنیت ته د ګواښونو محو کولو» په نومونو توجیه شو. خو کله چې پر اوکراین برید وشو، ټولې نړۍ د پوتین دا کړنه وغندله، د «تېري»، «د اروپا په تاریخ کې د عطف ټکي» او «هلته د جګړې بېرته وړلو» نوم یې ورکړ. زه نه غواړم پر اوکراین د روسیې د برید په اړه قضاوت وکړم، ځکه چې په دې اړه نړیوالو تر بس هم زیاتې خبرې کړې دي. خو دا ویلی شو که امریکا د خپل ملي امنیت لپاره په افغانستان او عراق کې جګړه کوله، پوتین هم دا استدلال کولی شوی چې د ناټو لمنې ته د اوکراین په لوېدو یې د هېواد امنیت ته ګواښ متوجه کېده. ولې د یوه یرغل مشروعیت منل کېږي او بل تر پوښتنو لاندې راځي؟

د اوکراینیانو پشان، افغانانو هم خورا ډېر کړاوونه تېر کړل. په پکتیا کې د هغه نازیږېدلي مړه ماشوم عکسونه د هېرېدو نه دي چې مور یې په څیرې خېټه په یوه وحشیانه چاپه کې ووژل شوه او د نامه بند یې د ماشوم په بدن پورې تړلی و. د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په ۲مه په کندوز کې د فراغت پر یوه محفل برید وشو چې تر دېرشو زیات ملکي وګړي پکې ووژل شول. د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې یوه امریکايي سرتېري په پنجوايي ولسوالۍ کې لومړی شپاړس ملکي وګړي ووژل، بیا یې جسدونه وسوځول.

د مسکوني سیمو او زیږنتونونو ورته بمبار او د ملکي خلکو وژنې په اوکراین کې هم وشوې. د یوې امېندوارې ښځې کیسه چې وروسته یې له نوي زیږېدلي ماشوم سره د وژلو اعلان وشو، زړه بوږنوونکې وه. له نېکه مرغه نړۍ پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل پر وړاندې راویښه شوه. د جرمونو نړیوالې محکمې، د نړۍ رهبرانو، قوانینو او تحریمونو ثابته کړه چې د تېريو پر وړاندې فعال دي.

هېښوونکې خبره خو دا ده چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جنایتونو پر وړاندې د جرمونو نړیواله محکمه (ICC)، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو نور بنسټونه بیخي چوپه خوله وو. له هغو ټولو وېروونکو خوبونو وروسته چې افغانانو ولیدل، زموږ دا باور چې انسانان په داسې ځنګل کې اوسېږي چې هلته د یوه بې ګناه انسان ژوند هېڅ ارزښت نه لري، ناسم ثابت شو. کله چې پوه شوو چې ستونزه زموږ د سترګو، وېښتانو او پوستکي په رنګ کې ده؛ شوکه شوو. که افغانانو شنې سترګې او زېړ وېښتان لرلی یا د نړۍ په یوه متمدن جغرافیايي موقعیت کې اوسېدلی؛ جنګي جنایتونه به یې ژر څېړل کېدی، تحریمونه به ژر وضع کېدی او د ازادۍ لپاره جګړه به یې ترهګري نه، بلکې حق وی.

خپل د تېرو شلو کلنو له کړاوونو ډک ژوند ته په کتو؛ افغانانو چې له اوکراین څخه د نړۍ د رهبرانو ملاتړ او پر روسیه تحریمونه ولیدل؛ ګونک پاتې شول. که څه هم دوی په زړورتیا د خپل هېواد د ازادۍ لپاره وجنګېدل، بیا هم د اوکراین د پېښې پر وخت افغانان د نړۍ له دوه ګوني معیار، ذاتي دوه مخیتوب او ریاکارۍ سره مخ شول.

هغه اوکرایني پوځیان او ملکي وګړي چې د ازادۍ د جګړې لپاره یې وسلې پورته کړې؛ د غربي رسنیو له لوري اتلان وبلل شول او وستایل شول. کله چې افغانان او فلسطینیان د اشغال پر وړاندې ودرېدل؛ ترهګر وبلل شول او په افغانستان کې زرګونه کسان د دې لپاره د زندان د میلو شاته واچول شول چې طالبانو ته یې یو څاښت ډوډۍ ورکړې وه.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د روسیې-اوکراین جګړې له پیل سره، په عاطفه کې غرقو اروپایانو د همدردۍ له مخې له جګړې څخه تېښتې ته اړ شوي اوکراینیان ومنل او غېږ یې ورته پرانیسته. کله چې افغانان، د سوریې خلک، ایتوپیایان او فلسطینیان له جګړې څخه تېښتې ته اړ وو؛ متفاوت غبرګون مو ولید. دوی د غربي ګزمه کوونکو پولیسو له لوري وویشتل شول او په بحر کې ډوب کړای شول. ان په اوکراین که له شته تورپوستو کډوالو سره هم د تبعیضي چلند شاهدان وو.

دا له تبعیض او تعصبه ډک چلند ښکاره و چې څوک له اوکراین څخه تښتي؛ د منځني کچې، ښو جامو واله، تعلیم یافته، سوکاله ژوند لرونکي او مسیحي دین واله وو؛ په داسې حال کې چې د نورو هېوادونو خلکو دا ځانګړنې نه لرلې.

دا بې عدالتي او تعصب یوازې موږ پر دې باوري کوي چې د جرمونو نړیواله محکمه، نړیوال سازمانونه او نور د بشر حقونو بنسټونه موږ افغانانو، فلسطینیانو، لیبیایانو، سومالیایانو، سوریه‌یانو، عراقیانو او کشمیریانو ته نه دي جوړ شوي؛ بلکې یوازې هغه وخت کار کوي چې د شنو سترګو، زېړو وېښتانو او سپین پوستکي لرونکو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ وي.

Previous Post

متقي له لاینز سره د بانکي او اقتصادي ستونزو پر حل خبرې کړې دي

Next Post

ملګري ملتونه: نشه يي توکي لا هم ستر غیر قانوني اقتصادي فعالیت دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ملګري ملتونه: نشه يي توکي لا هم ستر غیر قانوني اقتصادي فعالیت دی

ملګري ملتونه: نشه يي توکي لا هم ستر غیر قانوني اقتصادي فعالیت دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په کار کې ټنبلي او زیانونه یې

په کار کې ټنبلي او زیانونه یې

مارچ 2, 2021
د چين ميډيا ګروپ د ډېر لوړ پېژنداوي تخنيک مرکز جوړونه په بېجينګ کې پيل شوه

د چين ميډيا ګروپ د ډېر لوړ پېژنداوي تخنيک مرکز جوړونه په بېجينګ کې پيل شوه

دسمبر 24, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved