چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home اقتصاد

افغانستان په روان مالي کال کې تر ۱۷ میلیاردو افغانیو ډېر پور اخیستی

عزیزالله همدرد

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 6, 2021
in اقتصاد, ليکنې او تحلیلونه
0
افغانستان په روان مالي کال کې تر ۱۷ میلیاردو افغانیو ډېر پور اخیستی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغان دولت په داسې حال کې په روان مالي کال کې له نړیوال وجهي صندوقه ۱۷،۴ میلیارده افغانۍ پور اخیستی، چې له دې مخکې یې له نړیوالو بنسټونو او هېوادونو ۱،۸ میلیارده امریکايي ډالر پور اخیستی و.

د پژواک راپور له مخې، افغانستان په تېرو ۱۷ کلونو کې له نړیوال بانک، اسلامي پراختیايي بانک، سعودي فنډ، اسیايي پراختیايي بانک، د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF)، بلغاریا او اېټالیا هېوادونو، کویټ فنډ او اوپک فنډ څخه ۱،۸ میلیارده امریکايي ډالره پور اخیستی، چې له دې ډلې یې ۳۰۰ میلیونه ډالره بېرته ورکړي دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

د مالیې وزارت سرچینو ویلي، افغانستان اوسمهال د نړیوالې ټولنې ١،٥ میلیارده امریکايي ډالر پوروړی دی.

د بودیجې کسر د تازه پور اخیستو لامل شوی

د مالیې وزارت ویاند محمد رفیع تابع پژواک خبري اژانس ته منلې، چې افغان حکومت په روان کال کې د بودیجې کسر له امله پور اخیستی دی.

هغه زیاته کړې: «مالیې وزارت په ۱۴۰۰ مالي کال کې د ۱۷،۴ میلیارده افغانیو بودیجې کسر وړاندوینه کړې وه، چې دغه اندازه یې د پیسو له نړیوال صندوقه اخیستې ده.»

نوموړی له جزیاتو پرته په دې اړه وايي، دغه اندازه پیسې له نړیوالو بنسټونو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اخیستل شوې دي.

هغه د دغه پور د ټکټانې اړوند معلومات ور نه کړل، خو ویې ویل، افغانستان مکلف دی چې یاد پور د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت په ټولیز ډول د نړیوالو هېوادونو او بنسټونو یو نیم میلیارد ډالر پوروړی دی او د یادو پورونو ورکړه اسانه ده؛ ځکه ډېری یې ټکټانه نه لري.

د اقتصادي چارو پوهان په دې اند دي چې د پروژو د تطبیق لپاره له نړیوالو موسسو د پور اخیستل د اندېښنې وړ نه دي؛ خو په ټولو چارو کې باید روڼتیا وي.

د چارو پوهان په بودیجه کې کسر د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، په روان او راتلونکو مالي کلونو کې د بودیجې کسر د مخنیوي لپاره باید له بېځایه لګښتونو ډډه وشي.

د سیاسي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون پژواک ته ویلي، د پروژو د تطبیق لپاره د پورونو اخیستل د اندېښنې وړ نه دي او ډېری هېوادونه د خپلو پروګرامونو تطبیق لپاره دغه کار تر سره کوي.

هغه زیاتوي: «غالباً هغه هېوادونه چې د پور بېرته ورکړې توان نه لري، پورونه یې بښل کېږي.»

نوموړي په بودیجه کې کسر د اندېښنې وړ بولي او زیاته یې کړه، د ډېرو امتیازونو ورکړه، د قیمتي فرنېچرونو پېر، تجمل پرستي، د قصرونو رنګ، د بې ګټو پروژو ډېر لګښتونه، سفرونه او غیر ضروري ناستې د بودیجې د کسر ستونزې دي.

سیحون زیاته کړه، د دې ترڅنګ چې په یادو برخو کې د لګښتونو کمول تر یوې اندازې د بودیجې کسر مخه نیسي، زیاته کړه، دولت باید د مالیاتو اخیستو، د ګټه لرونکو اسنادو پلور، د شتمنیو پلور او نورو څخه خپلې مالي سرچینې تامین کړي.

د هغه په خبره، د بودیجې کسر د حل بله لار له مرکزي بانکه، ان له خلکو څخه د پور اخیستل دي، خو په هغه صورت کې چې د هېواد له دننه د پور اخیستل مساعد نه وي، دولت کولای شي له نړیوال بانک، نړیوالو بنسټونو او هېوادونو پور واخلي.

سیحون د دولت د دخل او خرڅ پر متناسبوالي په ټينګار وویل، دولت باید مالي سرچینې په سم ډول مدیریت کړي او لګښتونه یې عوایدو ته په کتو تنظیم کړي او د دې ترڅنګ باید د عوایدو څارنه وکړي او د چور مخه ونیسي.

په ورته وخت کې په کابل ښار کې د یوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد قیس محمدي که څه هم له نړیوالو معتبرو هېوادونو او بنسټونو د پور اخیستل د اندېښنې وړ نه بولي؛ خو له مالیې وزارت  غواړي چې د دغو پورونو د بیا ورکړې لپاره جامع او منظم پروګرامونه جوړ کړي، څو دغه پورونه پر ټاکلي وخت بېرته ورکړل شي.

د اقتصادي چارو دغه پوه د نړیوالو پورونو په پرتله د داخلي پورونو اخیستل مناسب بولي او وايي، د داخلي پورونو په تر لاسه کولو سره له یوې خوا د ټکټانې له لارې له داخلي بانکونو سره مرسته کېږي او له بلې خوا راکت یا ولاړې پیسې په داخلي بانکونو کې دوران کوي.

نوموړی وايي، د افغان دولت په بودیجه کې کسر نوې موضوع نه ده، بلکې مخکې هم موجوده وه.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان پراختیايي بودیجه د تمویلوونکو هېوادونو لخوا کنټرولېږي او د بودیجې کسر به هم د نړیوالو مرستو له لارې رفعه شي.»

نوموړي د عایداتو ټولولو په بېلابېلو برخو کې د فساد پر موجودیت نیوکه کوي او وايي، اداري فساد، د قيمتي موټرو پېر، د تېلو بې مخینه لګښتونه او نور غیر ضروري مصارف د بودیجې په کسر کې رول لري.

محمدي وویل، د ښاروالیو، ګمرکونو او هېواد کې د نورو عایداتي سرچینو عایدات د فساد د موجودیت له امله حیف و میل کېږي، چې باید مخه یې ونیول شي.

د اقتصادي چارو دغه پوه د دې په روښانولو چې په حکومت کې سیستماتیک فساد ريښې غځولې، وویل، له جدي قانوني چلند پرته د یادو ستونزو د حل بله هېڅ لار نشته.

د هغه په باور، د بودیجې کسر د رفعه کولو لپاره اړتیا ده چې اضافي لګښتونه کم شي او اقتصادي فعالیتونه تر سره شي.

Previous Post

ایا طالبان به امریکایانو ته د دوحې تړون نور هم تمدید کړي؟

Next Post

په دوحه کې د ترکیې د کنفرانس پر اجنډا او اصولو بحثونه روان دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی
افغانستان

ترکمنستان د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی
افغانستان

بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
له «د جلغوزو هوايي دهلېز» څخه تر ګډ پرمختګ پورې: د چين او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د خلکو د ژوند کيسه
اقتصاد

له «د جلغوزو هوايي دهلېز» څخه تر ګډ پرمختګ پورې: د چين او افغانستان د اقتصادي همکارۍ د خلکو د ژوند کيسه

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
لغمان کې د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې
اقتصاد

لغمان کې د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
Next Post
په دوحه کې د ترکیې د کنفرانس پر اجنډا او اصولو بحثونه روان دي

په دوحه کې د ترکیې د کنفرانس پر اجنډا او اصولو بحثونه روان دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د افغانستان بانک د ګرځنده صرافانو د فعاليت بندولو لړۍ پيل کړه

د افغانستان بانک د ګرځنده صرافانو د فعاليت بندولو لړۍ پيل کړه

جولای 9, 2024
د افغانستان او روسیې اقتصادي همکارۍ؛ د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا نوی فصل

د افغانستان او روسیې اقتصادي همکارۍ؛ د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا نوی فصل

نوومبر 25, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved