چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

افغان اقتصادپوه: د چين اقتصادي پرمختګ نه يوازې خپل هېواد کې بلکې په ټوله نړۍ کې زيات فرصتونه رامنځته کړي دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 2, 2023
in نړیوال خبرونه
0
افغان اقتصادپوه: د چين اقتصادي پرمختګ نه يوازې خپل هېواد کې بلکې په ټوله نړۍ کې زيات فرصتونه رامنځته کړي دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نومبر له ۲۸مې نيټې څخه د ډسمبر تر دوهمې نيټې پورې د چين د اکمالاتي ځنځير لومړی نړيوال نندارتون(China International Supply Chain Expo) په بېجينګ کې تر سره کيږي چې پکې د ځيرکو موټرو، زراعت ، پاکې انرژۍ، ډيجېټلي ساينس او تخنيک او روغ ژوند په اړه د پنځو توليد ځنځيرونو نندارخونې ځای پر ځای شوې دي او څه باندې پنځه سوه کورنۍ او بهرنۍ تصدۍ او شرکتونه په دې نندارتون کې ګډون لري. ډېر ګډون کوونکي وايي چې د همدغه نندارتون جوړېدل د اقتصادي پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابروي او د بېلا بېلو تصديو لپاره فرصتونه برابروي. د دې نندارتون د تر سره کېدو په درشل کې د چين د سي جي ټي اېن خبريالې غاټول د چين د سږني اقتصادي پرمختګ، د نړۍ لپاره د چين د اقتصادي خدمتونو او د ياد نندارتون په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله د هه های پوهنتون له  افغان کانديد دوکتور ذاکرالله ذکي سره چې د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخوانی رئيس و، مرکه کړې ده. هغه وويل چې د چين اقتصادي پرمختګ نه يوازې خپل هېواد کې بلکې په ټوله نړۍ کې زيات فرصتونه رامنځته کړي دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت په وروستیو کې يوه شمېرنه خپره کړې چې له مخې يې د روان کال په اکتوبر کې د مصرفي توليداتو د خرڅلاو عمومي ارزښت (TRSCG)د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۷ اعشاريه شپږ زيات شوی او په مسلسلو درېیو میاشتو کې يې زياتوالی ښودلی دی. بله شمېرنه هم ښيي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې د توليداتو د انلاېن خرڅلاو ارزښت ۱۲۳۰۰ميليارډه يوانو ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۱ اعشاريه دوه زيات شوی دی. د نړيوال اقتصاد د ورو والي په حال کې د چين اقتصاد بيا احيا د ښه کېدو په حال کې ده او عمده اقتصادي ګراف لا ښه شوی دی. په دې اړه ښاغلي ذکي ويلي چې د کوویډ-۱۹ له خپریدو وروسته او همدارنګه  د نړيوال اقتصاد د ورو والي  په ترڅ کې، د چين هیواد اقتصاد کې انعطاف او د اقتصادي ودې اړوند مختلفو شاخصونو کې مثبت او چټک تغیر د منظمو او غوره اقتصادي پالیسو او تګلارو جوړښت او اغېزمنتوب څرګندوي. د پورته معلوماتو او ارقامو په رڼا کې ویلای شو چې د محصولاتو په بازارونو کې د سیالۍ د پیاوړتیا لپاره جوړ شوي اصلاحات د کلیدي مرسته کوونکو په توګه د پام وړ دي. دا چې انلاین سوداګري په اوس وخت کې د سوداګرۍ لپاره یو زړه راښکونکی انتخاب دی چې غواړي د خپلو پیرودونکو کچه پراخه او پلور زیات کړي نو یادې ګټنې یې په دې هیواد کې په پراخه توګه کتلی او مقایسه کولی شو، د دې تر څنګ په چین هیواد کې په ملي کچه د کنټرول منظمو پالیسیو، د کورنیو تقاضا پالیسیو، فعاله مالي پالیسیو او په نسبي ډول چټکه اقتصادي وده کې د پولي واحد ثبات پالیسۍ د نړۍ او په ځانګړې توګه د مخ پر ودې هیوادونو لپاره ارزښتناکه او د پام وړ تجربې برابرې کړي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين د يادو پاليسيو په غوره کولو سره د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره خپل خدمتونه کړي او کوي يي. د معلوماتو له مخې د لمريزې انرژۍ، د بادونو په وسيله د برېښنا برابرولو د تجهيزاتو، مسلکي بې پيلوټه الوتکو، ګرځنده ټيليفونونو ،ګړندي اورګاډو او روبوټونو په شمول ځينو صنايعو کې په نړۍ کې د چين له خوا نيول شوې برخې له پنځوس سلنې څخه اوښتې ده. په چین کې د نړيوال پولي صندوق لوړ پوړي استازي سټيفان الون بيناټ اټکل کړی چې په روان او راتلونکي کاله کې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين خدمتي انډول يوه په درېیمه برخه ونيسي. ښاغلي ذکي د نړيوال اقتصادي پرمختګ د چين د خدمتونو د یادونې په ترڅ کې داسې ويلي چې د چين هیواد اقتصاد او په خاص ډول د سوداګرۍ چټک پرمختګ نه يوازې چین کې بلکې په ټوله نړۍ کې زيات کاري فرصتونه رامنځته کړي دي او د نړيوالې سوداګرۍ د اسانتيا او د منابعو د تخصيص په ښه کولو کې يې مهم رول لوبولی دی، د نړۍ په کچه د پانګونې تر ټولو غوره ځای په توګه د  چین هیواد راڅرګندیدل په نړیواله اقتصادي منظره کې د دې هیواد اهمیت په ګوته کوي او د اوسني اقتصادي پرمختګ له تمايل سره سم د نړیوالو وړتيا پوره کولو کې د اهمیت وړ دی. د نړيوال اقتصاد او اقتصادي ودې لپاره چين د پام وړ او اغېزمن رول لري.

تېر کال چين ته د افغانستان صادراتي ارزښت ۴۰۲ ملیونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی او د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې دغه رقم ۳۳ملیونه او۰ ۳۹ زره امريکايي ډالره و. څېړنيز راپور ښيي چې چين ښايي د افغانستان دوهم لوی سوداګريز همکار وګرځي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ او لرليد د يادونې پرمهال ښاغلي ذکي وويل چې په داسې حال کې چې یاد ارقام د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ لپاره مثبتې هیلې څرګندوي، کوم چې په اقتصادي اړیکو او جیوپولیټيکو شرایطو کې د هر ډول بدلونونو د پام وړ اغیزه کولی شي، نو زیات او دوامداره دوه اړخیز تړونونه او ګډې هڅې به د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ  ته نوي بڼه ورکړي. دا چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی مثبته نښه ده او د نوي بازارونو، فرصتونو په رامینځته کولو او اقتصادي پراختیا کې د مرستې له لارې د افغانستان په اقتصاد باندې مثبته اغیزه کوي. اړینه ده چې د دواړو هیوادونو حکومتونه د پرمختللې سوداګرۍ منظرې سره تطابق له مخې اړوند اړیکې ټینګې او پیاوړي کړي.

د مرکې په پای کې ښاغلي ذکي بیا  د چين د اکمالاتي ځنځير لومړی نړيوال نندارتون يادونه کړې او ويلي يې دي چې په نړۍ کې د يوه هېواد پرمختګ له بل هېواد سره نږدې اړيکې لري، هر يو هېواد د ځنځيرونو يوه برخه ده. نو د همدغه نندارتون تر سره کېدا ډېر مهم اهميت لري. اړوندو مختلفو سکټورونو ته په پام سره، د هر اړخیزه پایلو طمعې شتون لرلای شی او ټوله کې د پام وړ دي، دا چې د یاد نندارتون  ټینګار پر نوښت، د ځیرکو موټرو تولید پراخول، زرغون زراعت، پاکه انرژي، او ډیجیټل ساینس او تخنيک او د نویو ابتکاراتو نندارې ته ژمنتیا ده، نو یاد نندارتون د پراخو سوداګریزو شبکو لپاره یو مهم ځای کیدای شي، پانګوالو او سوداګرو ته دا فرصت برابروي چې په مشخصو سکټورونو کې د شراکت، همکارۍ او سوداګرۍ امکانات ولټوي او د نویو محصولاتو په برخه کې د ګډون کوونکو پوهه لوړه او د پام وړ معلومات ترلاسه کړي.

Previous Post

د پاکستان سترې محکمې له حکومته د کډوالو د ایستلو سپیناوی غوښتی

Next Post

بغلان کې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوی ښوونځی بیا ورغول شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بغلان کې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوی ښوونځی بیا ورغول شو

بغلان کې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوی ښوونځی بیا ورغول شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي

اگست 4, 2025
د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۹ پروژې منظورې کړې

د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۹ پروژې منظورې کړې

مې 1, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved