په خوست کې د اوزبېکستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره شلاوریزه دوستانه لوبه د ۱۹۹ منډو په توپیر افغان اېلېون لوبډلې وګټله. دغه سیالي پرون له غرمې مخکې د زرګونو نندارچیانو په حضور کې ترسره شوه. افغان اېلېون لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۳ منډې جوړې کړې. د اوزبېکستان ملي لوبډلې د ټاکلي هدف ترلاسه کولو په هڅه کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۹۹ منډو په توپیر وبایلله. د افغانستان د کورني کرکټ مسوول محمدنظیم جار عبدالرحیمزي وویل، د افغانستان کرکټ بورډ او د اوزبېکستان د کرکټ فدراسیون ترمنځ د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شوی چې له مخې به یې افغانستان د خپلو تجربو او امکاناتو په کارولو د اوزبېکستان د کرکټ له ودې سره مرسته کوي. هغه زياته کړه، د همدغه هوکړهلیک پر بنسټ د دواړو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالي ترسره شوه چې د کرکټي اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.













