سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان خبرياله: افغانستان د چین په شمول د ډېرو هېوادونو مرستو ته اړتيا لري

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 25, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان خبرياله: افغانستان د چین په شمول د ډېرو هېوادونو مرستو ته اړتيا لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نړيوال اقتصادي فورم ويډيويي غونډه په دې وروستيو ورځو کې تر سره شوه. دا د نوی کال له پيلېدو راهيسې یوه مهمه نړیواله غونډه ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې ويلي چې روان کال د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د پړانګ کال دی. د کرونا وبا پر وړاندې مونږ بايد د پړانګ په څير په زړه ورتوب سره بېلا بېلې ستونزې او د کرونا وبا سيوري لېرې کړو تر څو نړیوال اقتصاد يو ځل بيا را ژوندی شي او انساني ټولنه له هيلو څخه ډک ژوند ولري. په دې اړه د چين د ميډيا ګروپ خبریالې د افغانستان د کليد راډيو له خبريالې عاقله اسد سره مرکه وکړه. هغې وويل چې رئيس شي جینګ پینګ واقعا په دې غونډه کې مهمې خبرې وکړې او د نړۍ د اقتصادي پرمختګ په برخه کې به مؤثر مشر تمام شي. اوس افغانستان له امتحاني حالت سره مخ دی، خلک او سرپرست حکومت يې هم له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی؛ نو په دغو حالاتو کې د همسایه هېوادونو او په ځانګړې توګه د چین رول ډېر مهم دی. مونږ تمه لرو چې د چین د دولت رئیس به د اقتصادي برنامو په برخه کې افغانستان ته هم خپله خاصه پاملرنه وکړي.

د نوموړې په اند چين يو پرمختللی هېواد دی او توانېدلی شي چې له اقتصادي بحران څخه افغانستان وژغوري.هغې وويل چې چین يو اقتصادي قدرت دی او اقتصاد يې د نورو هېوادونو په پرتله ډېر مخ ته تللی دی.د کرونا وبا د مخنيوي او د اقتصاد د بيا سمسورتيا په برخه کې چين ټینګ عزم او قوي اراده لري تر څو په راتلونکی کې د نړیوال اقتصاد ضربه ونه ویني، نو دا به هم د چین په ګټه وي او هم د نورو هېوادونو په ګټه. ځکه چین یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې زیاتره توليدات یې امریکا، اروپا، اسیا او اسټرالیا ته صادرات لري؛ نو که دوی د دغو ستونزو د حل په خاطر باندې تصمیم، پلان او اقتصادي برنامې ونیسي، دا به د افغانستان په شمول د ټولو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه زېری وي. د اقتصادي قدرتونو په خاطر د چین رول ډېر مهم دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

تېر کال که څه هم د کرونا وبا له کبله کورنی او بهرنی اقتصادي چاپيريال له ډېرو ننګونو او فشارونو سره مخ و، خو د چين د کورنیو تولیداتو عمومي ارزښت يعنې (جي ډي پي ) لاهم په سلو کې اته زيات شوی دی.د عاقله اسد په نظر د چين له اقتصادي پرمختګ څخه د دې هېواد د حکومت ښه مديرت ښکاري. هغې وويل، دا چې د کرونا وبا رامنځته شوې وه او د دغې وبا له امله ګڼ اقتصادي کارونه په ټپه ولاړ وه یا راکړه ورکړه نه وه، خو چین خپله اقتصادي راکړه ورکړه له ډېرو هېوادونو سره ساتله، دا د چین په ښه مدیریت او ښې کارکرده ګۍ باندې دلالت کوي. د دې ترڅنګ د نړۍ زیاتره هېوادونه د چین ډېرو توليداتو ته اړتیا لري او له چین سره اقتصادي راکړه ورکړه کوي. دا چې د کرونا وبا سربېره هم د چین اقتصاد په پښو ولاړ دی او له کومو ستونزو سره مخ نه شو؛ نو دا د هغوې په ښه مدیریت دلالت کوي.

د هغې په اند يو داسې چين چې قوی اقتصادي ځواک لري،توان لري چې د اقتصادي ستونزو د لېرې کولو په خاطر له افغانستان سره مرسته وکړي. رئیس شي جين پينګ په ياده غونډه کې همدارنګه ویلي چې د نړۍ څه باندې ۱۹۰ هېوادونه بېلې کيښتۍ نه دي بلکې ټول په يوه لويه بېړۍ يا کيښتۍ کې سپاره مسافرين دي چې ګډ برخليک لري. البته افغانستان هم په دې بېړۍ کې شامل دی. د افغانستان برخلیک اوس په نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغه هېواد له اقتصادي بحران سره مخ دی او شتمنۍ يې لاهم د امريکا له خوا کنګل شوې چې تر اوسه اقتصادي ستونزې نه دي حل شوي. په دې اړه عاقله اسد وويل، ځکه ټوله نړۍ له هېوادونو څخه جوړه شوې او هر هېواد په هره برخه کې موثريت او مثمريت لري. دا اړينه ده چې يو له بل سره هغمږي او همکارۍ کوي. افغانستان اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دی او د ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا د چين مرستو ته اړتيا لري.چين تر اوسه له افغانستان سره زياتره بشردوستانه او نغدي مرستې کړي چې دا د افغانستان د اقتصاد لپاره تر ټولو یوه مهمه خبره ده. بله مهمه خبره دا ده چې افغانستان وارداتي هېواد دی او د چين زيات توکي زمونږ په هېواد کې استفاده کیږي. نو په اوسنيو حالاتو کې افغان سرپرست حکومت ته په کار ده چې له چين سره همغږي مخته ولاړ شي او د اقتصادي، سياسي او فرهنګي اړیکو په شمول ټولو برخو کې له چين سره همکارۍ وکړي. په عين وخت کې که چین په افغانستان کې ځينې پروژې مخته يوسي او له افغانستان سره بشردوستانه مرستې زياتې کړي، نو د افغانستان اقتصاد په لنډ وخت کې پر پښو درېدلای شي.

 د مرکې په پای کې اغلې عاقله اسد داسې ویلي چې ليډر يا مشران بايد له هغو هېوادونو سره وي چې هغه واقعأ اقتصادي قدرت لري. د هغې په اند چين يو سوپر قدرت هېواد دی او کولای شي چې د افغانستان په شمول د ډېرو هېوادونو اقتصادي ستونزې له منځه یوسي او په ټوله نړۍ کې د لوږۍ د لېرې کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

Previous Post

مرکزي بانک: افغانستان ته ۳۲ میلیونه ډالر لېږدول شوي

Next Post

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د کرونا وبا د وقايې او کنټرول اغېزمن تدبيرونه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د کرونا وبا د وقايې او کنټرول اغېزمن تدبيرونه

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د کرونا وبا د وقايې او کنټرول اغېزمن تدبيرونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

انتونیو ګوتریش: ژر تر ژره باید بین الافغاني خبرې پيل شي

انتونیو ګوتریش: ژر تر ژره باید بین الافغاني خبرې پيل شي

سپتمبر 10, 2020
پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ٣۲ سلنه کموالی راغلى

پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ٣۲ سلنه کموالی راغلى

جون 26, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved