سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

افغان خبريال د چين دوو مجلسونو ته یوه کتنه کړې

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 6, 2024
in نړیوال خبرونه
0
افغان خبريال د چين دوو مجلسونو ته یوه کتنه کړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دوه مجلسونه يانې د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه او د چین د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې دوهمه غونډه په وروستيو کې ترسره کېږي او د نړيوالو خبري رسنيو پام يې هم را اړولی دی. د ډېرو هېوادونو خبريالانو د دوو مجلسونو په اړه راپورټاژونه ورکړي دي. د افغانستان د ژندون تلويزیون خبريال خپلواک هم دغو مجلسونو ته توجه کړې او ويلی يې دی چې د چين ملي ولسي کانګرس نظام د دې هېواد د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ بنسټيز لامل شوی او چيني شکله عصري کېدل هم د سيمې هېوادونو ته ډېر فرصتونه برابرولی شي. افغانستان هم دې ته په تمه دی چې د بیارغونې او د اقتصادي پرمختګ لپاره له چين سره همکاري پیاوړې کړي.

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس دوهمه غونډه د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه او د چين د دولت رئیس شي جين پینګ په شمول ګوندي او دولتي مشرانو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. هر کال کله چې دوه مجلسونه تر سره کېږي، تل د نړيوالو پام جلبوي. سږني مجلسونه هم د افغان خبريالانو پام را اړولی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د دغه دوو مجلسونو د يادونې په ترڅ کې ښاغلي خپلواک داسې ويلي چې د چین دوه مجلسونه چی دایرېږي، زما په نظر د چين د اوسني واکمن نظام د لا نور ټینګښت او پیاوړتیا سبب کېږي او د چينايانو لپاره خاص ارزښت لري. چين په تېرو څو لسيزو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې چې لامل يې همدغه نظام دی. اوس دغه هېواد د قوي کېدو په حال کې دی چې د اسيايي هېوادونو کې یې سیال نه ليدل کېږي.

د ده په اند له څو لسيزو کلونو راهيسې چين بې ساري اقتصادي او ټولنيز پرمختګونه موندلي چې راز يې چيني شکله عصري کېدل دي. چیني شکله عصري کېدل د چینايي خلکو له خوا د نېکمرغه ژوند د لټولو لپاره ښه زمينه برابره کړې او نړۍ ته يې هم فرصتونه رسولي دي. هغه وویل چې د یوه هېواد عصري کېدل خامخا د دې هېواد خلکو ته نېکمرغه او هوسا ژوند برابرولی شي. چين تل د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو په اړه د پرمختيايي افکارو په لرلو سره په پر له پسې توګه ورخلاصون پراخ کړی او د ځاني باکيفیته پرمختګ په مټ د سیمه ييز او نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابروي. نو چيني شکله عصري کېدل د نړۍ لپاره هم مهم اهميت لري او ور باندې مثبته اغېزه کوي. څرنګه چې چين تل ادعا کوي چې له نورو هېوادونو سره خپلې پرمختیایي لاسته راوړنې شريکوي او هيله لري چې نور هېوادونه ترې برخمن شي. نو نه يوازې د سیمې هېوادونه بلکې له سمه يیزو هېوادونو پرته نور هېوادونه باید دا ډول پرمختيایی موډل حمايت کړي څو ګډ پرمختګ ومومي. اوس په افغانستان کې ناامني نشته، نو زموږ هيله دا ده چې چین د سيمې هېوادونو بالخصوص له افغانستان سره مرسته وکړي او د همکاريو له لارې دغه هېواد ته د عصري کېدو ګټورې تجربې برابرې کړي څو د بیا رغونې او پرمختیا بهير به چټک او ګړندی شي.

شمېرنه ښيې چې تېر کال د چين او افغانستان ترمنځ د همکارۍ له کبله د چين او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيزو مالونو صادراتي او وارداتي ارزښت څه باندې يو ميليارډه او درې سوه درې دېرش میلیونو امريکایي ډالرو ته رسېدلی چې دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې ۱۲۵ اعشاريه ۴ زيات شوی دی. ښاغلي خپلواک پر دوه اړخیزې سوداګرۍ د چیني شکله عصري کېدو د مثبتې اغېزې د يادونې په ترڅ کې داسې ويلي چې له تېرو څو کلونو راهيسې  د چیني شکله عصري کېدو له کبله دوه اړخیزې سوداګرۍ په ثابت ډول پرمختګ موندلی او تېر کال دغه ارزښت ډېر زياتوالی ښودلی چې له امله يې دوه اړخيزې اړیکې نورې هم ټينګې شوې دي. اوس دغه اړیکې ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دي. نو هيله من يم چې د سږني مجلسونو په ترسره کېدو سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پرمخ بېولو لپاره لازيات امتيازي تدبيرونه خپاره شي څو د چین او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ ته نوی پرمختګ ورکړي.

د مرکې په پای کې ښاغلي خپلواک هم هيله وښودله  چې د چین دوو مجلسونه په بريالۍ توګه تر سره شي او چین په خپل ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې لازیاتې برياوې ومومي.

Previous Post

چین په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

Next Post

چين له نړيوالې ټولنې غوښتي، د جنوبي سوډان له سياسي بهير څخه ملاتړ وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چين له نړيوالې ټولنې غوښتي، د جنوبي سوډان له سياسي بهير څخه ملاتړ وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کډوال خپرونه| له محمد حنیف حقمل سره

کډوال خپرونه| له محمد حنیف حقمل سره

جنوري 5, 2022
نریندرا مودي له روسیې وروسته اتریش ته لاړ

نریندرا مودي له روسیې وروسته اتریش ته لاړ

جولای 10, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ