چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان رسنیز او څېړنیز مرکز د شیخ حمد د ژباړې نړیواله جائزه تر لاسه کړه

سرچینه: د شیخ حَمَد د ژباړې او تفاهم نړیواله جائزه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان رسنیز او څېړنیز مرکز د شیخ حمد د ژباړې نړیواله جائزه تر لاسه کړه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

افغان رسنیز او څېړنیز مرکز د شیخ حمد د ژباړې او تفاهم نړیواله جائزه تر لاسه کړه، دغه جائزه د نړۍ په کچه د ژباړې او فرهنگونو د ودې او پرمختگ په موخه د (شیخ حَمَد) د جائزې د بنسټ له لوري له عربي ژبې څخه او عربي ژبې ته د معیاري ژباړو او علمي خدمتونو په برخه کې ورکول کېږي.

افغان رسنیز او څېړنیز مرکز، چې موسس او مشر یې عبد الجبار بهیر دی د عربي او پښتو ژبو تر منځ لس گونه کتابونه، علمی او ښوونیز اثار ژباړلي دي. له دې سربېره نوموړی مرکز د عربي نړۍ په کچه د مطبوعاتو په ډگر کې د یو خپلواک افغان څېړنیز او مطبوعاتي مرکز په توگه منل شوی او پېژندل شوی بنسټ بلل کېږي، چې د هېواد د علمي، ښوونیز او ټولنیز وضعیت په تړاو يې رغنده رول وړاندې کړی دی او په نړیوالو علمي او اکاډیمیکو کانفرانسونو کې يې د افغانستان استازولي کړې ده.

نوموړې جائزه هر کال د نړۍ په کچه د ژباړې او علمي پرمختگ په برخه کې ورکول کېږي او روان کال د یادې سیالۍ د شپږمې دورې په لړ کې له 42 هېوادونو څخه تر 300 زیات بنسټونه او کسان نوماندان وو او د پښتو او عربي ژبو د ژباړو په برخه کې له افغانستان او پاکستان څخه بېلابېلو ژباړنو او علمي ادارو خپل اثار وړاندې کړي وو، چې له افغانستان څخه افغان رسنیز او څېړنیز مرکز ته دا نړیواله جائزه ورکړل شوه. د یادې جائزې په تېرو پنځو دورو کې د انگلیسي، ترکي، هسپانوي، فرانسوي، الماني، چینايي، جاپاني، روسي ژبو ژباړې د دې جائزې لپاره غوره شوې وې.

د (شیخ حَمَد) د ژباړې او تفاهم نړیواله جائزه په 2015 کال کې د قطر د پخواني پاچا شیخ حَمَد په نوم رامنځ ته شوه، چې له عربي ژبې او یا عربي ژبې ته د ژباړل شوو علمي اثارو او تالیفونو د ستاینې او ویاړنې په برخه کې فعالیت لري او د دوو مېلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د نړۍ تر ټولو لوړه جائزه بلل کېږي.

د (شیخ حَمَد) د ژباړې نړیواله جاېزه د هر میلادي کال په پای کې په لاندې دریو برخو کې غوره شوو ژباړو ته ورکول کېږي:

لومړی: د عربي او انگليسي سربېره د یوې بلې نړیوالې ژبې تر منځ ژباړې، چې د هرې ژبې لپاره دوه سوه زره امریکايي ډالر ځانگړي شوي دي. له دې سربېره د یادو غوره شوو دوو ژبو د ژباړو په برخه کې د پرمختگ او لاسته راوړونکو اشخاصو او ادارو لپاره، دوه سوه زره امریکایي ډالر ټاکل شوي دي.

همدا راز په کلنۍ توگه د عربي او پنځو غوره شوو ژبو تر منځ د ژباړو او ژباړونکو ادارو لپاره، یو میلیون ډالر جائزه غوره شوې ده، چې په روان 2020 کال کې د فارسي، کوریايي، هوساوي، سویډني، بنگالي تر څنگ پښتو ژبه هم دې جائزې ته غوره شوې وه.

Previous Post

امرالله صالح: د تېرې ورځې برید کې پنځوس کسه ټپیان او لس وژل شوي دي

Next Post

وکیلان رولا غني ته؛ شاهي نظام نه دی،خاوند دې ولسمشر دی ته صلاحیت نه لرې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
وکیلان رولا غني ته؛ شاهي نظام نه دی،خاوند دې ولسمشر دی ته صلاحیت نه لرې

وکیلان رولا غني ته؛ شاهي نظام نه دی،خاوند دې ولسمشر دی ته صلاحیت نه لرې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندهار؛ ښورابک ولسوالۍ کې د ۹۰ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې دي

کندهار؛ ښورابک ولسوالۍ کې د ۹۰ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې دي

نوومبر 17, 2025
اوپیک: د اومو تېلو د تولیدي اندازې کمښت ته دوام ورکوو

اوپیک: د اومو تېلو د تولیدي اندازې کمښت ته دوام ورکوو

جون 4, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ