په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې یو ځل بیا د پراخ فساد او حیف میل په اړه راپورونه خپاره شوي دي. تازه رسنیو ته په لاس ورغلو اسنادو کې راغلي چې په امریکا کې د افغانستان سفیره د سفارت له مالي سرچینو لوړ لګښتونه لري او د دغه سفارت لګښتونه تر کار او ګټو ډېر دي. رسنۍ وايي چې سفیره په ورځنۍ توګه ان تر ۱۷۰۰ ډالر ډېرې پیسې په دغه وزارت کې ګټي. د دې تر څنګ سرچینې وایي چې په دغه سفارت کې د سفیر کمزوری مدیریت او غیر مسلکیتوب د اندېښنې وړ دی چې باید حکومت یې په اړه اقدام وکړي.
تېر میلادي کال په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د یوه دیوال جوړولو کې پراخ فساد او د نه باور لګښتونه د دې سبب شول، چې په رسنیو کې په یاد سفارت کې د فساد په اړه ډېر راپورونه خپاره شي. هغه مهال په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت مسوولین په دې بریالي نه شول چې د خپلو لګښتونو په اړه رسنیو ته قانع کوونکی ځواب ووایي. د افغانستان د ملي شورا یو پلاوی هم د همدې راپورونو په تعقیب دغه سفارت ته ورغی، له کارونو یې کتنه وکړه او دا یې تایید کړه چې د دیوال په پروژه کې پراخ فساد شوی دی. د سفارت د دیوال پروژه هغه مهال خورا مشهوره شوه او په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو په مسخرو او ټوکو بدله شوه، خو افغان حکومت تر دې دمه هم په دې اړه خپل واضح دريځ نه دی لرلی.
اوس تازه په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې لوړ لګښتونه کېږي او داسې ادعا شوې چې سفیره رویا رحماني د سفارت له بودیجې او نورو مالي امکاناتو د شخصي کاروبار لپاره ګټه پورته کوي. سرچینه کاږي چې رویا رحماني د خپل کور ټول لګښت ان تر خپل شخصي لګښت او ارایش پورې ټول لګښتونه د سفارت له بودیجې اخلي او په دې حیف میل کې نور کسان هم ورسره شریک دي.
د سفارت د لوړو لګښتونو په اړه رسنیو ته په لاس ورغلو اسنادو کې راځي چې رویا رحماني هره میاشت تر اتو زرو ډېره تنخوا اخلي. د تاند په نامه یوې وېبپاڼې ته یوې سرچینې بیا ویلي چې رویا رحماني هره ورځ تر ۱۷۵۰ ډالره پورې په دې سفارت کې ګټي. سرچینه کاږي: ((په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني ته د میاشتې ۷ زره او ۸۹۸ امریکايي ډالره تنخوا، ۸ زره او ۵۰۰ ډالر د کور کرایه او ۳ زره او ۷۵ ډالره د کور خدمتګارې لپاره چې تر ډېره د سفیرې د لور سرپرستي کوي، ورکول کېږي)).
یوازې دا لګښتونه نه دي، دغه وېبپاڼې ته سرچینې دا هم ویلي چې سفیره په واشنګټن کې شاهانه ژوند لري او لګښتونه یې تر لسګونو زرو ډالرو اوړي. د سرچینې په خبره: ((۵ زره او۲۰۰ ډالره یې دوو تنو موټرچلوونکو، ۱۸۰۰ ډالر یې د کور باغبان، ۸۷۰ ډالره یې د لامبو د حوض د پاک ساتلو، ۲ زره او ۱۱۶ ډالره یې روغتیايي بېمې او یو زر او ۲۳۳ ډالره د دسترخوان لګښت چې د رسمي بلنو لپاره ترې ګټه واخلي، خو سفیره یې په نقدي ډول تر لاسه کوي. د سفیرې د کور، برېښنا، انټرنېټ، ټلیفون، خوراک، څښاک، لباس او آن د آرایش لګښتونه د سفارت له حسابونو څخه اجرا کېږي چې هره میاشت تر ۷ زرو ډالرو پورې رسېږي)).
د دې تر څنګ په واشنګټن کې د افغانستان سفارت له یوې کمپنۍ سره د اړیکو جوړولو لپاره یوه هوکړه لري چې بهرنیو چارو وزارت نه دی ترې خبر او سفارت دغه کمپنۍ ته باید د میاشتې شل زره ډالر ورکړي. سرچینه همدا راز وایي چې امریکا بیا دغه سفارت ته د اړیکو جوړولو لپاره هره میاشت ۶۰ زره ډالر ورکوي چې دا دې سفیرې او څو نورو شاوخوا کسانو تر منځ یې وېشل کېږي. په دغه راپور کې راځي چې پورتنیو ټولو لګښتونو ته په پام رویا رحماني هره میاشت ۵۲ زره او ۷۳۵ ډالره چې په ورځنۍ توګه ۱۷۵۰ ډالره کېږي، په دې سفارت کې تر لاسه کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې په دغه سفارت کې د پراخ فساد ادعا کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په دې اړه راپورونه خپاره شوي دي. بلخوا په دې حساسو شرایطو کې چې افغانستان له امریکا سره د باور او اړیکو جوړولو ته سخته اړتیا لري، داسې ادعا کېږي چې په دغه اداره کې مدیریت او پالیسي خورا کمزورې ده او دوی د دې جوګه نه دي چې په دې حساس وخت کې کارنده پالیسي ولري. سرچینو رسنیو ته ویلي: ((د سفیرې مسلکي ضعف او مدیریتي کمزورۍ په امریکا کې د افغانستان د پالیسۍ د ناکامۍ سبب شوې، حکومت ته پکار ده چې د نوموړې لپاره د دومره پراخو امتیازاتو پر کمښت اقدام وکړي)).











