چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان سوله؛ سیمه او د زبر ځواکونو مثلث

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 28, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
قطر کې مرکچي پلاوي؛لا هم د مذاکراتو په کړنلاره توافق ته نه دي رسېدلي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د روان کال د سپټمبر په ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان لوریو تر منځ د سولې او روغې جوړې پروسه رسماً پیل شوه. دا خبرې پس له ډېره ځنډه چې باید د مارچ په ۱۰مه پیل شوې وی، شپږ میاشتې وروسته پیل شوې. د دوحې بین الافغاني خبرې که په دریو برخو ووېشو، اوله برخه چې د خبرو د افتتاح برنامه وه، په کامیابۍ سرته ورسېده. دويم پړاو یې اوس پیل دی چې په کې د طرزالعمل پر مادو جنجالونه دي او درېیم پړاو یې له ټولو مشکل پړاو دی چې افغان لوري به په خپلو کې د خبرو پر اجنډا بحث کوي.

د سولې په روان بهیر کې یو بحث چې ډېر ژوندی دی، هغه د ګاونډیو هېوادونو او د افغانستان په قضیه کې ښکېل د دریو مهمو زبر ځواکونو (امریکا، چین، او روس) د رول بحث دی. دا ځکه چې په اوسني نړیوال جوړښت کې دا ممکنه نه ده چې یوه ملي پروسه، لکه سوله دې یوازې پر ملي روحیه او د ملت دننه د ښکېلو لوریو پر خوښه مخته ولاړه شي،‌ حقیقت دا دی چې د سیمې هېوادونه او د نړۍ زبر ځواکونه په ملي پروسو اثر لري او که وغواړي ملي پروسې تخریبولای او ټکنۍ کولی شي. اوس پر دې بحث کوو چې د افغانستان د سولې روانې پروسې په اړه د سیمې ګاوندي هیوادونه او د نړۍ زبر ځواکونه څه نیت لري.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

امریکا د سولې مهم طرف

د افغان سولې په اړه د امریکا داخلي بحثونو کې دوه مهم نظرونه موجود دي. یو نظر دا دی چې امریکا د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې ستراتیژیکې لاسته راوړنې نه لري او نه باید د امریکا د تاریخ په دې اوږده جګړه کې امریکا مالي او ځاني‌ تاوانونو ته تن ورکړي. دې نظر لرونکو اشخاصو کې داسې خلک هم شته چې هغوی د شوروي‌ له ماتې را وروسته له ټولو جګړو د امریکا راویستل غواړي. د امریکا مخ ته را ولاړې شوې نوې‌ نړیوالې ننګونې او د امریکا په عامه ذهنیت کې له دې بې نتیجې جګړو سوړ استقبال هم د دې لامل دی، چې امریکا باید نورې نړیوالې جګړې پای ته ورسوي. دا طبقه خلک پر دې نظر دي چې امریکا باید له افغانستانه د یو داسې تړون په نتیجه کې راووځي،‌ چې افغانستان نور د دوی ملي امنیت ته د خطر او ګواښ ځای نه اوسي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ‌ د دې خلکو په سر کې دی.

بل نظر دا دی چې امریکا باید په افغانستان کې جګړې ته ادامه ورکړي او نه باید له افغانستانه خپل نظامیان وباسي. دا نظر لرونکي افراد هغه وګړي دي چې فکر کوي که امریکا له افغانستان څخه ووځي، افغانستان به د داعش او همداسې نورو سخت دریځو ډلو مرکز وګرځي‌ او د امریکا ملي امنیت به یو ځل بیا له یو لوی خطر سره مخ شي. د دې ډلې مشران د امریکا هغه پخواني جنرالان دي‌ چې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر همداسې مواردو د اختلاف له امله له دندو ګوښه شوي دي. جنرال مک ماسټر، جان بولټن، جنرال میټس او جنرال فلن د دې ډلې له قوي فعالانو څخه دي.

د امریکا اوسنۍ تګلاره دا ده چې امریکا نوره د افغانستان له جګړې ستړې ده او نه غواړي چې دې جګړې ته دوام ورکړي.‌

چین او پاکستان

له امریکا وروسته دوه هېوادونه چې سولې ته ډېر لیواله دي او غواړي چې افغانستان کې سوله راشي، هغه پاکستان او چین دي. پاکستان د افغانستان په څلوېښت کلن ناورین کې ډېر څرګند رول لري او د افغانستان د ورانۍ او د جګړې د دوام اصلي عامل دی‌. په دې وروستیو کې د افغانستان په خاوره له بل کړي اور څخه پاکستان خپله ډېر لوی زیان ولید. په پاکستان کې د طالبانو د تحریک په نوم ډېرې استخباراتي کړۍ فعالې شوې او د پاکستان ملي امنیت یې له داخل څخه وګواښه. پاکستان پر دې پوه شو چې افغانستان کې ناامني نوره د دوی په ګټه نه ده او دا په لوی لاس د هغو خلکو پر لاس یو فرصت ورکول دي، چې غواړي د پاکستان ملي امنیت خراب کړي. چین همدا راز  د پاکستان له تېروتنو دا درس زده کړ چې که چېرته افغانستان کې جګړه وي، ممکنه ده چې نړیوال استخبارات او د چین نړیوال سیاسي رقیبان په یوغور کې مظلوم مسلمانان او د چین په داخل کې د کمونېست دولت مخالفینو ته د افغانستان له ناامنیو په استفادې لاسرسی پیدا کړي‌. چین له دې ننګونې ډېر په ډار دی او غواړي ژر تر ژره امریکا او د ناټو غړي هېوادونه له افغانستانه کډه وکړي. دا د دې سبب کیدلای شي چې چین په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي.

هند او ایران

هند او ایران د منطقې دوه هغه هېوادونه دي چې د افغانستان د سولې په قضیه کې منفي رول لري، ځکه د افغانستان په ارامۍ کې د دوی هېڅ ګټه نشته. د دې دواړو هیوادونو یو مشترک تاوان دا دی چې که چېرته د بین الافغاني سولې په نتیجه کې طالب لوری وسله کېږدي او سیاسي میدان ته داخل شي، داخلي سیاست کې به په طبعي ډول د پاکستان رول زیاتېږي. دا هغه څه دي چې نه پرې ایران او نه هم هند خوښ دی؛ ځکه ایران او هند په سیمه کې د پاکستان له مهمو رقیبانو څخه دي.

ایران د اقتصادي تاوان له امله هم په افغانستان کې د سولې طرفدار نه دی. افغانستان د ایران د صادراتو لپاره پر یو ښه مارکیټ سربېره، د هريرود او هلمند رود په اوبو تر زاهدانه د ایران ټول شرق خړوبوي. همدا راز که چېرته د سولې په نتیجه کې یو قوي مرکزي حکومت جوړ شو، د ایران د ګازو او تېلو مارکېټ له لوی خطر سره مخ کېږي. منځنۍ آسیا کولی شي چې خپل تېل او ګاز سوېلي اسیا ته د افغانستان له لارې صادر کړي.‌ هند او ایران شاید په ګډه په دې فکر کې وي چې څرنګه د سولې مخه ونیسي او روانه پروسه ټکنۍ کړي.

روسیه او منځنۍ اسیا

روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه په تاریخي لحاظ د افغانستان په قضایاوو کې دخیل پاتې شوي دي. روسیه په افغانستان کې د امریکا په شتون له ډېره وخته شکمنه ده. داسې راپورونه هم شته چې روسیې طالبانو ته د امریکایي پوځیانو د وژلو لپاره وسلې هم تقسیم کړې وې. له روسیې سره تړلي د افغانستان ګاونډي هېوادونه د داعش د پدیدې د راڅرګندېدلو پر مهال په دې ډار کې وو، چې ګواکې امریکا به داعش له کونړ او ننګرهار څخه د افغانستان شمالي ولایتونو ته انتقال کړي. دا پروژه د روس او منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت مسئله وه، له دې امله یې غوښتل چې څومره ژر کیدلای شي امریکا له افغانستانه خپل ټغر ټول کړي، هومره د دوی په ګټه دی.

د سولې له پروسې د سیمې او نړیوالو له ملاتړ داسې ښکاري چې په دوحه کې روانې خبرې به یوې نتیجې ته رسېږي؛ خو دا چې د خبرو په نتیجه کې رامنځ ته شوي حکومت سره به سیمه او نړیوال څنګه تګلاره خپلوي؛ له وخته مخکې بحث دی چې باید په خپل وخت وشي.

ليکنه: عبدالحی قانت

Previous Post

ولسمشر غني:هېڅ قوت د نظام ماهیت نه شي بدلولی

Next Post

په دوحه کې اختلافونه، لاملونه او ممکنه حللارې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
په دوحه کې د خبرو پڅ بهیر او د فشار اړتیا

په دوحه کې اختلافونه، لاملونه او ممکنه حللارې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پټریشا: پاکستان دې ملکیان په پوځي محکمو کې نه محاکمه کوي

پټریشا: پاکستان دې ملکیان په پوځي محکمو کې نه محاکمه کوي

جون 1, 2023
ایران: د طالبانو د نظام لپاره بهترینه نسخه دیني ولسواکي ده

ایران: د طالبانو د نظام لپاره بهترینه نسخه دیني ولسواکي ده

جنوري 3, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved