سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان سوله او د ښکېلو لورو تر منځ شته فاصلې

لیکنه: نورمدین بلخېل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
واما اداره: د سولې خبرو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه وي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دا دي هره ورځ په لسګونو امریکايي سرتیري له افغان خاورې وځي، داسې ویل کیږي چې د قطر د موافقې پر اساس چې د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې، د راتلونکو څو میاشتو په لړ کې به ټول امریکايي او نړیوال سرتیري له افغان خاورې بهر شي، خو په دې شرط چې طالبان له هغو ډلو سره چې امریکا ته ګواښ پېښوي، اړیکې پرې او هم له افغان خاورې څخه د دوی پر وړاندې د هر ډول حملې مخه ونیسي.

افغان دولت چې د قطر له موافقې څخه ناراضه دی، تر ډېره حده هڅه کوي چې سوله په خپله ګټه را وڅرخوي او یوازې دې ته منتظر دی چې طالبان به څنګه خپل جنګیالي د مظلومو جنګیالیو په څېر دوی ته تسلیم کړي او په دې توګه به طالبان له پښو وغورځوي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

طالبان فکر کوي چې د حکومت پرله پسې د اوربند غوښتنه هم د طالبانو د ضعیفولو لپاره یو پلان دی، کوم چې طالبان ورته تیار نه دي، ځکه چې په تېر کې طالبانو که د ښه نیت له مخې په اخترونو کې اوربندونه کړي، ځینې حکومت پلوه کسانو رسنیو ته ویل چې دا اوربند په اصل کې د پاکستان اوربند دی او طالبان په کې خاص دخالت نه لري، چې البته دې او دې ته ورته ادبیاتو طالبانو ته دا وښودل چې له افغان حکومت سره کوم ډول چلند غوره کړي، طالبان پر افغان حکومت او په خاص ډول پر اشرف غني او ټیم یې باور نه لري، دوی فکر کوي چې اشرف غني غواړي طالبان په داسې ډول په افغان حکومت کې مدغم کړي، لکه د تاجکستان اسلامي غورځنګ چې دوې نیمې لسیزې مخکې د تاجکستان په نظام کې ورګډ او وروسته بیخي ورک شو، یا لکه د سريلانکا تامل پړانګان چې د روغې او سولې له لارې د سریلانکا له دولت سره یو ځای شول چې دا په واقعیت کې سوله نه، بلکې د تاملیانو د غولولو لپاره یو پلان و، طالبان به خیال کوي چې افغان ولسمشر د یوه داسې فرصت په لټه کې دی.

طالبان پر افغان حکومت د صداقت باور نه لري، همدا اوس افغان حکومت طالبانو ته وړاندیز وکړ چې باید د سولې مذاکراتو وروستۍ مرحلې په افغان خاوره کې د ننه تر سره شي او خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او نظارت مخ ته یووړل شي، خو معلومه خبره ده چې طالبان به دا وړاندیز ونه مني، ځکه چې طالب په هیڅ رقم اوسنی افغان دولت د افغانانو استازی نه بولي، طالبان اشرف غني یو دروغجن، فریبکار او یو ډېر بې وسه، ضعیف او د پردیو اجیر بولي او ډېری وخت د غني خبرو او وړاندیزونو ته غبرګون هم نه ښیي؛ دا چې طالبان غني ته په لوړه سترګه نه ګوري، نو په مقابل کې حکومت هم د طالبانو هغه غوښتنې چې دوی یې د جمهوریت او اساسي قانون خلاف بولي، نه مني. طالبان پر افغان دولت د فشار لپاره له جنګه کار اخلي، طالبان فکر کوي که چېرې دوی اوربند وکړي، نو اشرف غني به هېڅکله له خپلې ارادې وا نه وړي او بیا به له ورخه اوبه تېرې وي، نو باید دوی جګړه وکړي، ځکه دوی انګیري چې امریکایان د جګړې له لارې سولې ته حاضر شول، نو افغان حکومت به هم ډېر ژر زموږ غوښتنې ومني.

اوس د بین الافغاني مذاکراتو پر اجنډا هم هوکړه وشوه او افغان دولت او طالبانو دواړو تایید کړه، داسې ښکارېده چې افغان دولت به هیڅکله د دوحې تړون د راتلونکو مذاکراتو او د حنفي فقه د پرېکړو د اساس په توګه ونه مني، خو اوس دغه ده هر څه چې طالبانو ویل ومنل شول او داسې ښکاري چې په راتلونکي نظام کې به قلف او کیلي د طالبانو په لاس کې وي، طالبانو د اوو زرو نورو طالب بندیانو د خلاصون خبره هم کړې کوم چې د افغان دولت د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ دا خبره د سولې په برنامه کې یو بې ګټې کار بللی دی، خو طالبان غواړي چې دا کار هم تر سره کړي کوم چې دغه احتمال به اشرف غني او د هغه ټیم ته د خطر زنګ وي، اشرف غني ډېر مقاومت کوي، زیات وخت د سرو کرښو پر ټاکلو تیروي، خو وروسته یې بیا سره کرښه په دوربین کې هم نه ښکاري، داسې معلومیږي چې د غني په سر باندې هم کومه بلا شته چې سرې کرښې یې په شنو بدلوي.

اشرف غني ډېره هیله د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ته وه چې حتماً به د کامیابۍ په صورت کې د ټرمپ په نسبت ۱۸۰ درجې تغیر وکړي، خو دغه ده اوس بایډن جمهور رییس اعلان شو، مګر بایډن تر اوسه د افغان سولې په اړه نوي څرګندونې نه دي کړي او د دې احتمال زیات دی چې بایډن به د مذاکراتو په لړ کې د ټرمپ دریځ ونیسي چې دا به د اشرف غني لپاره بد حال وي، اشرف غني او ملګرو یې له مخکې مخکې د بایډن د تحریک په خاطر د طالبانو او امریکایانو د تړون مواد بې ارزښته یاد کړي، کوم چې تر اوسه بایډن پرې غوږ هم نه دی ګرولی.

د اشرف غني مقاومت ځکه له ماتې سره مخ کیږي چې په خپله حکومت کې هم خلک په ځانګړي ډول ډاکټر عبدالله عبدالله د اشرف غني له زیاتو مواردو سره جوړ نه دی، کله کله داسې هم پېښېږي چې کله غني په یوه خبره شله او کلک شي، نو په قطر کې د افغان دولت په مذاکراتي هیئت کې د ښاغلي عبدالله کسان وایي که چېرته غني د سولې د خبرو په مخکې خنډ شي، نو دوی به په خپل تفکر کار مخ ته بوځي، چې بیا به اشرف غني ته هيڅ ځای پاتې نه وي.

طالبان په سوله پسې را وتي دي، خو افغان دولت فکر کوي چې د طالبانو د خولې سوله د افغانانو په زیان ده، ځکه طالبان هماغه طالبان دي کوم چې له نن نه شل کاله مخکې په افغانستان حاکمان وو، دوی وایي، د طالبانو په وخت کې افغانستان یو ناکام هیواد و، هيڅ یې نه درلودل، وطن په یوه تیاره حالت کې و، خلک بېسواده وو، وګړو په نیستۍ او ذلت کې ژوند کاوه، طالبانو پرمختګ او ابادۍ ته ارزښت نه ورکاوه، د نورې نړۍ خلکو ور څخه کرکه لرله، د سیاسي ګوندونو فعالیت په صفر کې ضرب و، افغان دولت سوچ کوي چې که چېرې طالبان یو ځل بیا په دې خاوره واکمن کيږي، نو هر څه به په اوبو لاهو کړي، د بیان، ښځو او ځوانانو ازادۍ او نور ټولنیز او سیاسي ارزښتونه به له خاورو سره برابر کړي، ښځې به په کورونو کې زنداني کړي، په رسنیو او سیاسي احزابو به بندیزونه ولګوي، افغان دولت فکر کوي چې طالبان د دین له ادرسه هر څه ته د خپل ځان له نظره ګوري، د خلکو په لباسونو، ویښتانو، شخصي کاروبار، موسیقۍ او نورو مواردو کې د ولس ذهنیت ته په احترام قایل نه دي، عادي خبرې جدي نیسي، خلکو ته یوازې د دین او مذهب له نظره هر څه وړاندې کوي، چې دا ټول هر څه افغان ولس نه غواړي.

طالبان د حکومت اندېښنو ته واضح ځواب نه وايي، حکومت هم په دې هیله غوږونه تیار نیولي دي چې طالبان د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو په اړه څه وايي، ځینې وخت طالبان فقط دومره ووايي چې په نورو اسلامي هیوادونو کې چې کوم حقونه انسانانو ته ورکول کیږي، موږ هم ورته حاضر یو چې ور یې کړو، خو مګر تر اوسه طالبان د بشر حقوقو په اړه قاطع خبره نه کوي، ځکه داسې معلومیږي چې طالبان په افغانستان کې د غرب تر سیوري لاندې تطبیق شوي انساني حقونه د معاصر الحاد یوه برخه ګڼي.

د سولې په مورد باید دومره زیاته کړو چې افغان حکومت او طالبان دواړه د سولې لپاره ځان ته چوکاټ او محتوا لري، چې دواړه لوري له یو او بل څخه زیات فاصله لري کوم چې د اختلاف اصلي محورونه دي؛ خو هغه څه چې افغانان غواړي هغه دا چې ولس سوله غواړي، باید افغان دولت په دې برخه ستر نرمښت وښیي، له خپلو ځینو غوښتنو تېر شي، هر نرمښت او تمایل د سره کرښه نه ټاکي چې سبا ته یې سره کرښه په شنه اوښتې وي، د جنګ ادبیات باید ونه کاروي، ځکه په دې سره فاصلې پیدا کیږي او د سولې بهیر ته زیان اړوي، طالبان باید په خپله هر غوښتنه ټینګ ونه دریږي، دوی باید له نورو افغانانو سره یو ځای د خپل وطن د ابادۍ لپاره کار وکړي، طالبان باید د ښځو د تعلیم، کاروبار، په ټولنه او سیاست کې د هغوی مقام او برخه په نظر کې وساتي، رسنۍ باید د اصولو په رڼا کې ازاد او خلاص لاس ولري، له رسنیو څخه کنځل، تخریب، د ملي ترمینالوژۍ خلاف هر ډول پردي اصطلاحي او غیرفرهنګي توکي باید وایستل شي، طالبان باید د سني او شیعه تر منځ د لا وحدت او یووالي سبب شي، د مختلفو ملیتونو تر منځ توازن چې په دا تېرو شلو کلونو کې حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې، مراعت کړي، په کابل کې د یو څو تنو یا د یوې کوچنۍ ډلې واکمني او بدمعاشي باید ختمه شي، څو خلک په ارام زړه ساه واخلي، په دې هر څوک پوهیږي چې د اسلامي نظام لپاره څلورنیمې لسیزې جګړه شوې، په دې خاوره کې ټول خلک اسلامي نظام غواړي، فقط یو څو د ګوتو په شمار پرديپالي دي چې د سولې په مخکې خنډ دي چې د جنګ په ختمېدو او د سولې په راتلو به د دوی ټغر هم ټول شي.

Previous Post

چین د افغان جلغوزیو لپاره ستر او غوره بازار دی

Next Post

کرنې ریاست: روان کال د تخار د شاتو حاصلات ۸۰ ټنو ته رسېدلي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
کرنې ریاست: روان کال د تخار د شاتو حاصلات ۸۰ ټنو ته رسېدلي دي

کرنې ریاست: روان کال د تخار د شاتو حاصلات ۸۰ ټنو ته رسېدلي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

« شي جين پينګ او محصلين» دوهمه ټولګه چاپ شوه

مې 3, 2024
پر تحصیلي نصاب د بیا کتنې چارې ۷۰ سلنې مخته تللي

پر تحصیلي نصاب د بیا کتنې چارې ۷۰ سلنې مخته تللي

دسمبر 4, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved