چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

افغان شنونکي جاوید: امنيت شورا دې له ترهګريزو ډلو څخه د ملاتړ له امله امريکا په تورليست کې واچوي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 26, 2022
in نړیوال خبرونه
0
افغان شنونکي جاوید: امنيت شورا دې له ترهګريزو ډلو څخه د ملاتړ له امله امريکا په تورليست کې واچوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په دې وروستيو ورځو کې د روسيې د بهرنيو استخباراتو ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې امريکا د روان کال په اپرېل میاشت کې د داعش ډلې شپېته تنه غړي خوشي کړي او په امريکایي پوځي اډې کې تر روزل کېدو وروسته يې د اوکراين جنګي ميدان ته ليږلي دي. له اوږدې مودې راهيسې امريکا تل د نړيوالو پر وړاندې ادعا کړې چې له داعش ډلې سره يې مبارزه کړې ده. خو حقيقت دا دی چې دغه هېواد له ترهګريزو ډلو سره پټه همکارۍ کړې او کوي يې. د چين د ميډيا ګروپ خبريالې په دې اړه له افغان سياسي شنونکي جاويد سره مرکه کړې. هغه وايې چې امريکا غواړي چې په نړۍ کې له ترهګريزو ډلو څخه د ملاتړ له لارې پر نړۍ حاکميت وکړي او خپلو ناوړو اهدافو ته ځان ورسوي.

دا حقيقت دی چې امريکا په تېرو څو لسيزو کې د تندلارۍ او ترهګرۍ له ډلو سره همکارۍ کړي دي. په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته امريکا تر خپلې وسې پورې د تش په نوم له جهادي ډلو څخه ملاتړ کړی او هغوي ته يې وسلې او ان د ټانک ضد توغندي برابر کړي وې. په دې جمله کې د القاعدې سازمان په شان ترهګريزې ډلې هم شاملې وې.اوس دغه هېواد بيا په فعاله توګه د اې اس اې اس په شمول د ترهګریزو ډلو غړي ګمارلي دي چې د اوکراين په جګړه کې ګډون وکړي. د ښاغلي جاويد په اند دا د سيمې د هېوادونو په کورني امنيت کې لاسوهنه ده. هغه وويل، امريکا غواړي د خپلو اقتصادي، سياسي او نظامي هدفونو د تر لاسه کولو لپاره په سيمه کې د هېوادونو ترمنځ د جګړې اور تازه وساتي، نو په همدې اساس يې تازه د اوکراين او روسيې ترمنځ روانې جګړې ته د”اې اس اې اس “ترهګريزه ډله ګمارلې ده. امريکا غواړي چې له دې ډول ترهګريزو ډلو څخه د ملاتړ له لارې د جګړې د ساتلو او د سيمې د بې ثباتۍ هدف ته ځان ورسوي او په نړۍ کې بادارۍ او خپل جيوپولټيکې ګټې ولټوي.

امريکا په سيمه او نړۍ کې  خپلو يادو شومو اهدافو  ته د رسېدو لپاره له ترهګريزو ډلو څخه ملاتړ کړی او کوي يې.  هغې نه يوازې په  منځني ختيځ کې بلکې په افغانستان کې  د داعش ډلې په شمول له ترهګريزو ډلو سره هم همکارۍ کړې او کوي يې. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا ويلې چې امريکا په افغانستان کې د هغو الوتکو په وسيله چې د امریکا پوځ نښه نه لري، د ټپيانو د ليږلو لپاره له داعش ډلې سره مرسته وکړه. په دې اړه ښاغلي جاويد وويل چې امریکا زمونږ په هېواد کې داعش ډلې ته د بېلا بېلو لارو خپلې مرستې رسولې دي. زه د ثبوت لپاره ځيني مثالونه وړاندې کوم. لومړی: څه موده وړاندې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې له داعش ډلې څخه د ملاتړ لپاره په شپه کې د امريکايي بې نښانه الوتکو په وسيله د ډالرو او خوارکي موادو بستې اچولې وي. دغه راز دوه مياشتې وړاندې  دوی د لوګر ولايت په ازره ولسوالۍ کې هم همدغه کړنې کړې وې. سربېره پردې امريکا د افغانستان په شمالي ولايتونو تخار، کندوز او مزارشريف کې د داعش حضور ته زمينه سازي وکړه. دا چې د افغانستان د سرپرست حکومت په راتګ سره زمونږ په هېواد کې يو څه نسبي امنيت راغلی، خو ځيني وخت د هېواد په شمال او جنوب کې لاهم کله نا کله ترهګريز بريدونه شوي چې تر شا يې امريکا لاس لري او له دې لارې غواړي افغانان خپلمنځي نفاق ته وهڅوي.

امريکا غواړي له دغو ترهګريزو ډلو او ګروپونو څخه د ملاتړ له لارې په نړۍ کې خپل سياسي، نظامي او اقتصادي حاکميت وچلوي او د دغو ګروپونو په ملاتړ په نړۍ کې شته زېرمي، انرژۍ او کانونه چې د دوی په اقتصادي تقويه کې مهم رول لري، په دې ډول تر لاسه کړي. خو د دوی کړنو د افغانستان په شمول ډېرو هېوادونو ته زيانونه اړولي دي. په دې هکله جاويد داسې وويل، امريکا د دغو ترهګريزو ډلو د ملاتړ له وجې افغانان له دايمي سوکالې، ابادۍ او اقتصادي خودکفايې څخه لېری ساتلی او افغانان يې په تعليمي، سیاسي، نظامي او اقتصادي لحاظه شا ته پرېښودل. افغان ولسونه د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا غږ کوي چې د ترهګيزو ډلو څخه د ملاتړ له امله امريکا په تورليست کې واچوي.

Previous Post

امریکايي استازي: فکر نه کوو چې امریکا به بیا افغانستان ته ور وګرځي

Next Post

تاجکستان کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه نن پیلیږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
تاجکستان کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه نن پیلیږي

تاجکستان کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه نن پیلیږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لي‌ چيانګ د اسیان، چین، جاپان او کوریا جمهوریت د مشرانو په ۲۸مه غونډه کې ګډون وکړ

لي‌ چيانګ د اسیان، چین، جاپان او کوریا جمهوریت د مشرانو په ۲۸مه غونډه کې ګډون وکړ

اکتوبر 28, 2025
لوګر کې ۱۲۶ تنه له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

لوګر کې ۱۲۶ تنه له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

اگست 10, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ