چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان ورزشي خبریال: ورزش پوله نه لري، په چين کې د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره ډېره تمه لري

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 30, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان ورزشي خبریال: ورزش پوله نه لري، په چين کې د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره ډېره تمه لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

افغان ورزشي خبریال: ورزش پوله نه لري، په چين کې د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره ډېره تمه لري

د واورو لوبې د نړۍ په ډېرو هېوادونو او سيمو کې مروجې دي. د افغانستان په مرکزي او شمالي ولایتونو کې د ژمي په موسم کې ډيره واوره وریږی او ډير ځوانان په کې د واورو لوبې کوي. په دې وروستيو کلونو کې په چين کې د واورو لوبو هم پرمختګ کړی دی. د بېجينګ د اولمپيک د سپورټي لوبو په رارسيدو سره دغو لوبو ته د خلکو پاملرنه مخ په زياتېدو ده. په دې اړه د چين د ميډيا ګروپ خبريالې له افغان ورزشي خبریال سيد عمر سهار سره مرکه وکړه. هغه د مرکې په ترڅ کې وويل چې افغان لوبغاړي د بېجینګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره ډېره تمه لري. د ده په اند ورزش پوله نه لري، نو هیڅکله او هیڅوک باید دا کوښښ ونکړي، چې لوبې دې له سیاست سره ګډې او د بېجينګ د اولمپيک سپورټي لوبو ته سياسي رنګ  ورکړي.

رښتيا ده چې تر ډيره حده د افغانستان د کابل او باميان په شمول هغو ولایتونو کې د واورو لوبې مشهوري دي، چې واوري په کې ډېر وريږي. په يادو ولایتونو کې په سلګونو ځوانان د سکی، سنوبورډینګ او رګبي لوبې کوي. سيد عمر سهار صيب چې د سنوبورډ په لوبو کې ښه مهارت لري، په چين کې د ژمنيو لوبو لپاره ډېره تمه لري. هغه وويل چې یوازې زه نه، بلکې زیات شمیر افغان لوبغاړي غواړي چې په هغو لوبو کې برخه واخلي،خو په وروستيو کې په خپل هېواد کې د سياسي بدلون له کبله نه شو کولای چې بېجينګ ته سفر وکړو. په بیجینګ کې کیدونکې راتلونکې د المپیک ژمنۍ لوبې به ډيرې په زړه پورې وي، ځکه کڼ شمېر لوبغاړي به په کې برخه اخلي او د لوبغاړو د پرمختګ لپاره به ښه زمینه سازي وکړي. مونږ هیله مند یو، چې د کرونا وبا پر وړاندې دغه لوبي او د چین د حکومت هڅې بریالي شي.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې به ژر پيل شي، خو د ځينو هېوادونو سياستوال پوره هڅې کوي، چې یادو لوبو ته سياسي رنګ ورکړي او له دې لارې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې پر چين تورونه ولګوي او د بېجينګ  د اولمپيک ژمنيو لوبو مخه ونيسي. په دې هکله سهار صيب ويلي چې سیاست له لوبو او لوبې له سیاست څخه ډير لري دي، نو هېڅوک نه شي کولای چې ورزش له سياست سره ګډه کړي، ځکه سپورټي لوبې پوله نه لري او هر وخت او هر کله چې ورزش له سیاست سره ګډ شوی، ورزش په کې ښکار شوی دی. هيله لرو چې د کرونا وبا په وړاندې د چین د حکومت روانې هڅې بریالي شي. تر اوسه چې څومره هڅه شوې، زما په نظر مسؤولین یې ښه روان دي، مونږ هم هیله لرو، چې تر راتلونکو لوبو روان وضیعت لاپسې ښه کنټرول شي.

د ده په اند ژمنۍ لوبې داسې دي چې د رخصتیو په ورځو کې په کې لوبغاړي ځانونه مصروفوي، د هیوادوالو لپاره د سرګرمۍ ښه زمینه برابروي او د اړوندو ادارو اقتصادي حالت هم له فلج کیدلو ژغورلای شي. هغه وويل چې دغه لوبي د ډیرو هیوادونو لپاره د اقتصادي پیاوړتیا یوه ښه منبع ګرځیدلې، د هیوادونو ترمنځ یې اړیکې پراخې کړي، د لوبغاړو پر ژوند یې مثبت اغیز کړی دی. مونږ غواړو چې نه يوازې له چين سره بلکې له ټولو هېوادونو سره د ورزش په شمول ټولو برخو کې ښې اړيکې ټينګې کړو، یقیناً چې د ورزش په برخه کې ښې اړیکې د چین ـ افغانستان ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو ښه اغیز لرلای شي. نو هيله من یو چې په سپورټي چارو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادلې او تګ راتګ زيات شي او د دوه اړخيزو د اړيکو د ټينګېدو لپاره لاهم ښه رول ولوبول شي.

د مرکې په پای کې هغه هم د راتلونکو ژمنيو لوبو په هکله خپل پيغام وړاندې کړ او هيله يې وښودله چې دغه لوبې به په برياليتوب سره تر سره شي او د اولمپيک روحيه په ګرده نړۍ کې خپره شي.

Previous Post

م.م: د حوثي یاغیانو په لیکو کې ۲ زره ماشومان وژل شوي

Next Post

روانه میاشت؛ یوازې بلوچستان کې ۱۳ پاکستاني عسکر وژل شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
روانه میاشت؛ یوازې بلوچستان کې ۱۳ پاکستاني عسکر وژل شوي

روانه میاشت؛ یوازې بلوچستان کې ۱۳ پاکستاني عسکر وژل شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

مارچ 1, 2021
د امریکا په هاوایي ایالت کې د اورلګېدنې له امله ۶۷ کسان مړه شوي

د امریکا په هاوایي ایالت کې د اورلګېدنې له امله ۶۷ کسان مړه شوي

اگست 12, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ