چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان ليکوال او ژور نالېست هلال اوبندوال: هيله ده چې په نوي کال کې د چين خلک او مشرتابه له افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 13, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان ليکوال او ژور نالېست هلال اوبندوال: هيله ده چې په نوي کال کې د چين خلک او مشرتابه له افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د نوي کال په مناسبت یوه مهمه وینا وکړه او پکې يې د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د نړيوالو ستونزو د لېرې کولو، له نورو هېوادونو سره د مرستو، همکاريو او د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو سپورټي لوبو په شمول د ځينو نورو موضوعاتو څخه يادونه وکړه.د بهرنيو هېوادونو ګڼ شمېر عالمانو او کارپوهانو د ده د خبرو ستاينه کړې او دغه خبرې يې د تود هرکلي سره مخ شوي دي. د يادې وينا په هکله افغان ليکوال هلال اوبندوال په دې تړاو د چين د ميډيا ګروپ له خبريالې سره مرکه کړې او ويې ويل چې د چين د نامتو مشر(شي جين پينګ) تر رهبرۍ لاندې د پرمختللو او مترقي هېوادونو په لړ کې راوستلو لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړي او ډېرې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې دي. که چين په نوي کال کې له افغانانو سره د مرستو لړۍ ته ادامه ورکړي، دا به د افغانستان او سيمې لپاره ګټوره وي.

دا حقيقت دی، چې افغانستان له څلوېښتو کلونو راهيسې له ډېرو ستونزو او کړکيچونو سره لاس او ګريوان دی. واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې پنځه مياشتې تېرې شوي دي. که څه هم اوس په دې هېواد کې امن راغلی، خو پر افغانستان د امريکا د پولي بنديزونو له کبله افغانان لاهم له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او زياتره يې د بې وزلۍ په حال کې ژوند کوي. رښتيا ده چې د بې وزلۍ له منځه وړل د ډېرو هېوادونو پر وړاندې ګډه مسئله ده. چین په ۲۰۲۰ کال کې له مطلق غربت څخه وتلی او په دې برخه کې ډېرې ګټورې تجربې لري، نو توانيدلی شي چې په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره مرسته وکړي اوخپلې تجربې ورسره شريکې کړي. په دې اړه ښاغلي هلال وويل، چې چين په نړۍ کې يو داسې هېواد دی چې د بې وزلو هېوادونو د اقتصادي بنسټ د پياوړتيا لپاره يې اوچت ګامونه اخيستي، همدارنګه د بې وزلو هېوادونو د پرمختګ او مترقي هېوادونو په لړ کې راوستلو لپاره يې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي. اوس افغانستان له يوې خوا د کرونا له وبا سره مخ شوی او له بلې خوا د امريکا له خوا د پيل شوو جګړو له امله څو مليونه وګړي د لوږې او قحطۍ سره لاس او ګريوان دي. افغانان په جګړو کې ډېر زيانمن شوي او تعليمي سطحه يې هم ښکته شوې ده، چې حتی په کلیو او بانډو کې د ښوونې او روزنې ډيوه مړه شوې ده. که په داسې ناوړه حالاتو کې چين  له افغان ملت سره مرسته وکړي، نو دا به د افغانانو په تاريخ کې نه هيرېدونکی لاسنيوی او مرسته وي او په دې سره به د افغانانو او چيني ولسونو ترمنځ د دوستۍ اړيکې  نورې هم ټينګې شي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

نوی کال پيل شوی، ښاغلي هلال باور وښود چې په نوي کال کې که دواړه هېوادونه خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او چين په ځينو مهمو برخو کې له افغانستان سره مرستې او پانګه اچونه زياته کړي، نو اوسنۍ اقتصادي ستونزې به لېرې شي او دوه اړخيزې اړيکې به هم نوي پړاو ته داخلې شي. هغه وويل چې په نوي کال کې د کار او زراعت پروسه پيل شوې، نو زما په اند که چین له افغانستان سره په دوو برخو کې مرسته وکړي، دا به ډېر ګټور وي. لومړی دا چې افغانستان يو زراعتي هېواد دی، خو په تېرو څو لسيزو کې د امریکا له خوا د پيل شوې جګړې له امله ۹۰ سلنه زراعت زيانمن شوی، نو که چين په دې برخه کې زمونږ له هېواد سره مرسته وکړي، دا به ډېره ګتوره تمامه شي. دويم دا چې افغانستان ډېر زيات معادن لري، که چېرې چيني شرکتونه د کانونو د راويستنې په برخه کې پانګه اچونه وکړي، دا به افغانانو ته د کار زمينه برابره کړي، ځکه چې اوس په افغانستان کې ۹۰ سلنه خلک له بې کارۍ سره مخ دي، نو په دې برخه کې به د بهرنیو هېوادونو په تېره بيا د چين پانګونې زمونږ د هېواد لپاره ډېرې مهمې وي. افغانستان د نورو هېوادونو مرستو او پانګونې ته اړتيا لري.

رښتیا ده چې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران پر وړاندې په تېرو څو مياشتو کې چين تل د خپل توان په اندازه له افغانستان سره مرستې کړي او په راتلونکې کې به خامخا خپلې مرستې زياتې کړي. ښاغلي هلال په دې هکله ويلي، چې د چین له ملت او په ځانګړي ډول د چين له کمونېست ګوند څخه د زړه له کومې مننه کوم، چې په ستونزمنو حالاتو کې له افغان وګړو سره مرسته او لاسنیوی کوي. افغانان د چين لازياتو مرستو ته سترګې په لاره دي او هيله ده، چې د چين خلک او مشرتابه به يې په دوامداره توګه د دوست او ښه ګاونډي په توګه له افغانستان سره د مرستې لاس وروغځوي تر څو مو هيواد له ستونزو څخه را ووځي.

Previous Post

د روغتیا نړیواله اداره: د اومیکرون د پراختیا مخنیوی په کار دی

Next Post

برېښنا شرکت: د وارداتي برېښنا جریان بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
برېښنا شرکت: د وارداتي برېښنا جریان بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی

برېښنا شرکت: د وارداتي برېښنا جریان بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

يونيسف: د پوليو د محوې لپاره کور په کور واکسينو ته اړتيا ده

يونيسف: د پوليو د محوې لپاره کور په کور واکسينو ته اړتيا ده

نوومبر 20, 2022
هېواد کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی

هېواد کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی

جولای 13, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved