چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان محصل: خلک باور لري، ملت هيله لري او هېواد قوت لري

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 21, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان محصل: خلک باور لري، ملت هيله لري او هېواد قوت لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

ډېری افغان ځوانان په چين کې زده کړې کوي، چې د دوی له جملې یو هم محمد حسن مخدوم زاده دی.محمد حسن مخدوم زاده د چين ان هوې ولايت د هه فې ښار صنعتي چارو پوهنتون محصل دی او دا یې اووم کال دی، چې په چين کې زده کړې او ژوند کوي. نوموړي څه موده مخکې د شانګهای د بهرنيو چارو مجله کې (د هېواد د حکومتوالي په اړه د شي جين پينګ نظريې) په نوم یوه مقاله لوستلې او وروسته يې خپل احساسات په يوې لېکنې(خلک باور لري، ملت هيله لري او هېواد قوت لري) کې ځای کړي دي. حسن د چين مېډيا ګروپ د پښتو څانګې خبريالې سره مرکه کړې ده. نوموړی وايي، چې چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ او تر خاصې لارښوونې لاندې ډېر پرمختګ کړی او د خلکو ژوند يې ښه او نیکمرغه شوی دی.

حسن په چين کې د خلکو ژوند له نژدې ليدلی او ليوالتيا يې ښودلې، چې د دغه هېواد د پرمختګ د لارو چارو په هکله معلومات تر لاسه کړي. هغه په لومړي ځل د شي جين پينګ په اړه يو کتاب (د شي جين پينګ اوه کلن کليوال ژوند) ولوسته او پوی شو، چې شي جين پينګ هم کليوالي ژوند کړی او د خلکو لپاره يې په زړه پورې خدمتونه ترسره کړي دي.

حسن په دې اند دی، چې شي جين پينګ په کلي کې ژوند او کار کړی او د کليوالو او بزګرانو ستونزې او مشکلات درک کولی شي

ډېری افغان ځوانان په چين کې زده کړې کوي، چې د دوی له جملې یو هم محمد حسن مخدوم زاده دی.محمد حسن مخدوم زاده د چين ان هوې ولايت د هه فې ښار صنعتي چارو پوهنتون محصل دی او دا یې اووم کال دی، چې په چين کې زده کړې او ژوند کوي. نوموړي څه موده مخکې د شانګهای د بهرنيو چارو مجله کې (د هېواد د حکومتوالي په اړه د شي جين پينګ نظريې) په نوم یوه مقاله لوستلې او وروسته يې خپل احساسات په يوې لېکنې(خلک باور لري، ملت هيله لري او هېواد قوت لري) کې ځای کړي دي. حسن د چين مېډيا ګروپ د پښتو څانګې خبريالې سره مرکه کړې ده. نوموړی وايي، چې چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ او تر خاصې لارښوونې لاندې ډېر پرمختګ کړی او د خلکو ژوند يې ښه او نیکمرغه شوی دی.

حسن په چين کې د خلکو ژوند له نژدې ليدلی او ليوالتيا يې ښودلې، چې د دغه هېواد د پرمختګ د لارو چارو په هکله معلومات تر لاسه کړي. هغه په لومړي ځل د شي جين پينګ په اړه يو کتاب (د شي جين پينګ اوه کلن کليوال ژوند) ولوسته او پوی شو، چې شي جين پينګ هم کليوالي ژوند کړی او د خلکو لپاره يې په زړه پورې خدمتونه ترسره کړي دي.

حسن په دې اند دی، چې شي جين پينګ په کلي کې ژوند او کار کړی او د کليوالو او بزګرانو ستونزې او مشکلات درک کولی شي، نو ځکه يې د کليوالو سيمو لپاره ډېر زيات ګټوNo description available.ر

کارونه تر سره کړي دي. ګڼ افغانان هم په کليوالو سيمو کې اوسي او د کليو پرمختګ د افغانستان لپاره حیاتي او ډېر مهم دی. حسن وايي، چې افغانان کولی شي، چې د چين د حکومت له تجربو ګټې واخلي او اوس هڅې کوي، چې د کليو د ادارې په اړه د شي جين پينګ نظریې راغونډې کړي او په دې اړه ډېر کتابونه ولولي.

 نوموړي د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې ( دهېواد د حکومتوالي په اړه د شي جين پينګ نظريې) په نوم کتاب ولوسته. حسن د دغه کتاب د لوستلو په بهير کې د چين د تاريخ په اړه ډېر مالومات ترلاسه کړي او د چين کمونېست ګوند له پرمختګ سره يې ليوالتيا ډېره شوې ده.

نوموړی وايي، چې شي جين پينګ د چينايانو د نيکمرغه ژوند لپاره پلانونه جوړ کړي او ډېر ښه کارونه يې تر سره کړي دي. برسیره پر دې چين د نړيوالو د نيکمرغه ژوند لپاره هم ګټور پلانونه جوړ کړي دي. د ساري په توګه يې د يو کمربند او يوې لارې پلان یادولی شو او دغه پلان د زياتو هېوادونو اقتصاد په خوځښت راوستلی دی.

حسن وايي، چې هغه د چين په پوهنتون کې يو افغان محصل دی او دا یې درک کړې، چې د يو کمربند او يوې لارې پلان د افغانستان د پرمختګ لپاره څومره ستر اهميت لري او هيلمن دی، چې هيواد یې د دغه پلان له لارې د پرمختګ فرصت ومومي. حسن د شي جين پينګ ډېرې ويناوې اوریدلي او هغه ته يې ډېرې ژورې خاطرې وربښلې دي.

په چين کې د کمونېست ګوند او ولسونو تر منځ اړيکې څنګه دي؟

حسن د دې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هغه د شي جين پينګ د نظريو په اړه يوې ليکنې کې ليکلي، چې شي جين پينګ په خپلو ويناوو کې هميشه د چين د کمونېست ګوند او ولس پر اړيکو ټينګار کوي او وايي، چې د ګوند غړي بايد له خلکو څخه نظريې واخلي او د دوی لپاره باید خدمتونه وکړي او همدا د دغه ګوند اصلي او بنسټيزه کاري نقشه ده. د حسن په اند، د شي جين پينګ خبرې حقیقت لري، ځکه د چين کمونېست ګوند قوت د خلکو  په باور رامنځته شوی او له خلکو سره ټينګې او نیغې اړيکې لري.

نوموړی د شي جين پينګ له دغې خبرې سره ډېره همغږي لري، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړول د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ګډون ته اړتيا لري. شي جين پينګ وايي، چې موږ بايد د مختلفو قومونو او ځايونو د خلکو ګډې نظريې راغونډې کړو او بېلا بېلو فرهنګونو او عقيدو ته باید درناوی وکړو او په ګډه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو.

حسن د مرکې په پای کې وويل، چې (د هېواد د حکومتوالي په اړه د شي جين پينګ نظريې) په نوم کتاب له لوستلو وروسته یې (په شيا من ښار کې د شي جين پينګ د ژوند) په نوم يو بل کتاب هم لوستلی دی. نوموړی وايي، چې هغه د داسې کتابونو د لوستلو علاقه لري او غواړي، له کتابونو څخه ګټورې تجربې او پوهه ترلاسه کړي، ځکه د هغه په وينا د شي جين پينګ د ژوند، کار او د ډيموکراتيکې نظريې او د زحمتونو د روحيې په هکله معلومات د ده د راتلونکي ژوند او کار لپاره ډېر ګټور دي.

نوموړی هیله مندي ښيي، چې په راتلونکي کې د خپل وطن په ډيپلوماتيکو چارو کې برخه ولري او د هيواد د پرمختګ اوږده لاره کې د چين ښې تجربې وکاروي او ګټه ترې پورته کړي. افغانستان به هم د اوسني چين په شان له هوساينې او سمسورتيا ډک وي.

نو ځکه يې د کليوالو سيمو لپاره ډېر زيات ګټور کارونه تر سره کړي دي. ګڼ افغانان هم په کليوالو سيمو کې اوسي او د کليو پرمختګ د افغانستان لپاره حیاتي او ډېر مهم دی. حسن وايي، چې افغانان کولی شي، چې د چين د حکومت له تجربو ګټې واخلي او اوس هڅې کوي، چې د کليو د ادارې په اړه د شي جين پينګ نظریې راغونډې کړي او په دې اړه ډېر کتابونه ولولي.

 نوموړي د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې ( دهېواد د حکومتوالي په اړه د شي جين پينګ نظريې) په نوم کتاب ولوسته. حسن د دغه کتاب د لوستلو په بهير کې د چين د تاريخ په اړه ډېر مالومات ترلاسه کړي او د چين کمونېست ګوند له پرمختګ سره يې ليوالتيا ډېره شوې ده.

نوموړی وايي، چې شي جين پينګ د چينايانو د نيکمرغه ژوند لپاره پلانونه جوړ کړي او ډېر ښه کارونه يې تر سره کړي دي. برسیره پر دې چين د نړيوالو د نيکمرغه ژوند لپاره هم ګټور پلانونه جوړ کړي دي. د ساري په توګه يې د يو کمربند او يوې لارې پلان یادولی شو او دغه پلان د زياتو هېوادونو اقتصاد په خوځښت راوستلی دی.

حسن وايي، چې هغه د چين په پوهنتون کې يو افغان محصل دی او دا یې درک کړې، چې د يو کمربند او يوې لارې پلان د افغانستان د پرمختګ لپاره څومره ستر اهميت لري او هيلمن دی، چې هيواد یې د دغه پلان له لارې د پرمختګ فرصت ومومي. حسن د شي جين پينګ ډېرې ويناوې اوریدلي او هغه ته يې ډېرې ژورې خاطرې وربښلې دي.

په چين کې د کمونېست ګوند او ولسونو تر منځ اړيکې څنګه دي؟

حسن د دې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هغه د شي جين پينګ د نظريو په اړه يوې ليکنې کې ليکلي، چې شي جين پينګ په خپلو ويناوو کې هميشه د چين د کمونېست ګوند او ولس پر اړيکو ټينګار کوي او وايي، چې د ګوند غړي بايد له خلکو څخه نظريې واخلي او د دوی لپاره باید خدمتونه وکړي او همدا د دغه ګوند اصلي او بنسټيزه کاري نقشه ده. د حسن په اند، د شي جين پينګ خبرې حقیقت لري، ځکه د چين کمونېست ګوند قوت د خلکو  په باور رامنځته شوی او له خلکو سره ټينګې او نیغې اړيکې لري.

نوموړی د شي جين پينګ له دغې خبرې سره ډېره همغږي لري، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړول د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ګډون ته اړتيا لري. شي جين پينګ وايي، چې موږ بايد د مختلفو قومونو او ځايونو د خلکو ګډې نظريې راغونډې کړو او بېلا بېلو فرهنګونو او عقيدو ته باید درناوی وکړو او په ګډه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو.

حسن د مرکې په پای کې وويل، چې (د هېواد د حکومتوالي په اړه د شي جين پينګ نظريې) په نوم کتاب له لوستلو وروسته یې (په شيا من ښار کې د شي جين پينګ د ژوند) په نوم يو بل کتاب هم لوستلی دی. نوموړی وايي، چې هغه د داسې کتابونو د لوستلو علاقه لري او غواړي، له کتابونو څخه ګټورې تجربې او پوهه ترلاسه کړي، ځکه د هغه په وينا د شي جين پينګ د ژوند، کار او د ډيموکراتيکې نظريې او د زحمتونو د روحيې په هکله معلومات د ده د راتلونکي ژوند او کار لپاره ډېر ګټور دي.

نوموړی هیله مندي ښيي، چې په راتلونکي کې د خپل وطن په ډيپلوماتيکو چارو کې برخه ولري او د هيواد د پرمختګ اوږده لاره کې د چين ښې تجربې وکاروي او ګټه ترې پورته کړي. افغانستان به هم د اوسني چين په شان له هوساينې او سمسورتيا ډک وي.

Previous Post

د عمران خان د واک سلګۍ؛ ښايي پارلمان د باور رایه ترې واخلي

Next Post

اشرف غني: له متخصص بشري ځواک دې؛ د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره کار واخیستل شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
اشرف غني: له متخصص بشري ځواک دې؛ د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره کار واخیستل شي

اشرف غني: له متخصص بشري ځواک دې؛ د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره کار واخیستل شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وانګ يي: د چين ډيپلوماسۍ نړۍ ته خدمتونه کړي

مارچ 7, 2024
اروزګان کې د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوي ښوونځي بیارغول شوي

سپتمبر 10, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ