افغان محصل دوکتور نصیر احمد صافی اوس د چین د تيان جين په پوهنتون کې د دوکتورا په کچه په زده کړو بوخت دی او تر اوسه پورې يې په چين کې د څو کلونو لپاره زده کړې او ژوند کړی دی. هغه د چين د ميډيا ګروپ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په چين کې زده کړې زما لپاره يو سم انتخاب دی. په ۲۰۱۷م کال کې مې په لومړي ځل چين ته سفر وکړ او له همدې وخت څخه تر اوسه پورې پنځه کاله تېر شوي دي. خو هره ورځ په چين کې مثبت تغيیرات لیدلی شو. نه يوازې د اقتصاد په برخه کې بلکې د ښاري پرمختګ، په نوې او عصري بڼه د سړکونو، مېټرو او د ترانسپورټ په شمول نورو برخو کې ډېر نوي تغيیرات راغلي چې د چينايانو په څېر بهرني محصلین هم ترې برخمن شوي دي.
د چين د اقتصادي پرمختګ سره سره ډېرو بهرنيو محصلينو ته د چين جاذبه هم د زياتېدو په حال کې ده. اوس په چين کې د دوکتورا صافي په شان ډېر بهرني محصلين شته دي. د چين د پوهنې وزارت يوه شمېرنه ښيي چې له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې چين ته د بېلابېلو لویو وچو څخه د راغلو بهرنيو محصلينو شمېر له ۲۳۸ زره او ۲۰۰ تنو څخه ۴۹۲ زره ۲۰۰ تنو ته زیات شوی چې په دې جمله کې د اسيايي هېوادونو څخه د راغلو محصلينو شمېر تر ټولو ډېر دی. د معلوماتو له مخې په تېرو شلو کلونو کې چين ته د راغلو بهرنيو محصلينو شمېر په ثابت ډول زیاتوالی ښودلی دی.
په ۲۰۱۸م کال کې د چين د ۳۱ ولایتونو ۱۰۰۴ پوهنتونونو او پوهنځيو د ۱۹۶ هېوادونو او سيمو شاوخوا ۴۹۲ زره بهرني محصلين منلي چې په دې سره چين په نړۍ کې د بهرنيو محصلينو د زده کړې لپاره درېیم لوی منونکی هېواد ګرځېدلی دی. په دې اړه دوکتور صافی همداسې ويلي چې د ماستري دورې له فراغت وروسته مې لا وغوښتل چې په چين کې خپلو زده کړو ته دوام ور کړم. ځکه چې په چين کې زموږ(د بهرنيو محصلينو) لپاره د څېړنې په برخه کې ټولې اسانتياوې برابرېږي، چې همدا په نورو هېوادونو کې زياتې نه ترسترګو کېږي. د دې ترڅنګ چيني وګړي نسبتاً مېلمهپال دي او د بهرنيو محصلينو سره ښه چلند کوي په تېره بيا پروفيسران او ښوونکي. نو ځکه اوس زه په چين کې ډېر په زړه پورې ملګري او دوستان لرم او د نورو هېوادونو په پرتله دلته د هوساینې او ارامتيا احساس کوم.
د چين امن چاپېريال او لوړعلمي کيفيت لازيات بهرني محصلين راجلب کړي دي. په وروستيو کلونو کې د چين د حکومت د سکالرشيپ د جذب په زياتېدو سره دغه هېواد ته د راغلو بهرنيو محصلينو پيمانه پراخه شوې او کيفيت يې هم غوره شوی دی. د يوې شمېرنې له مخې په ۲۰۱۸م کال کې د چين حکومت ۶۳ زره بهرنيو محصلينو ته سکالرشيپونه ورکړي چې دغه شمېر چين ته د راغلو بهرنيو محصلينو د عمومي شمېر څه باندې ۱۲ سلنه برخه نيولې ده. دوکتور صافي په دې هکله وويل چې ډېر افغان محصلين غواړي چين کې زده کړو ته ادامه ورکړي. يو استاد مې هم غوښتل چې د زده کړې لپاره چين ته راشي، او تېر کال يې په برياليتوب سره د چين د يوه پوهنتون سکالرشيپ تر لاسه کړی. که څه هم د کرونا وبا له کبله چين ته نه شي تللی، خو هغه په چين کې زده کړې ته سترګې په لاره دی. په افغانستان کې زما د استاد په شان ګڼ شمېر افغان محصلين هيله لري چې د زده کړې لپاره چين ته راشي. اوس زموږ وطن د بيارغونې په حال کې دی، نو مسلکي کارکوونکو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي. نو ځکه هيله من يم چې دواړه هېوادونه د ښوونې او تعلیم په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي څو افغان محصلين ترې ګټه واخلي.
افغانان له جګړو سخت ستړي شوي دي. ډېرو افغان ځوانانو د تېرې څو لسيزې جګړې له امله د زده کړې فرصتونه له لاسه ورکړي او هيله يې دا ده چې د نړۍ د نورو هېوادونو په شان سوکاله او امن ژوند ولري. د چين په څېر د خپل وطن امن، سوله او ثبات ساتنه د دوی ګډه هيله ده. د دوکتورا افغان محصل صافي ويلي چې هيله لري د افغانستان حالت نور مال شي، امنيت، کاري فرصتونه او سياسي ثبات په دې هېواد کې رامنځته شي. دی وايي که په هېواد کې يې سياسي ثبات رامنځته نشي نو ده ته چين د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله غوره ځای دی او پاتی ژوند ته به همدلته دوام ورکړي.











