چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان کارپوه: امريکا د بشري حقونو او عدالت تر ټولو ستره ويجاړونکې ده

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 7, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان کارپوه: امريکا د بشري حقونو او عدالت تر ټولو ستره ويجاړونکې ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د مارچ په دويمه نيټه په م م کې د چین دايمي استازي  جانګ جون د افغانستان  مسئلې په هکله د م م د امنيت شورا په غونډه کې دې ته په اشارې سره وويل، چې د افغانستان د بشري او اقتصادي حالاتو د سختېدو په حال کې د امريکا حکومت پرېکړه کړې، چې کنګل شوې افغان شتمنۍ به د ۹،۱۱ پېښې قربانيانو ته ورکړي او دا د افغانستان پر ملي حاکميت او شتمنيو تېری دی او له نړیوال عدالت څخه سرغړونه هم ده. د امریکا کړنه غير قانوني او نامعقوله ګڼل  کېږي. نو امريکا بايد له شرایطو پرته بېرته افغانانو ته دغه پيسې ورکړي. په دې اړه د چين د ميډيا ګروپ خبريالې له افغان کارپوه حبيبي سره مرکه وکړه. هغه داسې ويلي چې د کنګل شويو افغان پيسو په هکله د امريکا ويش له نړيوالو قوانینو او عدالت څخه سرغړونه ده. اصلأ امريکا د بشري حقونو او عدالت په برخه کې تر ټولو ستره ویجاړونکې ده.

امريکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې بې انساني او وحشي جرمونه کړي او کړنو يې تل د افغانانو پر بشري حقونو تېری کړی و. خو دا ځل د امريکا يادې پرېکړې بيا پر افغانانو بشري  او اقتصادي زيانونه رسولي دي. د ښاغلي حبيبي په اند د امريکا حکومت هغه پرېکړه، چې د افغانانو کنګل شويو شتمنيو نيمه برخه به د ۹،۱۱ قربانيانو کورنيو ته ورکړي، له هېڅ نړيوال قانون سره برابره او عادلانه نه ده. دا ډول پرېکړه د نړۍ په تاريخ کې نه ده شوې او نه د م.م او نه د کومې محکمې له خوا شوې ده. دا یوه خپلسرې پرېکړه ده او د افغانانو د ملي شتمنیو غلا کول دي.

امريکا افغان ملي شتمنۍ غلا کړې، چې له کبله یې د دې هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېزه کړې ده. ټولو ته معلومه ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې امريکا پر دې هېواد پولي بنديزونه لګولي، چې له دې امله له بانکونو څخه د افغانانو د پيسو د ايستلو اندازه محدوده شوې، د شيانو او توکو نرخونه تر زياته اندازه لوړ شوي او د کاروبار حالت خراب شوی دی. د دې ترڅنګ د افغانيو ارزښت هم راټيټ شوی دی. هغه زیاته کړه، چې که دغه پیسې له منځه لاړې شي، د افغانيو ارزښت هم له منځه ځي. دغه پيسې د افغانستان د مرکزي بانک د شلو کلونو زېرمه ده. خو که امريکا ياده پرېکړه پلې کړي، نو دغه زېرمه به يې له لاسه ورکول شي.

دغه راز په م، م کې د چين  د دايمي استازي جانګ جون په اند دغه شتمنۍ د افغانانو د ژوند د دوام هيله هم ده. هغه وويل چې د افغانانو لپاره دغه پيسې به د دوی د ژوند د ژغورلو لپاره استعمال شي، او هم د افغان خلکو د ژوند هيله ده. که  په اوسني ستونزمن وخت کې په ناوړه توګه دغه پيسې د ۹،۱۱ قربانيانو ته ورکړي، نو خامخا به بيا افغانانو ته زيانونه ورسېږي او دغه کړنه په بشپړه توګه له اخلاق او عدالت څخه سرغړونه ده.

ښاغلي حبيبي پر دې ټینګار وکړ، چې امریکا تل ويلي چې دوی د بشري حقونو ساتونکي  دي، خو له حقيقتونو څخه ښکاري، چې دوی د نړۍ په ډېرو ځايونو کې جرمونه کړي او خپلو کړنو ته سم نه ګوري. هغه زياته کړې، چې امريکا په افغانستان کې په زرګونو بې ګناه افغانان ووژل، بنديان يې کړل او ډول ډول ځورونې او شکنجې یې ورکړي،نو دوی بايد د دغو زيانمن شويو افغانانو کورنيو ته تاوان ورکړي. خو تر اوسه افغانان د امريکا له حکومت څخه د بخښنې هېڅ یوه کليمه او تاوان نه دی تر لاسه کړی. نو ويل کیږي چې امريکا واقع د بشري حقونو د ساتلو لپاره هېڅ کار نه دی تر سره کړی يوازې بشري حقونه يې ويجاړ کړي او کوي يې.

چین د افغانستان د نېک ګاونډي هېواد په توګه تل له افغان ولس سره ولاړ دی. که څه هم د امريکا د بنديزونو له امله افغانستان له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ دی، خو د چين په شمول ډېرو ګاونډيو هېوادونو هم له دی هیواد سره مرستې کړي دي. د مرکې په پای کې ښاغلي حبيبي وويل، چې د چین او افغانستان ترمنځ ډيپلوماتيکې اړيکې په ۱۹۵۵ کال کې ټينګې شوې وې، له هغه وخت راهيسې چين  په مستقیم او غير مستقيم ډول له افغانانو سره مرستې کړې. په اوسني بحراني حالت کې چین هم د خپل وس په اندازه زمونږ له ګل وطن سره بشري مرستې او کومکونه کړي دي. نو زما په اند چين د بشري حقونو واقعي ساتونکی دی.

Previous Post

ټوني بلېر: پر افغانستان برید او بوش سره همکاري مې تېروتنه وه

Next Post

افغان متخصصین: چمتو یو چې بېرته خپل هېواد ته لاړ شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
افغان متخصصین: چمتو یو چې بېرته خپل هېواد ته لاړ شو

افغان متخصصین: چمتو یو چې بېرته خپل هېواد ته لاړ شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين د نړۍ د ګډ پرمختګ کومه نقشه پنځولې؟

چين د نړۍ د ګډ پرمختګ کومه نقشه پنځولې؟

نوومبر 20, 2024
له پاکستانه د کډوالو ایستل؛ سرپرست حکومت د مهلت اوږدولو غوښتنه لري

له پاکستانه د کډوالو ایستل؛ سرپرست حکومت د مهلت اوږدولو غوښتنه لري

اکتوبر 24, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved