چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان کارپوه: له چین سره ژورې اړیکې د افغانستان په ګټه دي

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 24, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان کارپوه: له چین سره ژورې اړیکې د افغانستان په ګټه دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

چين او افغانستان په اسيا کې د دوه ګاونډيو هيوادونو په توګه نه يوازې ګډه پوله لري، بلکې په زياتو ساحو کې د همکاريو ګډې اړتياوې لري. له تاريخ څخه دغو دواړو هيوادونو د اقتصاد او سياست په شمول ساحو کې تګ راتګ درلود او  دغه اړيکې لا تر اوسه دوام لري. چين او افغانستان څه ګډې ګټې لري؟ د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو اهميت څه دی؟ د کابل پوهنتون د وريښمو لارې د څيړنې مرکز څيړونکي عبدال الناصر نورزاد خپلې نظريې زموږ سره څرګندې کړې، چين د افغانستان د جيپولتيکس حالاتو او د دغو حالاتو له امله د احتمالي فرصتونو او ګواښونو په اړه  فکر کولو سره له افغانستان سره اړيکو ته د پام اړولو اړتيا لري.

په اوسنۍ زمانه کې سيمه ايزې همکارۍ د اقتصادي پرمختګ او په دې سيمه کې د نړيوال بحران او د امنيتي ګواښونو په مقابله کې مهم رول لوبوي، نو دا په هر هيواد کې د ديپلوماتيکو تګلارو په طرحه کولو کې ډېر  د پام وړ  ټکی دی. افغانستان په منځنۍ او لويديځه اسيا کې ځانګړی جغرافيايي مقام لري چې له لرغونې زمانې څخه د اروپا او اسيا په وچو کې د انسانانو د تګ راتګ، کډوالو او تجارت په چارو کې او د ورېښمو لارې په اوږدو کې يو مهم تمځای هم و. افغانستان د دغه ځانګړي جغرافيايي مقام له امله په خپلو تګلارو کې تل له نړيوالو اغيزو سره مخ شوی دی. نورزاد په دې اند دی چې چين په دې سيمه کې او په ټوله نړۍ کې لوی هيواد دی او په دې سيمه کې ستره اغيزه لري، نو د افغانستان حکومت دې دغه حقيقت ته وګوري او ترې غوښتنه وکړي چې د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې له وړتياوو او امکاناتو يې ګټه واخيستل شي. چين داسې ديپلوماتيکې تګلارې غوره کوي چې په سوله کې له ټولو سره ګډ ژوند کوي او د نورو هيوادونو د ملي حاکميت درناوی کوي. افغانستان له چين سره په ديپلوماتيکو تګلارو کې دې پر دغو څلورو برخو فکر وکړي: چين راجلب کړي چې د افغانستان په بيا رغونه او اقتصادي پرمختګ کې پانګونه وکړي، د ترهګرۍ ضد په چارو کې له چين څخه ملاتړ وکړي، له چين سره لا زياتې همکارۍ وکړي او له پاکستان سره اعتماد فضا جوړه کړي، د سيمه ايزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره په دې سيمه کې د لويو هيوادونو تر منځ په اړيکو کې توازن وساتي.

د نورزاد په نظر په سياست، اقتصاد او کولتور کې پر ټولې نړۍ د چين اغيزه ورځ په ورځ پياوړی کيږي چې زيات هيوادونه ورته پاملرنه کوي او غواړي له چين سره لا ټينګې اړيکې جوړې کړي. افغانستان دې له چين څخه د هغو فرصتونو او چانسونو ته وګوري: چين د ملګرو ملتونو امنيت شورا په پنځو دايمي غړو کې شامل دی او له له ګاونډيو هيوادونو روسي، ايران او پاکستان سره ښې اړيکې لري او په دې سيمه کې د ثبات ساتلو او د ترهګريزو ګواښونو د کمولو لپاره مهم رول لوبوي. په منځنۍ اسيا کې د چين مهم رول د افغانستان لپاره هم ګټه لري.  دغه راز، چين د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرلاری هيواد دی او افغانستان په دغه سازمان کې کتونکی هيواد دی.د افغانستان مسئله په دغه سازمان کې يوه مهم برخه ده او دغه سازمان د افغانستان د مسئلې د حلولو په تګلارو کې په عمده توګه د امنيتي چاپيريال د ښه والي، د سياسي جوړ جاړي د پياوړتيا، په اقتصادي او ټولنيزې بيا رغونې کې د ګډون او د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره کار کوي.  نو افغانستان له چين سره برابرو اړيکو دوام ته اړتيا لري چې له دغه سازمان څخه لا زيات فرصتونه تر لاسه کولی شي.  بر سيره پر دې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په پلان کې چې افغانستان هم په دې لاره کې پروت دی، نو دغه پلان په افغانستان کې هم رول لوبولی شي. يوه خوا چين کوښښ کوي چې د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړ کوي او د افغانستان په ستراتيژيکو تګلارو کې د خپل مقام ساتنه کوي. بله خوا د يو کمربند اويوې لارې پلان عملي کيدلو لپاره دې دواړه هيوادونه د سياسي همکاريو له لارې اقتصادي همکارۍ پياوړې کړي او دا نه يوازې افغانستان ته سترې اقتصادي ګټې رسولی شي بلکې د چين د دغه پلان د شامليدو لپاره يو مهم ګام دی.

چين د افغانستان يو ټينګ ملګری دی چې هيڅ وخت يې پر افغانستان تسلط اراده نه ده کړې او نه غواړي د دغه هيواد له لارې نورو هيوادونو ته خطر ورسوي. د کابل پوهنتون د وريښمو لارې د څيړنې مرکز غړي څيړونکي عبدال الناصر نورزاد وويلې، د چين اقتصاد او سياست سترې قوې به په افغانستان کې د اقتصاد او بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو لارښوونه وکړي. د افغانستان لپاره له چين سره فعال تګ راتګ ډېر مهم دی او چين توان لري چې د سولې په چاپيريال کې د افغانستان په اقتصادي چارو کې پانګونه وکړي. چين هيڅکله نه غواړي افغانستان ته پوځي قوه وليږي او له افغانستان سره هيڅ شخړه نه غواړي. نو دا څرګنده ده چې افغانستان بايد چين د نژدې ملګري په توګه وګوري او د دواړو هيوادونو تر منځ د ښې دوستۍ ګټې وګوري.

Previous Post

روسیې یو ځل بیا: ژر به د افغانستان په اړه نړیواله ناسته راوبولو

Next Post

جوزف ډانفورډ: طالبان لا هم په سیمه کې ملاتړي او مرکزونه لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
جوزف ډانفورډ: طالبان لا هم په سیمه کې ملاتړي او مرکزونه لري

جوزف ډانفورډ: طالبان لا هم په سیمه کې ملاتړي او مرکزونه لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فاریاب کې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو

فاریاب کې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو

اگست 25, 2025
د هېواد اوسېدونکي د انټرنېټ بیو له لوړوالي او ټيټ کیفیته شکایت لري

د هېواد اوسېدونکي د انټرنېټ بیو له لوړوالي او ټيټ کیفیته شکایت لري

جنوري 28, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved