چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

اقتصاد د خپلواکۍ ساتلو اصل

لیکنه: محمدشفیق رشید

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 25, 2023
in نړیوال خبرونه
0
اقتصاد د خپلواکۍ ساتلو اصل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دا ډېر د شکر ځای دی چې هېواد مو له اوږدې جګړې او پردیو له پوځي اشغاله خلاص شوی، امن حاکم دی او د بیا رغونې کارونه هم په چټکۍ سره روان دي.

خو دا هم باید له پامه ونه غورځول شي چې دښمن دا وضعیت نشي زغملای او له هرې ممکنې لارې يې د خرابېدو هڅې کوي.

هېواد کې د دوامدار امن ساتنې لپاره یوه تر ټولو مهمه لار د پياوړي اقتصاد جوړېدل دي چې باید په دې برخه کې نورو ته له محتاجۍ خلاص شوو.
افغانان د اقتصادي خپلواکۍ او ودې لپاره دوې لارې لري چې یوه په هېواد کې زراعت سکټور عصري کول او بله هم له نړیوالو اقتصادي قدرتونو سره د متقابلو ګټو پر اساس اړیکو جوړول دي، یعنې موږ باید خپلو کرنیزو محصولاتو، کاني او خامو موادو ته مناسب بازار پيدا کړو او همدارنګه با کیفیته تولیدات وارد کړو.

متاسفانه موږ څه باندې څلور لسیزې په جګړه کې ښکېل وو او تش په نامه حکومتونه مو د بهرنیو قدرتونو په اشارې چلېدل او د هغوی د ګټو په خدمت کې وو او د هېواد د ښېرازۍ لپاره يې هېڅ نه دي کړي.

په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته چې همداسې سختۍ يې تېرې کړې او وخت ناوخت د پردیو له خوا له تېریو سره مخ شوي خو نن په نړۍ کې مطرح او پياوړي قدرتونه دي نو موږ ته لازمه ده چې د خپلو دیني او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د همدې هېوادونو د اقتصادي پياوړتیا له تجربو استفاده وکړو.

ښه بېلګه يې چین یادولای شوو چې د خپل ملت د مټو زور او زحمت په نتیجه کې يې ځان داسې مقام ته رسولی چې اوس نه څوک د دوی د قلمرو د لاندې کولو جرئت کولای شي او نه يې څوک د اقتصادي پرمختګ مخه نیولای شي.

دغه هېواد د خپل اقتصاد د پيا وړتیا لپاره هر کال نړیوال نندارتونونه، غونډې، سمینارونه … جوړوي او له دې لارې هم ځان او هم نړۍ ته ګټې رسوي.

څو ورځې وړاندې د دغه هېواد د واکمن ګوند مرکزي کمېټې اقتصادي کاري غونډه وکړه.

دغه غونډه د هر کال په پای کې جوړېږي او موخه يې دا وي چې د همدې کال په تېره موده چې چین کوم پرمختګونه کړي او د راتلونکي کال لپاره څه پلان لري او دغه راز نړیوالو ته هغه فرصتونه او آسانتیاوې بیان کړي چې چین يې لري.

د مشرتابه په کچه په دې غونډه کې د چارواکو له ګډونه دا ثابتېږي چې ډېره مهمه او د اهمیت وړ ده.

سږ کال دغه غونډه د ډسمبر له ۱۱ تر ۱۲ مې وشوه چې د یاد هېواد د دولت رییس شي جین پينګ هم ګډون پکې درلود.

چیني رسنیو ویلي چې د دې غونډې ګډونوالو ۲۰۲۳ کال له لاسته راوړنو ډګ و او په ۲۰۲۴ کال کې به يې لاسته راوړنې څو چنده زیاتې شي.

په دې غونډه کې د راتلونکي ۲۰۲۴ میلادي کال د اقتصادي ودې لپاره د ځينو مواردو پر پياوړتیا ټینګار شوی لکه علمي او تخنيکي نوښت، د عصري صنعتي سیستم وده، د نوې بڼې صنعتي کېدو بهیر وده، ډيجیټلي اقتصاد او مصنوعي ځيرکتیا وده، د ښارمېشتو او کلیوالو د عایداتو زیاتول، د منځني عاید لروونکو زیاتول، د مصرفي چارو ښه والی، په چین کې د پانګونې لپاره د لا آسانتیاوو رامنځته کول او پر ټولو د قوانینو یو شان عملي کول….

نتیجه: د دې غونډې اصلي محتوا که په څو ټکیو کې را لنډه کړو نو ویلای شوو چې چین غواړي داسې تګلارې عملي کړي چې هم ځان او هم نورو ته ګټه ورسوي ځکه له تګلارو يې داسې ښکاري چې دغه هېواد په دې پوه دی چې یوازې د ځان د ګټو لپاره کار پرمختګ به ممکن نه وي او ښه دا ده چې هم د نورو لپاره کار وشي او هم د ځان لپاره.

هدف: د دې کرښو له لیکلو موخه دا ده چې افغانان باید داسې فکر ونه کړي چې دوی تازه له جګړې راوتلي نو اقتصادي پرمختګ به يې ممکن نه وي.

بلکې که موږ همت وکړو نو د چینایانو په شان به نه یوازې د ځان اقتصاد جوړ کړو بلکې د نړۍ لپاره به بېلګه شوو خو په دې شرط چې که موږ له تدبیره کار واخلو او په هوښيارۍ ګام پورته کړو.

موږ کولای شوو چې له چین سره په اقتصادي برخه کې تعامل او همکارۍ زیاتې کړو او د دوی له تجربو ګټه واخلو او دغه راز باید ځانونه د صادراتو او وارداتو په برخه کې یوازې پر ایران او پاکستان سره پر راکړه ورکړه او د هغوی تر بندرونو پورې محدود نه کړو، بلکې موږ دې د نړۍ د لوی اقتصادي قدرت یعنې چين سره هم د واخان ځمکنۍ پوله کې ټرانزيټي بندر فعال کړو څو له یوې خوا د نړۍ مهم او لوی باز یعنې چین ته مستقیمه لار پيدا کړو او له بلې خوا دې ته په پام سره چې موږ سمندر ته لار نه لرو او په وچه کې را ګېر هېواد یوو نو تل ایران او پاکستان ته اړ شوي یوو چې د دوی د بندرونو له لارې سمندر ته لار پيدا کړو، نو د ځمکې له لارې له چين سره وصلېدل به مو نورو ګاونډیانو ته له محتاجۍ هم خلاص کړي او یا به لږ تر لږه د دې محتاجۍ کچه را ټیټه شي.

Previous Post

د پاکستان له یوه زندانه ۱۵ افغانان خوشې شول

Next Post

د سالنګ دویم تونل جوړېدو لپاره چینايي انجینیران پروان ته تللي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د سالنګ دویم تونل جوړېدو لپاره چینايي انجینیران پروان ته تللي

د سالنګ دویم تونل جوړېدو لپاره چینايي انجینیران پروان ته تللي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

علومو اکاډمۍ د کرنیزو محصولاتو پروسس په اړه علمي سیمنار جوړ کړ

علومو اکاډمۍ د کرنیزو محصولاتو پروسس په اړه علمي سیمنار جوړ کړ

جنوري 15, 2024

Tips For Playing Blackjack

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ