چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

البرز د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 11, 2020
in پوهنتون
0
البرز د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

البرز د لوړو زده کړو خصوصي موسسې خپلې لومړنۍ او رسمي چارې په ۱۳۹۴ کال کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ او د دې وزارت په چوکاټ کې په بلخ ولایت کې د دریو پوهنځيو (حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد او انجنیري) په درلودلو سره پیل کړې دي. دا چې د لوړو زده کړو د دغه موسسې د فعالیت دومره موده نه کېږي او بل دا چې د ولسمشر په امر لوړو زده کړو وزارت د نویو پوهنتونونو تاسیس او په خصوصي پوهنتونونو کې د نویو پوهنځیو جوړول تر نامعلومې نېټې پورې ځنډولي دي، نو البرز د لوړو زده کړو موسسه کې هم نوي پوهنځي نه دي اېجاد شوي او یوازې همدا درې پوهنځي لري چې محصلین پکې زده کړې کوي.

د لوړو زده کړو د دې موسسې درې فعال پوهنځي بیا په خپل چوکاټ کې دوه دوه ډېپارټمنټونه لري، چې حقوق او سیاسي علومو پوهنځی یې (قضا او څارنوالي او اداره او ډیپلوماسي)، اقتصاد پوهنځی یې (مالي- بانکي او اداره او تجارت) او انجنیري پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه لري.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

د لوړو زده کړو په دې موسسه کې اوسمهال د پنځو سوو په شاوخوا کې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي. د دې موسسې د سرپرست رییس ښاغلي محب الله ظفر نژاد په خبره، دا چې دوی د ښځینه محصلینو لپاره ځانګړی امتیاز لري، نو ویلای شي چې د محصلینو څلوېښت سلنه یې ښځینه دي. دا چې د لوړو زده کړو یادې موسسې تر اوسه پورې پوهنتون ته ارتقاع نه ده کړې او نه یې هم ټاکلي معیارونه پوره کړي دي، نو په کوم پوهنځي کې د ماسټرۍ پروګرام هم نه لري، خو ظفر نژاد وایي چې په پام کې لري څو په راتلونکي کې د ماسټرۍ پروګرام هم پیل کړي.

دی وایي، تر اوسه پورې یې کومه دوره محصلین نه دي فارغ کړي، خو همدا سږ کال یې خپله لومړنۍ دوره محصلین فارغول، چې له بده مرغه د فراغت مراسم او چارې یې د کرونا ناروغۍ او قرنطین له کبله ځنډېدلې دي.

دا چې البرز د لوړو زده کړو موسسې تازه خپلې چارې پیل کړې دي، نو په کلني ډول یې د نویو محصلینو جذب هم دومره ښه نه دی. ښاغلی محب الله ظفر نژاد وایي، چې امنیتي او اقتصادي شرایطو ته په کتو یې د نویو محصلینو جذب هم توپیر کوي، خو په ټوله کې ویلای شي چې هر کال دوی د دوو سوو په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي.

د البرز د لوړو زده کړو موسسې اداره د محصلینو لپاره دوه ډوله تخفیف لري، چې په یوه ډول کې یې ټول محصلین شامل دي. د دې موسسې سرپرست رییس محب الله ظفر نژاد وایي، په ټوله کې د نورو خصوصي پوهنتونونو په پرتله د دوی موسسه محصلینو ته ډېر تخفیف ورکوي او په دویمه کټه‌ګورۍ کې بیا د شهیدانو او معلولینو کورنیو ورثه شامل دي چې دوی ته بیا ځانګړی تخفیف ورکوي. دی وایي، همدا تېر کال یې ډېری د دې کورنیو غړي په وړیا ډول جذب کړي او خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکوي.

د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د تدریس چارې د پر کارپوه، تجربه لرونکو او مسلکي استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې دوکتور او ماسټر پکې شامل دي. ښاغلی ظفر نژاد وایي، هڅه یې دا ده چې داسې استادان پر دندو وګوماري چې ټولنې ته مسلکي کسان د خدمت په موخه وړاندې کړي. په البرز د لوړو زده کړو موسسه کې له غرمې وروسته په دوو وختونو کې تدریس کېږي او محصلین د زده کړو لپاره ورځي.

دا چې البرز د لوړو زده کړو خصوصي موسسه خپله دایمي ودانۍ لري، نو له دې سره سره یې یو مجهز کتابتون هم جوړ کړی دی. ښاغلی محب الله ظفر نژاد وایي، چې که څه هم چې د کتابونو شمېر یې ډېر نه دی، خو هڅه یې دا ده چې کتابتون نور هم غني کړي. دی وایي، اوسمهال یې د دریو زرو په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه په یاد کتابتون کې ځای پر ځای کړي دي، چې محصلین او استادان یې کولای شي وخت ناوخت له کتابتون څخه ګټه واخلي. د البرز  د لوړو زده کړو موسسه په کور د ننه له پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري، خو له هېواده بهر بیا تر اوسه پورې له کوم پوهنتون سره علمي اړیکې او یا هم د علمي اړیکو کومه هوکړه نه لري، خو د ظفر نژاد په خبره چې کله یې پوهنتون ته ارتقاع وکړه، نو بیا به هغه وخت له بهرنیو پوهنتونونو سره په اړیکو او هوکړو فکر کوي.

د ظفر نژاد په خبره، په ټوله کې یې محصلینو ته اکاډمیکه فضا برابره کړې ده او تر اوسه یې ټول هغه امکانات محصلینو ته په واک کې ورکړي دي، چې د لوړو زده کړو یوه موسسه یې باید ولري. ښوونیز پروګرامونه، کمپیوټر لب او د انګلیسي ژبې د زده کړې مرکز د دې موسسې نور هغه امکانات دي، چې د محصلینو په واک کې یې ورکړي دي.

د نویو پوهنځیو اېجادول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د ماسټرۍ پروګرام پیلول او په هر اړخیزه توګه پرمختګ کول د البرز د لوړو زده کړو موسسې راتلونکي پلانونه دي. د دې موسسې رییس وایي چې دوی دغه بنسټ یوازې د ځوانانو لپاره د زده کړو د زمینې برابرولو په موخه جوړ کړی دی او یوازینۍ هیله یې هم همدا ده چې وکړای شي ډېرو کسانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

ظفر نژاد له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې پر خصوصي پوهنتونونو خپل نظارت زیات کړي، خو تر څنګ یې لارښوونه او مرسته هم وکړي، څو دغه پوهنتونونه پر خپلو پښو ودرېږي. دی وایي، اوسمهال لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو لپاره ډېر سخت شرایط وضع کړي، چې عملي کول یې د دوی لپاره یو څه سخت او نوي دي. دوی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې له خصوصي پوهنتونونو سره په هر اړخیزه توګه مرسته وکړي او داسې امکانات ورته برابر کړي چې وکولای شي پرمختګ وکړي او پر خپلو پښو ودرېږي. دا چې خصوصي پوهنتونونه په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده، نو د دولت او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت لازمې مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

حمیدالله حمیدي

Previous Post

د پیسو ارزښت

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
د وسله والو غلاوو او جنایتونو اوج کابل ښاریان اندېښمن کړي دي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له ایراني شرکتونو سره د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا خبرې شوي

له ایراني شرکتونو سره د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا خبرې شوي

سپتمبر 1, 2023
افغانستان؛ چین او پاکستان د اقتصادي فعالیتونو پر پیلېدو خبرې کړې دي

افغانستان؛ چین او پاکستان د اقتصادي فعالیتونو پر پیلېدو خبرې کړې دي

جولای 28, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved