سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
in پوهنتون
0
نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په ۱۳۹۳ کال کې یې پر فعالیت پیل کړی دی. د نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسې د عامه اړیکو مسوول ښاغلي حسن الله دهقانزاده وویل، دوی د پیل پر مهال دوه پوهنځي: ستوماتولوژي او فارمسي درلودل چې اوسمهال هم د همدې پوهنځیو په چوکاټ کې خپلې درسي چارې پر مخ بیایي. د نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسې ستوماتولوژي پوهنځي په ۱۳۹۴ کال کې د یادې موسسې د فعالیت له پیل څخه یو کال وروسته پر کار پیل کړی دی او هر کال د کانکور ازموینې له لارې خپلو پسرلني او خزاني سمیسترونو ته نوي محصلین جذبوي. فارمسي پوهنځی یې د اتو سمیسترونو په ترڅ کې خپلو عملي او نظري زده کړو ته دوام ورکوي. د دغې پوهنځي محصلین د زده کړو له پای ته رسولو وروسته د شپاړسم پاس په کچه تحصیلي سند تر لاسه کوي.

ښاغلي دهقانزاده همدا راز وویل، دا چې د دوی پوهنځي طبي دي نو په مختلفو طبي دېپارتمنتونو کې تدریسي چارې پر مخ وړي، لکه اناتومي، بیولوژي، فارمکولوژي، فارمسيوتیک، بیوشیمي او فارمکوګونوزي دېپارتمنتونه.

You might also like

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

د ښاغلي دهقانزاده په وینا، دوی اوسمهال په خپلو دواړو پوهنځیو کې تر ۲۵۰۰ پورې محصلین لري چې له دې ډلې یې له ۳۰ تر ۳۵ سلنې پورې ښځینه محصلینې دي او پاتې نور یې نارینه محصلین تشکیلوي.

ښاغلي حسن الله دهقانزاده همدا راز زیاته کړه، چې دوی تر دې دمه له نعمان سادات لوړو زده کړو موسسې څخه په پنځو دورو کې شاوخوا ۸۰۰ محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د ښاغلي دهقانزاده په وینا، دا چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د لوړو زده کړو طبي موسسو ته د نوو محصلینو د جذب کچه ټاکل شوې ده، نو دوی هم هر کال خپلو دواړو پوهنځیو ته سل سل تنه جذبوي چې په ټوله کې هر کال ۲۰۰ نوي محصلین جذبوي او د لوړو زده کړو اسانتیاوې ورته برابروي.

ښاغلي دهقانزاده د خپلو خبرو پر مهال وویل چې دوی خپلو هغو محصلینو ته چې مالي او اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي، تر ۵۰ سلنې پورې تخفیفي سکالرشیپ ورکوي. د نوموړي په وینا، یاد محصلین لومړی د پوهنتون لخوا ارزول کېږي او د هغوی د کمزوري اقتصادي وضعیت له تشخیص وروسته ورته په خپل سمیستروار فیس کې تر ۵۰ سلنه پورې تخفیف ورکوي.

ښاغلي حسن الله دهقانزاده زیاته کړه چې دوی د ورځې په دوو درسي ټایمونو کې خپل محصلین د لوړو زده کړو لپاره را غواړي. هغه وايي د زده کړو ټایمونه یې سهار وختي او پس له څلورو بجو دي، چې په خبره یې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ډېری محصلین هغه کسان دي، چې یا د ورځې رسمي دندې لري او یا هم پر کوم شخصي کار لګیا وي.

د نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسې د عامه اړیکو مسوول ښاغلي حسن الله دهقانزاده همدا راز وویل، دوی د خپلو محصلینو لپاره مجهز کتابتون لري. د نوموړي په خبره، دوی پر فزیکي کتابتون سربېره الکترونیکي کتابتون هم لري چې تر ۴۰۰۰ جلده پورې مختلف کتابونه پکې دي او محصلین کولای شي وخت ناوخت مراجعه ورته وکړي، مطالعه یې کړي او خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي.

ښاغلي دهقانزاده په خپلو خبرو کې وویل، دوی د لوړو زده کړو وزارت له لایحې سره سم په هېواد کې د ننه او له هېواده د باندې له ځینو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره متقابلې علمي اړیکې لري، چې له هغې ډلې کولای شو د ایران، ترکیې او هند هېوادونو ځینو پوهنتونونو ته اشاره وکړو چې د یادو اړیکو پر بنسټ یو له بل سره علمي تجربې او لاسته راوړنې شریکوي او یو د بل له علمي هڅو او لاسته راوړنو ګټه اخلي.

د ښاغلي حسن الله دهقانزاده په خبره، دوی د نعمان سادات د لوړو زده کړو په موسسه کې ۸۰ استادان لري چې د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچو لوړې زده کړې لري. د نوموړي په خبره، ټول استادان یې په اړوندو برخو کې پوره تجربه لري، چې کولی شي محصل ته په کم وخت کې ډېر څه په ښه ډول تدریس کړي.

ښاغلي دهقانزاده زیاته کړه، دوی د خپلو دوو لومړیو دورو فارغینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي اسناد ورکړي دي او د پاتې نورو فارغو محصلینو اسناد په لوړو زده کړو وزارت کې تر کار لاندې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې ورته وسپاري.

د نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسې یاد مسوول همدا راز وویل، دوی د خپلو محصلینو د علمي سویې د لا بډاینې په موخه ډېر امکانات لري. د نوموړي په وینا، دوی په ۱۳۹۶ کال کې د ستوماتولوژي پوهنځي لپاره د افغانستان په سطحه د غاښونو د امراضو لومړنی لابراتوار  تاسیس کړ چې تر دې مهاله یې امتیاز له دوی سره دی. همدانګه د فارمسي پوهنځي لپاره مجهز درملتون لري چې محصلین پکې عملي زده کړې او د درملو تبادله تر سره کوي. پر دې سربېره، په نږدې راتلونکي کې د درملو د یوې کوچنۍ تولیدي فابریکې د جوړولو قصد هم لري، چې په جوړېدو سره به یې د محصلینو علمي سویه لا لوړه او په ټوله کې به هیوادوالو ته د خدمت یو ډاډمن او باوري ادرس وګرځي. د نوموړي په خبره، دوی د خپلو محصلینو لپاره د مطب په نوم تدریسي او معالجوي روغتون هم لري، چې محصلین د عملي زده کړو لپاره مراجعه ورته کوي.

ښاغلي حسن الله دهقانزاده په پای کې وویل، دوی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د کریکولم یا نصاب په برخه کې ورته ډېره پاملرنه وکړي، منظم یې کړي او د لوړو زده کړو د موسسو او د هغوی د محصلینو له سویې سره سم یې ترتیب کړي.

نوموړی وايي، خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې په افغانستان کې نوې تجربه ده، که لوړو زده کړو وزارت دغه بنسټ ته د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو په څېر توجه وکړي، پرته له شکه چې د نړیوالو خصوصي پوهنتونونو او موسسو په څېر به دغه بنسټ هم ښه پایله ورکړي او وبه شي کولی چې هیوادوالو ته په ښه کیفیت د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

Previous Post

دغه عوامل ستاسو او بریالیتوب تر منځ پُل جوړوي

Next Post

طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د زرنج او شبرغان ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
فجرستان د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

فجرستان د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 20, 2021
Next Post
طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د زرنج او شبرغان ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي

طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د زرنج او شبرغان ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

جوزجان کې د غالۍ اوبدلو د یو مرکز جوړولو چارې پيل شوې

جوزجان کې د غالۍ اوبدلو د یو مرکز جوړولو چارې پيل شوې

سپتمبر 14, 2024
د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اندېښمنوونکی دی

د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اندېښمنوونکی دی

مې 25, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved