د سريلانکا صدراعظمې هاريني امرسوريا له سي جي ټي اېن سره د ځانګړې مرکې پر مهال هيله ښودلې، چې د ويزې تګلارې په نرمېدو سره به د سريلانکا او چين ترمنځ د سېلانۍ په برخه کې همکارۍ نورې هم ژورې شي.
نوموړې ويلي: ((مونږ ډېر خوشحاله يو، چې چين ورځ تر بلې سريلانکا ته د بهرنيو سېلانيانو مهه سرچېنه ګرځي. چيني سېلانيان په سريلانکا کې نه يوازې ځايي ځانګړي خواړه تجربه کوي، بلکې له چيني خوړو څخه هم ځانګړی خوند اخيستلی شي، ځکه سريلانکا کې هرځای چيني خواړه پيدا کيږي.))
امرسوريا هيله ښودلې، چې لازيات چيني سېلانيان سريلانکا ته او زيات سريلانکايان چين ته سفرونه وکړي او په خبره یې، هغې په چين کې ډېرې تجربې ترلاسه کړي او باور یې ښودلی، چې ډېر سريلانکايان به د چين هره برخه خوښه کړي.












