چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امريکايان اتلان يا اشغالګر دي؟

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 31, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
امريکايان اتلان يا اشغالګر دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان د پلازمېنې کابل هوايي ډګر ته نژدې د اګست د ۲۶مې نېټې په شپه دوه سختې چاودنې وشوې، چې له امله يې له سلو تنو نه ډېرو کسانو ته مرګژوبله واوښته. په کابل کې د چين ميډيا ګروپ خبريالانو په روغتونونو کې له ټپيان شويو کسانو سره مرکې کړې دي. دوی وايي، چې امريکايي ځواکونو تر چاودنو وروسته پر عامو خلکو ډزې وکړې او زياتو ولسي خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله او وروسته يې هوايي ډګر ته غځېدلې لارې هم وتړلې، چې له امله يې ډېری ټپيان پر وخت روغتونونو ته ونه لېږدول شول او پر لارې مړه شول.

بي بي سي هم په دې اړه خبر ورکړی، چې زيات قربانيان د چاودنو له کبله نه، بلکې د امريکايي ځواکونو د ډزو په اثر مړه شوي دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

دغسې پېښې د امريکايي سياستوالو په وينا او خبري رسنيو کې په کومې بڼې خپريږي؟

د امريکا ولسمشر جوبايډن د کابل هوايي ډګر ته نږدې له شويو چاودونو وروسته د خپلې وينا په ترڅ کې وژل شوي امريکايي سرتېري اتلان وبلل او د غچ اخيستلو خبره يې وکړه، خو د مړه شويو افغانانو په اړه يې هيڅ ونه ويل. د دغه هېواد ډېری خبري رسنيو هم د ۱۳ تنو وژل شويو امريکايي سرتېريو کېسې مبالغه کړې، خو پر بې ګناه قرباني شويو افغانانو يې خپلې سترګې پټې کړې دي.

امريکايان ۲۰ کاله دمخه د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه افغانستان ته ننوتل او د دغه هېواد اوسني ترينګلي حالات هم د امريکايانو لخوا رامنځته شوي دي. زيات شمېر انترنیټ کاروونکو پر ټولنيزو رسنيو پر امريکا سختې نيوکې کړې دي. ځينې يې وايي، چې امريکايان له افغانستانه له وتلو مخکې د څومره ولسي وګړيو وژل غواړي؟

د کابل هوايي ډګر ته نږدې د شويو چاودونو له امله ولې ۱۷۰ تنه ووژل شول؟

لوی علت يې امريکايان دي.

د امريکايي ځواکونو بې بېپلوټه الوتکې د روانې مياشتې د ۲۹مې نېټې په شپه په کابل کې پر يوه ولسي کور هوايي بمباري وکړه، چې له امله يې د څو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه عام وګړي ووژل شول. دا د امريکايانو لخوا په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن جنګ د پای ته رسېدو په درشل کې د ځايي خلکو پر ضد يو بل سخت جرم دی. امريکايي حکومت په پيل کې اعلان وکړ، چې ياد هوايي بريد کې يې د داعش هغه بريدګر وواژه، چې غوښتل يې د کابل پر هوايي ډګر د موټر بم ځانمرګي بريد ترسره کړي، خو وروسته د دغه هېواد د مرکزي قوماندانۍ وياند بيل وربن د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکې يو موټر په نښه کړی دی. د هغه وينا په دغه موټر کې څو تروريستان سپاره وو او له چاديدونکو توکو بار و او غوښتل يې چې عامو خلکو ته مرګژوبله واړوي.

په کابل کې د چين ميډيا ګروپ خبريالان د پېښې ځای ته ورغلل او ويې ليدل، چې په نښه شوی موټر د يو ولسي کور په انګړ کې ولاړ دی او تر څنګ يې بل موټر هم وران شوی دی.

دغه موټر د دغه کور څلورو وروڼو پورې اړه درلوده، خو د امريکايانو په وينا دغه موټر هوايي ميدان ته روان و، نو ځکه يې بريد وکړ، حال دا چې ياد موټر همغه وخت کور ته ننوت او ماشومان د خپل پلار يا ورور هر کلي ته راوتلي وو.

عيني شاهدان وايي، چې په دغه موټر کې هېڅ چاودېدونکي توکي نه وو. د مړه شويو کسانو نږدې خواخوږي د چين ميډيا ګروپ خبريالانو ته وويل، چې د موټر خاوند له اوږدې مودې راهيسې د بهرنيو ارګانونو لپاره کار کړی دی. ويزه یې ترلاسه کړې وه او په تمه و، چې بهر ته لاړ شي.

د مړه شويو کسانو د کورنۍ او خپلوانو لپاره تر ټولو دردونکی ټکی دا دی، چې د امريکا تر هوايي بريد وروسته ځينو لويديځو رسنيو ورڅخه پوښتنې کړي، چې د داعش اورپکي يې چېرته  پټ کړي دي.

د يوې شمېرنې له مخې، امريکايي ځواکونو په تېرو ۲۰ کلونو کې څه باندې سل زرو افغانانو ته مرګژوبله اړولې ده او کابو ۱۱ ميليونه افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
امريکايانو تل خپلې ۲۰ کلنۍ جګړې ته ښکلا ورکړې، خو دغه واقعيتونه نشي پټولی، چې دوی پر افغانستان تېری کړی و او دغه هېواد ته يې بې ساري بشري ناورينونه رسولي دي.

امريکايان اتلان نه، بلکې اشغالګر دي.

Previous Post

طالبان: د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو

Next Post

مجاهد: د هوایي ډګر؛ د تخنیکي مسائلو په اړه له ترکیې او قطر سره خبرې کوو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
مجاهد: د هوایي ډګر؛ د تخنیکي مسائلو په اړه له ترکیې او قطر سره خبرې کوو

مجاهد: د هوایي ډګر؛ د تخنیکي مسائلو په اړه له ترکیې او قطر سره خبرې کوو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اسراییلو په فلسطین کې د رسنیو پر یوه مرکز هوایي برید کړی

اسراییلو په فلسطین کې د رسنیو پر یوه مرکز هوایي برید کړی

مې 16, 2021
د چين د کمونېست ګوند د سل کلن مزل پرمختګونه او تجربې

د چين د کمونېست ګوند د سل کلن مزل پرمختګونه او تجربې

دسمبر 4, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved