سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امريکايي ځواکونو په افغانستان کې څه په ميراث پرېښودل؟

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 15, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
امريکايي ځواکونو په افغانستان کې څه په ميراث پرېښودل؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره د دغه هېواد وضعيت ډېر ترېنګلی شوی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست په ديارلسمه نېټه پر ټولنيزو رسنيو اعلان وکړ، چې د افغانستان دوهم لوی ښار کندهار يې نيولی دی. د مالوماتو له مخې طالبانو تر دې دمه د افغانستان د ۳۴ ولايتونو اتلس مرکزي ښارونه نيولي دي. په افغانستان کې اوس د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو کارکوونکي د حساسو سندونو په سوځولو بوخت دي او ډېر ژر به  له  دغه هيواده ووځي.

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو نامسئولانه وتل د نړيوالې ټولنې له غندونو سره مخ دي او د امریکا همدغه نامسؤلانا کړنه د افغانستان د حالاتو د ترينګلتيا سبب شوې ده.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د بريتانيا د دفاع وزير بين والاس د اګست په ۱۳مه نېټه وويل، چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ ايستنه يوه ناسمه پرېکړه وه او په دغه هېواد کې د امنيتي وضعيت د ترينګلتيا سبب شوې او ښايي نړيواله ټولنه یې ډېر ژر بدې اغېزې حس کړي.

د امریکا ولسمشر جوبايډن له افغانستان څخه د ځواکونو د ويستلو پر پرېکړې ټينګ ولاړ دی او دفاع  یې کوي. نوموړي څو ورځې مخکې وويل، چې که څه هم طالبانو په جګړه کې ډېر برياليتوب تر لاسه کړی او ملکيانو ته يې هم سخته مرګ ژوبله اړولې، خو هغه له افغانستان څخه د خپل پوځ د ايستنې پر پرېکړې پښيمانه نه دی.

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو نامسئولانه تګ، د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې ډېرې ستونزې او ننګونې راولاړې کړي دي. د امريکې دغې نامسؤلانا کړنې د افغانستان امنيت ته ګواښ پېښ کړی دی.

نيويارک ټايمز په يوې مقالې کې ويلي، چې د جګړې په ميدان کې د طالبانو ډېرې برياوې د افغان حکومت د کمزورتيا ښکارندويي کوي. امريکا له اوږدې مودې راهيسې د افغان ځواکونو ملاتړ کړی او مرستې يې ورسره کړي، خو بیا هم جنګي توان يې له لاسه ور کړی دی.

 د بريټانيا فيننشل ورځپاڼې په یوې ليکنې کې ويلي، چې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو ځواکونو تګ د افغان حکومت او ځواکونو جنګي ارادې او روحيې ته سخت زیانونه رسولي دي.

د لويديځې ډيموکراسۍ او اسلامي دين او کلتور ترمنځ لوی واټن شته.

په افغانستان کې د شخړو رېښه د بېلا بېلو سياسي او پوځي ډلو شخصي ګټو پورې تړاو لري، خو امريکا او ناټو په دغه هېواد کې له اوږدې مودې راهيسې د لویديځي ديموکراسۍ د پلې کولو لپاره زياتې پيسې ولګولې، چې موخه یې د اسلامي دين او کلتور د اغيزو له منځه وړل او له دې لارې په پوځي، سياسي او کلتوري چارو کې د افغانستان د هر اړخيز کنټرول خپلول وو. دوی په دې نه پوهيدل، چې لويديځه ديموکراسي د افغانانو کلتور سره په ټکر کې ده.

 د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روانې جګړې ګڼ شمېر افغان کورنۍ بې ځایه کړې دي. اروپايي خبري رسنۍ وايي، چې د روان کال له پيل راهيسې شاوخوا څلور لکه کورنۍ بې ځایه شوي او يوازې په تېرې مۍ مياشت کې شاوخوا دوه لکه او څلور څلوېښت زره افغانان په کوردننه کډوال شوي دي. که د افغانستان د سولې بهير ژر پرمخ ولاړ نه شي، نو د کډوالو مسئله به لا سخته شي او حتی د سيمې او نورو هېوادونو پرسولې او ثبات به هم منفي اغيزه وکړي.

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره په دغه هېواد کې هېڅ مثبت بدلونونه نه دي راغلي.

امريکا يوازې خپلو ګټو ته پاملرنه کړې او د افغانانو ګټې يې له پامه غورځولي، چې له امله یې افغانان په جګړه کې ګير شوي او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په افغانستان کې د امريکا پیل شوې جګړې دغه هېواد ويجاړ کړی او اوس افغانان اړ شوي، چې خپل هېواد بيا اباد کړي.

Previous Post

جوبایډن: د افغانستان جګړه بل ولسمشر ته په میراث پرې نه ږدم

Next Post

طالبان: تجاران؛ صرافان او بانکونه دې ډاډه اوسي هر څه یې خوندي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
طالبان: تجاران؛ صرافان او بانکونه دې ډاډه اوسي هر څه یې خوندي دي

طالبان: تجاران؛ صرافان او بانکونه دې ډاډه اوسي هر څه یې خوندي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان نږدې ۱،۵ ميليارده امريکايي ډالره پوروړی دی

افغانستان نږدې ۱،۵ ميليارده امريکايي ډالره پوروړی دی

مارچ 9, 2021
سعودي عربستان وايي د حوثي یاغیانو بریدونه یې خنثی کړي دي

سعودي عربستان وايي د حوثي یاغیانو بریدونه یې خنثی کړي دي

مارچ 28, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved