چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا: ایران به پر اسرائیل بریدونه وکړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 5, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ایران د اګیست په ۳مه نېټه د حماس د سیاسي بیورو د مشر اسماعيل هنيه د وژل کېدو په هکله جزئیات خپاره کړل او په ډاګه کړې یې ده چې دوی به د هنیه غچ واخلي.

اسماعیل هنیه د جولای په ۳۱مه نېټه د ایران پلازمینې تهران په خپل استوګنځای کې وژل شوی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دی د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی و او له وژل کېدو یوه ورځ مخکې يې په دې مراسمو کې ګډون هم کړی و.

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ یا سپاه پاسداران د اګيست په ۳مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د اسماعیل هنیه پټه وژنه د امریکايي حکومت په ملاتړ د اسرائیل لخوا طرحه او تطبیق شوې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې، د ایران لوی مذهبي مشر او رهبر سیدعلي خامنه اي ویلي چې یادې پېښې ته په ځواب کې به پر اسرائیل مستقیم بریدونه وشي.

د امریکې د اکسیاوس خبري ویبسایټ په همدې ورځ د دغه هېواد د حکومت او اسرائیلي چارواکو په قول خبر ورکړ، ایران ښايي د روانې میاشتې په ۵مه نېټه پر اسرائیل بریدونه وکړي او د لبنان حزب الله به هم په دې برید کې ورسره وي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په دې وروستیو کې په ډاګه کړې چې دوی د هر ډول حالت یعنې د دفاع او هم د برید لپاره تیاریانې نیولي دي.

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان مایکل کوریلا د اګیست په ۳مه نېټه منځني ختیځ ته ورسېد او د اردن او اسرائیل په شمول له ځینو هېوادونو څخه به لیدنې وکړي. د امریکا چارواکي ویلي، هغه به د منځني ختیځ هېوادونه وهڅوي چې د ایران د ممکنه برید د مخنيوي لپاره اقدامات وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیومیلر وویل، وزیر انټوني بلینکن په همدې ورځ له خپلو فرانسوي او برېتانوي سیالانو سره ټیلېفوني اړیکو کې د منځني ختیځ وضعیت په اړه بحثونه وکړل. میلیر وویل، درې واړو وزیرانو له ښکیلو خواوو څخه وغوښتل چې سړه سینه وساتي او د شخړو د ترینګلتیا مخه ونیسي.

د امریکې دفاع وزارت د اګېست په ۲مه اعلان وکړ، دوی به له اسرائیل څخه د ملاتړ په موخه منځني ختیځ ته زیاتې جنګي الوتکې او پوځي بېړۍ ولېږي.

په عین وخت کې څو هوايي شرکتونو د لبنان پلازمېنې بیروت او د اسرائیل تل ابیب ښار ته پروازونه ځنډولي. امریکا، بریتانیې او فرانسې په لبنان کې له خپلو ابتاعو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.

د اسرائیل پوځونو د اګېست په ۳مه نېټه په دوامداره توګه پر غزې تړانګې، د اردن سیند پر لوېديځې غاړې او د لبنان پر جنوبي سرحد بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د تېر کال په اکتوبر کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د روانې شخړې له راپورته کېدو راهیسې، د اردن سیند لوېديځې غاړې وضعیت هم ترینګلی شوی دی. د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرې له مخې، د اردن سیند په لوېديځه غاړه کې تر اوسه څه باندې ۵۹۰ فلسطینیان د اسرائیل د بمباریو له امله وژل شوي دي.

اسرائیلي ځواکونو د اګېست په ۳مه نېټه د حماس پر اورپکو د برید په پلمه د غزې پر یوه ښوونځي حملې وکړې او له امله یې لږ تر لږه ۱۵ تنه ووژل شول او لسکونه نور ټپیان شول.  سربېره پر دې د اسرائیل او د لبنان د حزب الله ترمنځ شخړې هم دوام لري. د لبنان ځواکونو یوې سرچینې ویلي چې د اسرائیلي بمباریو له امله د دغه هېواد په جنوب کې څو تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مصر د هوايي ډګر یوې سرچینې ویلي، یو جګپوړی اسرائیلي پلاوی د اګېست په ۳مه نېټه د مصر پلازمینې قاهرې ته رسېدلی او په غزه تړانګه کې د اوربند په هکله له مصري خوا سره تر څو ساعته مشورې وروسته اسرائیل ته بېرته ستون شوی دی.

عامه افکار په دې اند دي چې اوس د اوربند په اړه خبرو کې د بریالیتوب تر لاسه کېدو امکان ډېر لږ دی. دا هم په ډاګه شوې چې د اسرائیل صدراعظم نیتانیاهو په عمدي توګه په غزه کې شخړې ته دوام ورکړی تر څو د ده په مشرۍ د ښې اړخو واکمني دوام وکړي.

Previous Post

زابل کې د سېلابونو له امله ۱۰ تنه مړه شوي دي

Next Post

تېره اونۍ ۹۵۰ تنه افغان کډوال له پاکستان ايستل شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
تېره اونۍ ۹۵۰ تنه افغان کډوال له پاکستان ايستل شوي

تېره اونۍ ۹۵۰ تنه افغان کډوال له پاکستان ايستل شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ۳۲ میلیون ډالري بشري مرستې ۲۶مه کڅوره کابل ته را رسېدلې

د ۳۲ میلیون ډالري بشري مرستې ۲۶مه کڅوره کابل ته را رسېدلې

اپریل 27, 2022
نورستان کې د ۵ پروژ پیلېدل؛ ۷۴۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

نورستان کې د ۵ پروژ پیلېدل؛ ۷۴۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

اگست 20, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ