چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا بايد د ډوپېنګ د ډېرو کارولو مسئلې په هکله نړۍ ته ځواب ووایي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 9, 2024
in نړیوال خبرونه
0
امريکا بايد د ډوپېنګ د ډېرو کارولو مسئلې په هکله نړۍ ته ځواب ووایي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ۲۰۲۴م کال د پاريس اولمپيک لوبو مهالوېش نيمه برخه تېره شوه. د امريکا خبري رسنيو او اړوندو څانګو يوه خوا د نورو هېوادونو پر لوبغاړو تور لګولی چې ډوپينګ یا د ورشکارانو لپاره یې د انرژۍ او قوت زیاتولو درمل کارولی، خو بله خوا يې د خپل هېواد د هغو لوبغاړو ستاینه کړې چې د ډوپينګ په ازموينو کې یې مثبته نتيجه ښکاري. امريکا د اولمپيک لوبو په ډګر کې دوه ګونې معيارونه غوره کوي او سپورټ ته سياسي کوي.

د ډوپينګ ضد نړيوالې ادارې (WADA) د اګست په ۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې له ۲۰۱۱م کال راهيسې د ډوپينګ ضد امريکايي څانګې (USADA) په لږ تر لږه دريو پېښو کې د ډوپينګ کاروونکي  تورن لوبغاړي ازاد کړي او دوی ته يې اجازه ورکړې چې په سياليو کې ګډون وکړي. په اعلاميه کې ويل شوي، چې د امريکا دغه کړنې د (WADA) لخوا د سپورټي سياليو د تماميت ساتنې په هدف له اصولو څخه سرغړونه ده، د سپورټي سياليو عدالت يې خراب کړی او د اړوندو لوبغاړو امنيت ته يې خطرونه جوړ کړي.

 (CGTN) نړيوالو ته يوه انټرنيټي سروې تر سره کړې، چې څه باندې ۹۵ سلنه ګډون کوونکو د امريکا غندنه کوي، چې د سپورټ په نامه پر سيالانو د فشار اچولو لپاره د سپکاوي وسيلې کاروي او په اولمپيک لوبو کې د امريکایي تسلط غوښتنه لوبوي، نږدې ۹۷سلنه ګډون کوونکي دا نظر لري، چې امريکا د ډوپينګ ضد نړيوالې ادارې احترام نه لري او عدالت ننګوي، څه دپاسه ۹۶ سلنه ګډون کوونکي پر نړۍ غږ کوي، چې د اولمپيک روحيې مرعات وکړي، د سپورټ نړيوالو سازمانونو صلاحيت او عدالت ساتنه وکړي او د عادلانه سيالۍ چاپېريال جوړ کړي.

د سروې نتیجه ښيي، چې امريکا په سپورټي لوبو کې په لويه اندازه په سيستماتيکه توګه ډوپينګ کارولی دی او د مخکني مقام ساتلو لپاره يې هره ممکنه وسيله کارولې.

امريکا په سياليو کې پر ځان پوره باور نه لري، نو ناوړه مېتودونه کاروي، چې دغه لاره يې په نړيواله سياسي ساحه کې همېشه کار کړی دی. خو امريکا دا ځل په سپورټي سياليو کې دغه لاره کاروي چې د اولمپيک روحيې د عادلانه سيالۍ اهميت خرابوي، د لوبغاړو د زیارو درناوی هم نه کوي. امريکا په نړيوالو ډګرونو کې اصول بيانوي، په حقيقت کې د تش په نامه خپل اصول عملي کوي.

په وروستيو کلونو کې امريکا پر چين هراړخيز فشارونه اچولي دي. دا ځل په سپورټي ډګر کې د تش په نامه د ډوپينګ پېښه هم پر چيني لوبغاړو د تور لګولو لپاره د امريکا يوه طريقه ده. امريکا په سپورټي چارو کې ځان ته د سپورټ حاکميت بولي او سپورټي سيالۍ د نرم ځواک يوه برخه ګڼي.چین په وروستيو کلونو کې سپورټي سياليو کې خپلې سويې لوړې کړې، د لامبو وهلو په شمول ځينو سياليو کې د امریکايي لوبغاړو وړتیا کمه شوې او حتی تر چين ښکته پاتې شوی دی، نو ځينې امريکايان اندېښنمن دي.

د بېلګې په توګه د پاريس په اولمپيک لوبو کې د نارينه وو د څلور تنو لوبغاړو د لامبو وهلو په ريل سيالۍ کې چيني ټيم د سرو زرو مډال تر لاسه کړ، چې د امريکايي ټيم د څه باندې څلوېښتو کلونو ريکارډ يې مات کړی. چيني لوبغاړي پان جان له د سلو مترو د ازادې لامبو وهلو په سيالۍ کې له لويې ګټې سره اتلولي ګټلې، چې لوېديځ هېوادونه ډېر ورته حيران وو. د امريکا ځينې کسانو د ډوپينګ مسئله راپورته کوي او د نورو هېوادونو د لوبغاړو پر عادي حالت کې لاسوهنه کوي.

د روان کال د جنورۍ له پيل څخه د پاريس اولمپيک لوبو تر پیل پورې، د چين د لامبو وهلو ټيم د هر تن په سر په منځنۍ توګه د ډوپينګ ۲۱ ځلې ازموينې منلې دي، چې د امريکايي ټيم د ۶ ځلې او د اسټراليايي ټيم د ۴ ځلې  په نسبت ډېر زيات و. د اولمپيک د نړيوالې کمېټې وياند مارک ادامس وويل، چې د چين د لامبو وهلو ټيم هراړخيزې ازموينې منلې دي. د WADAد خبري رسنيو د اړيکو عمومي چارواکي جامس فيتزګيرالډ دا نظر لري، چې د امريکا ځينې کسان يوازې غواړي چې په دې سره سیاسي ګټې تر لاسه کړي. دا د ډوپينګ ضد په سيستم کې بې باوري او جنجال جوړ کړی دی.

مګر امريکا د ډوپينګ مسئلې له لارې د نورو هېوادونو پر لوبغاړو تور لګولی، د دوی هميشنۍ دوه ګونې کړنې افشا شوې. د روان کال په مارچ کې د امريکا د اولمپيک لوبو د اتلانتيک لوبغاړي يريون کنيګتون د ډوپينګ ازموينې نتيجه مثبته ښکاره شوې، خو د امريکا د ډوپينګ ضد څانګې وويل، چې دغه لوبغاړي ککړې غوښې خوړلې او پرېکړه يې کړې، چې په سيالۍ کې د نه ګډون کولو سزا ورنه کړي او د پاريس په اولمپيک لوبو کې ګډون ته اجازه ورکړې. په پخوانيو اولمپيک لوبو کې د امريکا د اتلانتيک ګڼ شمېر لوبغاړو د ډوپينګ ازموينو کې مثبتې نتيجې درلودې، خو د امريکا تر ساتنې لاندې يې پټې ساتلې. امريکا د ډوپينګ مسئلې په هکله خپلې تېروتنې نه مني، خو په نورو هېوادونو تور لګوي. داسې دوه ګوني معيارونه د نړيوالې ټولنې لخوا نه منل کېږي.

د اولمپيک روحيه بايد د امريکایي تسلط غوښتنې ته لبیک ونه وایي او د ډوپينګ ضد چارې بايد پر نورو هېوادونو د تور لګولو وسیلې و نه ګرځي.

Previous Post

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ ځانګړې استازې شن يي چين به د پاریس اولمپيک لوبو د پای په مراسمو کې ګډون وکړي

Next Post

بېجینګ: باید د دوپينګ قضيې پټولو په پار د امريکا د کړنو پلټنه وشي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بېجینګ: باید د دوپينګ قضيې پټولو په پار د امريکا د کړنو پلټنه وشي

بېجینګ: باید د دوپينګ قضيې پټولو په پار د امريکا د کړنو پلټنه وشي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین له هند او پاکستانه د زغم غوښتنه کړې

مې 7, 2025
د چين دولت رئیس شي جين پينګ د بېلاروس له ولسمشر لوکاشنکو سره ولیدل

د چين دولت رئیس شي جين پينګ د بېلاروس له ولسمشر لوکاشنکو سره ولیدل

جون 4, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ