چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امريکا باید د افغانستان د سولې او بیارغونې مسؤلیت پر غاړه واخلي

لیکوال: د چين د نړيوالو مطالعاتو انسټيټيوټ د اسيا او ارام سمندر څانګې مشر لان جيان شوی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 30, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
امريکا باید د افغانستان د سولې او بیارغونې مسؤلیت پر غاړه واخلي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د افغانستان ګاونډي هيوادونه غواړي، چې امريکا باید د افغانستان د سولې او بیارغونې مسؤلیت پر غاړه واخلي.  د نړۍ ټول پام د روسیې او اوکراين شخړې ته اوښتی او متحده ایالاتو او ناټو یو بل جيو پوليټيکل ناورين له پامه غورځولی دی.

متحده ایالاتو او ناټو د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه په ډېرې بېړې اوباسل او ويجاړ افغانستان يې له يوه سخت بشري بحران سره مخ کړ او اوس یې له پامه هم غورځولی دی. چين د افغانستان د ګاونډي او نږدې دوست په توګه، له افغانانو سره پر وخت د څه د پاسه درې سوو ميليونو يوانو په ارزښت بېړنۍ بشري مرستې وکړې او اوس یې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو درېيمې غونډې ته پوره چمتووالی نيولی دی. دغه غونډه به د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره د ګاونډیو هېوادونو د مثبتو قوتونو په پیاوړتیا کې به پوره رول ولوبوي او په ورته وخت کې به له امریکا او متحدینو یې هم وغواړي، چې په افغانستان کې د سولې او بیا رغونې لپاره خپل مسوولیت پرغاړه واخلي او په دغه برخه کې بايد جدي هڅې وکړي.

د افغانستان د لوی سياسي بدلون له راتګ وروسته، د دغه هيواد د ګاونډيانو د بهرنیو چارو وزیرانو لومړۍ غونډه چې د تېر کال په سپټمبر کې ترسره شوه، په حقیقت کې یو پر وخت او د پام وړ نوښت و، دوی یوه سیاسي اجماع رامنځته کړې، خپلې پاملرنې او اندېښنې يې څرګندې کړي او د نړيوالې ټولنې پاملرنه او تمې يې راجلب کړې دي. په افغانستان کې وضعیت د سولې، ثبات، پرمختګ او سوکالۍ، ملي یووالي او ښه ګاونډیتوب په لور حرکت کوي او دا د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ټولو خواوو له ګټو سره سمون لري.

افغانستان اوس له ناارامتیا څخه وتلی او د ثبات په نازک پړاو کې دی.  افغان ملت له یوه تاریخي فرصت سره مخ دی او خپل راتلونکی او برخلیک په خپل لاس کې اخلي او له خپلو ملي شرایطو سره سمه د پرمختګ لاره لټوي، خو پر وړاندې يې ډېرې سختې ننګونې هم پرتې دي، چې د ساري په توګه یې بشري او اقتصادي ستونزې، د ترهګرۍ ضد جګړه، او ټولنیزه حکومتوالي يادولی شو.  د افغان طالبانو موقت حکومت په پرله پسې ډول د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو غږونو ته اهمیت ورکړی او ژمنه يې کړې، چې په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې به لا نور مثبت ګامونه پورته کوي او دا اعتراف یې هم کړی، چې د اقتصاد، ولسي ژوند او حکومتوالۍ په برخو کې ستونزې لري او هیله يې ښودلې، چې بهرنی ملاتړ ترلاسه کړي. د چین په ګډون ټول ګاونډیان د افغان طالبانو موقت حکومت ته سترګې په لار دي، چې د یوه پرانیستي او ټول شموله سیاسي جوړښت او منځلارې او هوښیارانه کورنۍ او بهرنۍ سیاسي تګلارې وټاکي او د ترهګرۍ پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي. د افغان طالبانو موقت حکومت له څه مودې راهیسې په فعاله توګه بهرنۍ راکړې ورکړې کوي او د نړیوالې ټولنې د هیلو د ځوابولو لپاره یې ځینې مثبت اقدامات هم ترسره کړي دي. نړیواله ټولنه باید د “افغانانو مشرۍ او افغانانو مالکیت” ته درناوی وکړي او د طالبانو له موقت حکومت او نورو مختلفو اړخونو سره دې اړیکې پیاوړې کړي، تر څو په تدریجي ډول د افغانستان اقتصاد، نظم او د قانون حاکمیت برحال شي. د افغانستان ګاونډي هيوادونه راتلونکي ته په کتو کولی شي، چې خپل امتیازونه او ځانګړتياوې وکاروي او د افغانستان سمسورتيا او بیارغونې ته وده ورکړي او په دغه هيواد کې د اوږمهاله ثبات او د سيمې د سولې او ثبات په تحقق کې لازم خدمتونه وکړي.

که څه هم د افغانستان ګاونډیانو په فعاله توګه د افغانستان وضعیت ته پاملرنه کړې، خو دوی نه شي کولای، چې په افغانستان کې د سولې او بیارغونې هغه مسوولیتونه، چې امریکا او متحدینو ته يې ور پرغاړه دي، پر ځای کړي. د افغانستان شل کلنې جګړې ډېرې ستونزې زيږولې دي، د بهرنيو ځواکونو ناڅاپي او غېر مسولانه تګ دغه هيواد له بې سابقې بشري ناورين سره مخ کړی دی. د افغانستان نږدې ۹۰٪ نفوس له قحطۍ سره مخ دی، بانکي سیستم يې له منځه تللی، اسعارو يې سقوط کړی او د «جګړې اقتصاد» يې د افلاس په درشل کې دی، چې پایله به یې د ډله ییزې بېکارۍ او د کډوالو د وتلو لامل وګرځي. په افغانستان کې خلک له خپلو بانکي حسابونو پیسې په اسانۍ نه شي ایستلی، دولتي کارکوونکي معاشونه ژر نه ترلاسه کوي، شرکتونه خپلو پانګو ته لاسرسی نه لري او انفلاسیون يې لوړ شوی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، که افغانستان ته بېړني خوراکي او طبي توکي په خپل وخت ونه رسېږي، په دغه هيواد کې به « روان ناوړه وضعیت» په یوه بشپړ بشري ناورین واوړي. د امریکا حکومت طالبانو ته د سزا ورکولو په پلمه، د افغانستان د مرکزي بانک(د افغانستان بانک) اوه میلیارده ډالره شتمني کنګل کړې ده. د امريکې ولسمشر جوبایډن د روان کال په فبرورۍ کې یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ او له اجازې پرته یې دا اراده وکړه، چې د افغانستان د يادې کنګلې شتمنۍ 3.5 ميلیارډه ډالر د “افغان بشري مرستو صندوق” ته او پاتې 3.5 ملیارد ډالر د “9.11” پېښې قربانیانو ته په خسارې کې ورکړي. افغانستان په سیاسي کړکېچ کې راګیر او خلک یې له لوږې سره دي، خو د امريکې د حکومت دغه اقدام نړيوالو ته ټکان ورکړی او ډېرو هيوادونو دا غږ پورته کړی، چې د امريکې ياده کړنه د افغانانو د شتمنۍ د لوټلو په مانا ده.

د افغانستان شتمني د افغانانو ملکیت دی او متحده ایالات باید په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکي سخت بشري ناورین د حل لپاره د افغانستان شتمني سمدستي او بې له شرطه ازده او افغانانو ته يې وسپاري. سربیره پردې، امريکا او متحدین یې باید پرته له کومو سیاسي شرایطو له افغانستان سره زیاتې مرستې وکړي، د افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره دې لاس په کار شي او د افغانستان مالي او سوداګریز فعالیتونه دې فعال کړي او د افغانستان د بیارغونې په برخه کې دې خپل لازم مسولیتونه او مکلفیتونه په دقت ترسره کړي.

د افغانستان د مسئلې ابتکار امریکا کړی، خو تر اوسه یې داسې محکمه او یا کوم بل قانوني میکانیزم نه دی جوړ کړی، چې د امریکايي ځواکونو له خوا د زرګونو افغانانو بې رحمانه وژنه پکې جدي وڅېړي او د افغانانو روحي زخمونو ته ارام ورکړي او د ملهم پټۍ پرې ولګوي. د اسيوشیټډ پرېس په وینا، د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګیست پورې یعنې شاوخوا په ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو په پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۶۶ زره افغان پوځیان او پولیس او تر ۴۷ زرو زیات ملکي افغانان وژل شوي او شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانان بې ځایه شوي دي. د امریکا پوځ هم دا منلې چې د «۹.۱۱» له پېښې وروسته امریکايي ځواکونو پر افغانستان شاوخوا سل زره هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ډېری ملکي افغانانو ته، چې ۴۰ سلنه یې ماشومان وو، مرګ ژوبله اوښتې او دغه بې ګناه ملکي وګړي يې په بې رحمۍ وژلي دي، خو دغو غمځپلو افغانانو ته به هیڅ جبران ورنه کړي.

د امریکا حکومت باید د افغانستان د جګړې مسوولیت پرغاړه واخلي، د افغانستان د جګړې په ډګر کې له مجرمو امریکايي پوځیانو سره بايد حساب کتاب وکړي او د زرګونو بې ګناه افغانانو د وژلو روح ته بايد د ارام ساه ورکړي. امريکا او ناټو که څه هم په افغانستان کې جګړه پای ته رسولې، خو د دغه هيواد د سولې د ټینګښت او ملي بیارغونې د هڅولو اصلي مسوولیت پر غاړه لري او بشري ناورین او پاتې ستونزې يې باید ورحل کړي.

چين د افغانستان د يو ښه ګاونډي او صادق دوست په توګه د دغه هيواد حالات څاري او د سيمه ييزې سولې او پرمختګ په بهير کې د افغانستان د يو ځای کېدو لپاره فعالې هڅې کوي. چین په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د کرونا ضد ۷۰۰ زره دوزه واکسینونه او د وبا ضد موادو لکه وینټیلیټرونه، ماسکونه او محافظتي جامو مرسته کړې ده. چين وروسته له هغه چې په افغانستان کې سیاسي وضعیت بدلون وموند، له دغه هيواد سره د واکسینونو، خوراکي توکو، ژمنیو توکو، طبي وسایلو او د معیشت د پروژو په ګډون یو لړ مرستې  ګړندۍ کړې او د ځمکې، سمندر او هوا له لارې يې ورلېږلې دي. چين له افغانستان سره د سوداګرۍ په پياوړتيا کې افغان بزګرانو او سوداګرو ته سلګونه ميليونه ډالره عوايد رسولي او د افغانانو د ژوند د ښه والي په برخه کې يې په عملي اقداماتو مرسته کړې ده.

چين به د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په ګډون له ټولو اړخونو سره په ګډه کار ته دوام ورکړي او د څو اړخيز ميکانيزم د چارو ښه ترسره کېدو کې به اغېزمن رول ولوبوي او له افغانستان سره به د بشري مرستو او د اقتصادي بيارغونې په برخه کې مرسته وکړي او په ورته وخت کې به پر امريکې او متحدينو یې هم بیا بیا غږ وکړي، چې د افغانستان مسئلې په برخه کې خپل لازم مسوولیتونه او مکلفیتونه پوره کړي او افغان ملت ته دې سوله، پرمختګ، ثبات او نظم بیرته ورکړي.

Previous Post

په چین کې د افغانستان په تړاو غونډه او فرصتونه

Next Post

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوړو بحران په ژورېدو دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوړو بحران په ژورېدو دی

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوړو بحران په ژورېدو دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مسوولین: تېر کال نږدې ۱۲۹ زره ټنه بې کیفیته توکي مسترد شوي

مسوولین: تېر کال نږدې ۱۲۹ زره ټنه بې کیفیته توکي مسترد شوي

سپتمبر 4, 2024
خیبر پښتونخوا شپږ تنه پاکستاني پولیس ټپيان شوي دي

خیبر پښتونخوا شپږ تنه پاکستاني پولیس ټپيان شوي دي

فبروري 27, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved