چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امريکا دې د کرونا ويروس د سرچينې لټولو کې همکاري وکړي او خپل مسؤلیت دې ادا کړي

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 11, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
امريکا دې د کرونا ويروس د سرچينې لټولو کې همکاري وکړي او خپل مسؤلیت دې ادا کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

کرونا وبا شاوخوا يو نيم کال کيږي، چې پر ګردې نړۍ لمن خوره کړې او بېلا بېلو هېوادونو ته يې سخت زيانونه رسولي دي. نړيوالې ټولنې د دې وبا ضد د مبارزې لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخیستی او ډېر کوښښونه يې کړي دي. خو امريکا بیا څه کړي؟

امريکا د نړۍ د تر ټولو پياوړي هېواد په توګه، د دې وبا له رامنځته کېدو راهيسې تل غيرفعاله رويه غوره کړې، حتی په خپل هېواد کې يې د دې وبا د وقايې او کنټرول لپاره هېڅ اغېزناک تدبيرونه نه دي نيولي، خو برعکس پر چين يې پر له پسې بې ځایه تورونه لګولي او هڅې يې کړي، چې خپله پړه پرې ور واچوي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

امريکې د دغې ويروس د رېښې او سرچينې د لټولو په بهير کې هېڅ علمي او ساينسي کړنې نه دي ترسره کړي، خو يوازې يې په مداومه توګه پر چين هوايي تورونه لګولي او لا هم هڅه کوي، چې کوويډـ۱۹ ويروس د وو هان لابراتور پسې وتړي. که څه هم د روغتيا نړيوال سازمان او چين د ساينسپوهانو ګډ پلټونکي ګروپ له څېړنو وروسته په ډاګه شوې، چې هېڅ داسې امکان نه ليدل کيږي، چې وښيي، ياد ويروس دې د وو هان له لابراتور څخه پورته شوي وي، خو امريکا لا هم له روغتيا نړيوال سازمان څخه غواړي، چې په چين کې بيا پلټنه وکړي.

د امريکا موخه څه ده؟ ځواب يې اسان دی، دغه هيواد غواړي، چې خپله پړه پر چين واچوي.

د اسرائيل ټايمز په شمول څو نړيوالو رسنيو خبر ورکړی، چې د امريکا پوځ د ۲۰۱۹م کال په نومبر کې له اسرائيل او ناټو سازمان سره استخباراتي مالومات شريک کړل او ورته ويلي يې وو، چې ډېر ژر به د کرونا نوی ویروس خور شي او په مالوماتو کې يې د چين وو هان ښار هم ياد کړی و.

امريکې څنګه يوه مياشت مخکې د دې ساري ناروغۍ په هکله مالومات لرل؟

د همدې کال په اکتوبر کې په وو هان ښار کې د پوځونو نړيوالې سيالۍ ترسره شوې، خو د امريکا پلاوي په دغو سياليو کې هېڅ طلايي مډال تر لاسه نه کړ، چې دا د امريکې لپاره د خوښۍ خبر نه و، خو د اولمپيک په سږنيو لوبو کې، چې تازه د جاپان په پلازمېنې توکيو کې پای ته رسېدلي، دغه هيواد تر ټولو زيات طلايي مډالونه تر لاسه کړي او د مډالونو په ليست کې يې لومړی مقام نيولی دی.

نړيوالو ته اوس پوښتنې پیدا شوي، چې امريکايي سرتېريو د وو هان د پوځونو په نړيوالې سيالۍ کې څه وکړل؟ ولې په دسمبر مياشت کې کرونا ويروس خپور شو؟

بل دا چې د امريکا حکومت ولې په خپل هيواد کې دننه د ډېټريک فورټ لابراتور ناڅاپه وتړه؟

کرونا ويروس څنګه خور شو؟ امريکا په دې ښه پوهېږي، ځکه دغه هېواد ښايي د دې ويروس رښتينې سرچينه وي.

په امريکاد کې د ۲۰۱۹م کال په دوهمې نيمايي کې د برېښنايي سيګريټ سکاروي او انفلونزا ناروغي هم خپره شوې وه او شواهد دا هم ښيي، چې په امريکا کې د کرونا لومړۍ پېښه له وو هان مخکې رامنځته شوې وه.

اوس په امريکا کې څه باندې ۳۵ ميليونه کسان پر دغه ويروس اخته شوي او څه دپاسه ۶۲۰ زره کسان ترې مړه شوي دي. د امريکا سياستوال نه غواړي، چې د دې ويروس د سرچينې په اړه واقعي مالومات په ډاګه کړي، دوی يوازې په دې لګيا دي، چې سياست وکړي او پړه یې پر نورو واچوي. خو اخر به هم نړيوال د دې ويروس د رېښې په هکله رښتني مالومات ترلاسه کړي. که امريکا خپل ځان پياوړی هيواد بولي، نو بايد سمدلاسه ياده سرچينه پيدا کړي او د خپلو تېروتنو د سمولو لپاره دې وختي اغېزناک تدبيرونه ونيسي او خپل مسؤلیت دې ادا کړي.

Previous Post

امرالله صالح: کابل ته راغلي کډوال دې په جوماتونو کې ځای پر ځای شي

Next Post

پاکستاني چارواکي: سپین بولدک دروازه به د اتو ساعتونو لپاره پرانیستې وي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
پاکستاني چارواکي: سپین بولدک دروازه به د اتو ساعتونو لپاره پرانیستې وي

پاکستاني چارواکي: سپین بولدک دروازه به د اتو ساعتونو لپاره پرانیستې وي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په بدخشان کې درې کان کېندونکي مړه شوي دي

په بدخشان کې درې کان کېندونکي مړه شوي دي

سپتمبر 20, 2024
په هرمز تنګي کې د عربي متحده اماراتو د تېلو پر دوو ټنکرونو د برید له امله يو تن مړ او ۸ نور زخميان دي

په هرمز تنګي کې د عربي متحده اماراتو د تېلو پر دوو ټنکرونو د برید له امله يو تن مړ او ۸ نور زخميان دي

جولای 14, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved