چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا دې لومړی په کور دننه د بشري حقونو نقض پای ورسوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 7, 2022
in نړیوال خبرونه
0
امريکا دې لومړی په کور دننه د بشري حقونو نقض پای ورسوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين استازي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۱مه غونډه کې د امريکا په شمول ځينو هېوادونو کې پر لږکيو د قانون اجرا کوونکو ادارو تبعيض ته پاملرنه څرګنده کړه او ورڅخه يې غوښتنه وکړه، چې خپلو نژاد پرست او تبعيضي کړنو ته وگوري او د دوربان اعلاميه او د عملياتو پروګرام تطبيق کړي، څو د افريقايي الاصله امريکايي فرويډ د مړينې پېښې ته ورته تراژيدي بيا رامنځته نه شي.

د ۲۰۲۰م کال په مې کې افريقايي الاصله امريکايي فرويډ د امريکا د پوليسو د تشدد له امله ووژل شو، نوموړي د مړينې مخکې  ويلي وو، چې “زه تنفس نه شم کولی”. له دغې پېښې وروسته په امريکا کې د لويې پيمانې احتجاج او مظاهرې رامنځته شوې، خو د امريکا حکومت د دې پېښې له امله د تبعيض مسئلو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې. د شمېرنې له مخې، د دغې پېښې له يو کال وروسته په امريکا کې پوليسو لږ تر لږه ۲۲۹ تنه افريقايي الاصله امريکايان وژلي دي. د روان کال له پيل راهيسې په امريکا کې د افريقايي الاصله امريکايانو پروړاندې د پوليسو د زور زياتي پېښو شمېر زيات دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امريکا د اوهايو ايالت د  اکرون ښار  پوليسو د روان کال په جون کې پر افريقايي الاصله امريکايي جېلانډ والکير پدې بهانه څه باندې شپېته ډزې وکړې،چې ګواکې له ترافيکي اصولو يې سرغړونه کړې وه.  په همدې مياشت کې په کونيکټيکوټ ايالت کې يوبل افريقايي الاصله امريکايي د پوليسو په موټر کې له تاوتريخوالي سره مخ او د  زور زياتي له امله فلج شو. په جولای کې د ټينيسي ايالت په وکلانډ ښار کې پوليسو د افريقايي الاصله امريکايي برانډون کالوي د نيولو په وخت کې سخت ربړولی، سر يې تر پښو لاندې کړی او برقي شاک يې ورکړی دی…..دې ته ورته زياتې تراژيدۍ رامنځته شوې، چې په دې کړنو سره يې نړۍ ته د امريکا د بشري حقونو رياکارانه بڼې ښې په گوته کړې دي.

همدارنگه دا څرګنده ده، چې د امريکې ډیموکراسي د ولس د اساسي حقونو په تامين کې پاتې راغلې ده.

د افريقايي الاصله امريکايي اوسېدونکو پر وړاندې د زور زياتي قانون اجرا کول ولې دومره زيات دي؟ په حقيقت کې د امريکا په ټولنه کې د نژادپرستۍ، د غلامانو پېر او پلور، د انديانو د شړلو او وژلو د تور تاريخ اغېزې ډېرې ژورې دې، چې تر اوسه پورې د افريقايي الاصله امريکايي اوسېدونکو په شمول لږکي لا هم په سخت چاپېريال کې ژوند کوي او سپين پوستي ته د لومړيتوب ورکولو نظر هېڅکله نه دی ورک شوی.

د امريکا سياستوال ميچيل ټيسلير په اشارې سره ويلي، چې لا زيات امريکايان دا نظر لري، چې په پخوانيو ۵۰ کلونو کې د امريکا په نژادي چارو کې هېڅ رښتينی پرمختګ نه دی شوی، له ۲۰۱۳م کال څخه ۱۹ سلنې کسانو او تر ۲۰۲۰م کال پورې ۵۰ سلنې کسانو له دې سره موافقه ښودلې، چې د افريقايي الاصله امريکايانو پروړاندې د تبعيضي چلند موارد زيات شوی دی. په حقيقت کې په دغه هېواد کې نه یوازې د افريقايي  الاصله امريکايانو، بلکې د  اسيايي الاصله امریکايانو، مسلمانانو او نورو لږکيو حقه حقونه په بشپړه توګه نه دي تامين شوي  او هغوی د زور زياتي له ګواښونو سره مخ دي.

د زياتو شننو او ارزونو له مخې، د امريکا حکومت يوازې د ټولټاکنو په وخت کې د تش په نامه د لږکيو حقونو ته پاملرنه کوي، هغوی په حقيقت کې د نژادپرستۍ د موجوديت سرچينې او د ميکانيزم د کمزورتيا مسئلو له حلولو سره علاقه  نه لري. د نژادي تبعيض، د مختلفو کسانو د ښوونيزو چارو د سترو توپيرونو او د قانون اجرا کولو په ترڅ کې د نابرابرۍ په شمول مسئلې نه حل کېږي، نو د نژادي پرستۍ له امله سختې پېښې به حتماً په پر له پسې ډول رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۱مه غونډه کې، چې اوس روانه ده، ګډون کوونکو د  امريکا له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د خپل هېواد په دننه کې دې د سيستماتيک نژادپرستي مسئلې د حلولو لپاره کوټلي گامونه پورته کړي. امريکا دې د نړيوالې ټولنې انتقاد واوري او په کور دننه دې د بشري حقونو حالت ښه کړي، د نژادي تبعيض قانون، تګلارې او تدبيرونه دې اصلاح کړي، د زور زياتي د قانون اجرا کولو پېښې پلټنې دې وکړي، د زور زياتي تر سره کوونکو ته دې  سزا ورکړي او قربانيانو ته دې  تاوان ورکړي.

کله چې امريکا د بشري حقونو په پلمه په نورو هېوادونو کې لاسوهنه کوي، بايد لومړی په کور دننه د بشري حقونو مسئلې حل کړي.

Previous Post

ټام وېسټ پاکستان کې له افغان زده کوونکو سره لیدلي دي

Next Post

چين له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له افريقايي هېوادونو سره د طبيعي سرچېنو د مديريت توان د پياوړتيا په پار مرستې وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چين له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له افريقايي هېوادونو سره د طبيعي سرچېنو د مديريت توان د پياوړتيا په پار مرستې وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کنګل شوې شتمني؛ امریکا یې د آزادولو پرېکړه وځنډوله

کنګل شوې شتمني؛ امریکا یې د آزادولو پرېکړه وځنډوله

اگست 16, 2022
افغانستان په نړۍ کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو دویم ځای لري

افغانستان په نړۍ کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو دویم ځای لري

اگست 26, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ