چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امريکا په افغانستان کې لږه ابادي او ډېر زيانونه اړولي

لیکنه: ډيوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 19, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
امريکا په افغانستان کې لږه ابادي او ډېر زيانونه اړولي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د امريکا جي ډي پي په ۲۰۰۰م کال کې له لس تريلينو ډالرو څخه هم زياته وه، چې د ټولې نړۍ د جي ډي پي ۳۰سلنه برخه يې جوړوله. خو دغه ډول قوي امريکا په ۲۰۰۱ م کال کې پر افغانستان تيری وکړ او د جګړې، سياست او اقتصاد له لارې يې دغه هيواد شل کاله کنټرول کړی و.که څه هم افغانستان له امريکا څخه زرګونه ميله لرې دی، خو بیا هم د امريکا د وخت سياستوالو د جګړې هوډ وکړ او افغانستان ته يې ځواکونه وليږل او شل کاله يې هلته په جګړې کې تېر کړل.امريکا په تېرو شلو کالونو کې افغانستان ډېر زيانمن کړی او اقتصاد يې له پښو ور غورځولی دی.

د مالوماتو له مخې، امريکا د افغانستان په جګړه کې ۲ اعشاريه ۲۶ ټريليون ډالره لګولي. خو دغه پيسي دغه هيواد ته سوله او پرمختګ نه دی رسولي، ځکه چې د دغو پیسو زياتره برخه بېرته د امريکا ځينو تصديو او سياستوالو ته رسيدلې او ډېره کمه برخه يې د افغانستان په بیارغونې کې کارول شوې ده.

کله چې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، افغانان له سختو بشري ستونزو سره مخ شوي دي. اوس خلکو ته دا شک پيدا شوی، چې امريکا په افغانستان کې کوم ګټور کارونه ترسره کړي دي؟

د افغانستان د چارو شنونکی امین الله احساس وايي، چې امریکا په افغانستان کې د خپل تېر شل کلن حضور پرمهال د افغانستان د اقتصادي ودې، د نشه یي توکو د له منځه وړلو، د ترهګرۍ د ختمولو او د بشري حقونو د خوندیتوب په ټولو مواردو کې پاتې راغلې او آن  د افغانستان اقتصاد تر پخوا هم خراب شوی، د نشه یي توکو کاروبار او په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر پکې تر پخوا په ځلونو زیات شوی، د بشري حقونو د نقض پېښې پکې په بې مخینې ډول زیاتې شوي دي. امين الله احساس وايي، چې د امریکا او د دوی د متحدینو شل کلن ماموریت او حضور د افغانستان ټولو اوسنیو ته بستر برابر کړی و. کله چې امريکايان وتل، د افغانستان اقتصاد صفر او په بانکونو کې يې پیسې نه وې، د خلکو اقتصادي وضعیت يې دومره خراب دی، چې اوس نږدې ۹۷ تر ۹۸ سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

امريکا ته په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د خلکو ژوند ښه والی او د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ هدف ارزښت نه درلوده.د افغانستان مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني په ۲۰۲۰م کال کې وويل، چې د دغه هېواد د ۹۰ سلنه خلکو د ژوند ورځنی لګښت له دوو ډالرو څخه کم دی.د افغانستان ناقانونه اقتصاد هم تر تحريک لاندې و او په نړۍ کې د کوکنارو عمده برابرونکی هېواد بلل کيږي. سره له دې چې امريکا په افغانستان کې ډېره پانګونه وکړه، خو دغه هيواد لا هم په نړۍ کې تر ټولو کمزوری اقتصاد لري، نو دا دومره ډېرې پیسې څه شوې؟

د مالوماتو له مخې، امريکا له ۲۰۰۱م کال راهيسې د افغانستان په بيا رغونې کې څه باندې ۱۴۴ ميليارډه ډالره لګولي، خو زیاته برخه یې د امريکا د حکومت د اړوندو پلانونو عملي کوونکو او شخصي سوداګرو او غير حکومتي شرکتونو ته ورکړل شوې ده. د امريکا کانګرېس سيګار(SIGAR)اداره جوړه کړه، څو د افغانستان په بيا رغنيزو چارو کې د امريکا چارې ارزيابي کړي. د سيګار د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د پيسو کارولو پر مهال فساد ډېر وو او له پیسو ناوړه استفاده کېده.

د جيورجيتون پوهنتون د امنيتي پلان د څېړنې مرستيال پروفيسور کريسټين فيل د تېر کال د اګست په ۱۶مه نېټه د ډيپلوماتيکو تګلارو مجله کې يوه ليکنه خپره کړه، چې له مخې يې په افغانستان کې د امريکا د حکومت د پانګونې پیسې له ۸۰ سلنې څخه تر ۹۰ سلنې پورې بيرته امريکا ته په لاس ورتلې. د امريکا دفاع وزارت په افغانستان د خپلو شرکتونو له لارې پیسې لګولي، خو د امريکايي سوداګرو له لوري په غیر قانوني لارو چارو له افغانستانه بېرته ايستل شوي او ډېره کمه برخه يې په افغانستان کې لګول شوې دي.

امريکا په افغانستان کې کوم ګټور کارونه کړي؟ امريکا غواړي د نړۍ د لومړي قوي هېواد په توګه د تسلط مقام وساتي او د دغه هېواد تش په نوم غښتلي کسان هميشه په دې هڅې کې وي، چې ډېرې پیسې ترلاسه کړي. په افغانستان کې اوسمهال صنعتي اقتصاد نشته او د بيا رغونې بهير پر وړاندې يې ډېرې ستونزې موجودې دي او دا د امريکا د کړنو بده پايله هم ده.

امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي، خو افغانان به تر ډېره وخته د جګړې دردونه او ستونزې وګالي. امريکا د افغانستان پانګه کنګل کړې، چې له امله یې افغانان د ژوند له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.امريکايي سياستوال پوهيږي، چې د دوی دغه کړنې به په افغانستان کې بېوزلي او ګډوډي زیاته کړي او حتی د ترهګرۍ سبب هم ګرځيدلی شي، خو بیا هم خپل بد نیت نه پرېږدي.ايا امريکا رښتيا هم د افغانستان د پرمختګ هيله لري؟

Previous Post

مجاهد: ننني کنفرانس کې د ۶۰ هېوادونو استازو ګډون کړی وو

Next Post

دلاور: کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګوونې غوره شرایط برابر دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
دلاور: کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګوونې غوره شرایط برابر دي

دلاور: کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګوونې غوره شرایط برابر دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یوه ترکي شرکت د سرو زرو او مسو په کانونو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

یوه ترکي شرکت د سرو زرو او مسو په کانونو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

مارچ 14, 2024
د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ لامل څه دی؟

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ لامل څه دی؟

جنوري 14, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved