چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا په سوريه کې بشري ناورین له پامه غورځولی

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 13, 2023
in نړیوال خبرونه
0
امريکا په سوريه کې بشري ناورین له پامه غورځولی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ټولو ته معلومه ده چې د فبرورۍ په شپږمه نېټه په ترکیه او سوریه کې زوروره زلزله وشوه چې له امله يې دوه لکو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېری کسان زيانمن شوي دي. تر زلزلې وروسته ډېرې ژغورونکې ډلې د ترکیې زلزله ځپلو سیمو ته لېږدول شوي، خو پر سوريې د امريکا د لګېدلو بنديزونو له کبله دغه هېواد ته د ژغورونکو ډلو لېږل له ستونزو سره مخ دي چې زلزله ځپلي وګړي حتی په لاسونو له کنډوالو څخه ژوندي کسان را پيدا کړي دي. د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي پر لوېديځو هېوادونو غږ کړی چې د سوريې له زلزله ځپلو سيمو سره د مرستو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي او د زلزله ځپلو وګړو د ژغورنې کار ته سیاسي رنګ ورنه کړي. په دې هکله د چین د ميډيا ګروپ خبريالې د ازمون ميډيا ګروپ له سياسي شنونکي جاوید غورځنګ سره مرکه وکړه. هغه وويل چې امريکا يوازې خپلو ګټو ته پاملرنه کړې، خو په سوريه کې بشري ناورین له پامه غورځوي.

له اوږدې مودې راهيسې په سوريه کې امريکايي ځواکونه په غیرقانوني توګه د لېونيو په څېر د دې هېواد نفت او غلې دانې غلا کوي چې سوريايانو ته يې ډېر زيانونه رسولي دي. د سوريې د خبري رسنيو د خبر له مخې د روان کال د جنورۍ په څلورمه نېټه امريکايي ځواکونو د شاوخوا شپېتو موټرو په وسيله له سوريې څخه ډېر نفت او غنم  په عراق کې امریکايي پوځي اډې ته لېږدولي دي. په حقيقت کې امریکا په تېرو لسګونو کلونو کې په زور او  پخپله خوښه پر دغه هېواد غير قانوني بندیزونه لګولي  او تر سختې زلزلې وروسته بیا هم د خپلو بنديزونو د لغوه کولو نيت نه لري . په دې هکله ښاغلي غورځنګ ويلي چې امریکا د نړی په کره کې یوازې د خپلو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ګټو پر بنیاد سیاست مخکې وړي. د دوی لپاره دا مهمه نه ده چې په سوریه کې زلزلې کېږي، خلک يې د دې زلزلو له امله وژل کېږي او بشري ناورین پکې رامنځته کېږي. دوی د خپلو ګټو لپاره افغانستان ټوټه ټوټه کړی، نو بيا سوريه ورته څه اهميت لري! امریکا د دې پر ځای چې داخلي تولیدات زیات کړي او نړیوال مارکېټ ته مستقیم لاسرسی پیدا کړي. د سیمې نورو هېوادونو چې هلته بې شمېره ذخایر دي، امریکا یې د دوی له اجازې پرته له دوی غلا کوي او په دې غلا د خپل هېواد اقتصاد ته وده ورکوي. همداشان یې د افغانستان مالي پانګه هم د غلا په شکل له ځان سره ساتلې ده. او په یوې او بلې پلمې سره یې د خپلو اقتصادي ستونزو په له منځه وړو کې استفاده کوي.

امريکا د خپلو ګټو لټولو لپاره په سوريه کې غني سرچينې غلا کړې او بنديزونه يې هم ورباندې لګولي چې له امله يې تر اوسه په زلزله ځپلو سيمو کې وضعيت خراب دی. خو تر سختې زلزلې وروسته د افغانستان او چين په شمول ډېرو هېوادونو له زلزله ځپلو سيمو سره مرسته کړې، په چين کې نه یوازې حکومت يې سوريې ته نغدې پيسې او مرستندويه توکي برابر کړي، بلکې ډېرو چیني انټرنټ کاروونکو هم سوريايانو ته بسپنه ورکړې. په دې اړه ښاغلي غورځنګ وويل چې ما وړاندې یادونه وکړه، امریکا په فعلي نړۍ کې د یوه غله حیثیت لري؛ چې له یو بل کور غلا کوي. امریکا د همدې اقتصادي مفاداتو په پار په سوریه او د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو بندیزونه لګولي دي. د نړۍ په کره کې هغه هېوادونه چې بشري حقوقو، بشر دوستۍ او مرستې رسونې ته پر وخت رسیدګي کوي او نه په کوم سیاسي او نورو شرایطو چا ته مرستې نه ورکوي بلکې د یو دوست هېواد په څېر د مقابل هېواد سره ګډې همکارۍ کوي. چین هغه هېواد دی، چې د نړی هر هېواد ته بغیر له کوم قید او شرط پرته خپلې مرستې رسوي او د همدې بې قیده و شرطه مرستو له برکته نن د نړیوالو ولسونو د سرټکی دی.

که څه هم اوس امريکا د نړيوالې ټولنې تر فشارونو لاندې د سوريې له زلزله ځپلو سیمو سره د بشري مرستو لپاره پر سوريې محدوديتونه کم کړي،  خو ټول بنديزونه يې نه دي لغوه کړ، چې په سوريه کې حالت لاهم ډېر سخت دی. د مرکې په پای کې ښاغلي غورځنګ داسې ويلي چې امریکا د خپلو سیاسي ګټو مطابق سیاست کوي. دا چې په سوریه کې وضعیت کړکېچن دی، د بندیزونه دا کموالی هم موقت دی او د وضعیت له ښه کېدو وروسته بیا همدا حالت راتلونکی دی. ځکه امریکا تل دروغ وایي او د حقیقت ژبه نلري.

Previous Post

د چین تولیدي چارې د چټک عادي کېدو په حال کې دي

Next Post

د چين ژغورونکې ډلې په ترکيې کې پنځم کس وژغوره

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين ژغورونکې ډلې په ترکيې کې پنځم کس وژغوره

د چين ژغورونکې ډلې په ترکيې کې پنځم کس وژغوره

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Rummy Online Real Cash

سپتمبر 8, 2025
چارواکي: کابل ژوبڼ بل ځای ته لېږدول کېږي

چارواکي: کابل ژوبڼ بل ځای ته لېږدول کېږي

جون 3, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ