چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امريکا ګڼ شمېر د کرونا ضد واکسين ضایع کړی

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 26, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
امريکا ګڼ شمېر د کرونا ضد واکسين ضایع کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د بريتانيا ګارډن ورځپاڼې څو ورځې مخکې خبر ورکړ، چې د امريکا د ساري ناروغيو د وقايې او کنټرول مرکز یوه شمېره ښيي، چې دغه هيواد د روان کال له مارچ څخه تر سپتمبر پورې لږ تر لږه ۱۵ ميليونه دوزه کرونا ضد واکسين غورځولی دی. په دغه خبر کې د امريکا په لوزیانا، الاباما او ټینیسي په شمول ځينو ایالاتونو کې د یاد واکسين د ضایع کېدو او غورځېدو په اړه مشخص او ټکان ورکوونکي مالومات بيان شوي دي. په داسې حال کې چې کرونا وبا په ګردې نړۍ کې لا هم ګړندۍ خپرېږي او د ډېرو هيوادونو خلک واکسين ته لاسرسی نه لري، امريکا دومره زیات واکسين ضایع کړی دی.  يو چيني شعر دی، وايي:“朱门酒肉臭,路有冻死骨”.  د دغه شعرمانا دا ده، چې شتمنه کورنۍ بهترين ژوند لري، خو بې وزله کسان له زياتو ستونزو سره مخ دي او حتی ژوند يې تر ګواښ لاندې وي.

نو پوښتنه دا ده، چې ایا د امريکا په کور دننه د کرونا ضد د واکسين عرضه له تقاضا څخه ډېره زیاته ده؟

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

حقیقت دا دی، د امريکا په کور دننه خلکو ته د واکسين ورکولو انډول ټاکلې موخې ته نه دی رسېدلی او د بايډن حکومت اجباري اقدامات غوره کړي دي.

سين هوا اژانس د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ، چې د امريکا په ګوټ ګوټ کې پوليسو ته د واکسين د اجباري تګلارې په پلې کولو سره د پوليسو شمېر ښايي نورهم کم شي، ځکه هغه کسان چې نه غواړي واکسین وکړي، نو له خپلې دندې څخه به ګوښه شي.

واقعیت دا دی، چې د امريکا د بېلا بېلو برخو زیات کارکوونکي نه غواړي واکسین وکړي. د جانز هاپکېنز پوهنتون د بلونګ عامې روغتیا پوهنځي مرستیال شفیستان په دې اړه وويل، چې امريکا خلکو ته د کرونا ضد واکسين ورکولو په برخه کې ډېرې ستونزې لري، د ځينو امريکايي سیاستوالو لخوا دغه واکسين ته سياسي رنګ ورکړل شوی او د ډېرو امريکايانو په اند، دغه واکسين د باور او اعتماد وړ نه دی.

د شفیستان دغه خبره د فکر وړ ده او ستر اهمیت لري.

 له نږدې دوو کلونو راهيسې، د امريکا ځینو سياستوالو تل کرونا وبا سياسي وسيله بللې او پر نورو هېوادونو يې بې ځایه تورونه لګولي دي. د امريکا په کور دننه د کرونا وبا ضد مبارزه کې هېڅ برياليتوب نه دی موندل شوی او دغه هيواد د دې وبا ضد په نړيوالې همکارۍ کې هم کوم مثبت خدمت نه دی کړی. د جاننز هاپکېنز پوهنتون تازه راپور ښيي، چې د اکتوبر د ۲۰مې نېټې د سهار تر ۹ بجو پورې، په امريکا کې پر کرونا وبا د اخته کسانو عمومي شمېر ۴۵ ميليونه او ۱۴۰ زرو ته رسېدلی او تر همدې مودې په دغه هيواد کې د يادې وبا له امله ۷۲۸ زره کسان وژل شوي دي.

واکسين د کرونا ضد د مبارزې لپاره مهمه او اغېزناکه وسيله ده او بايد په ګردې نړۍ کې د عامه توليداتو په حیث زياتو خلکو ته ګټې ورسوي، خو امريکايي سياستوال کرونا واکسين د سياسي موخې د عملي کولو ښه وسيله بولي. امريکا له نورو هېوادونو سره د واکسين مرستې سره هممهاله ډېر شرایط هم وړاندې کوي او زیاتره مرستې يې يوازې په وينا کې پاتې شي، خو د عمل جامه نه وراغوندي.

د امريکا حالت وروسته، اوس بې وزله افغانستان ته کتنه!

افغانستان د نړۍ د تر ټولو بې وزلو هېوادونو په ليکه کې راځي او ډېرو هيوادونو دغه هيواد ته واکسين ورکړی او افغانانو ته د واکسين ورکولو انډول هم ډېر ټيټ دی.

کله چې طالبانو په ټولو افغانسستان ولکه وکړه او تر خپل کنټرول لاندې يې راوست، نو دغه هيواد کې د کرونا ويروس د ټيسټ او خلکو ته د واکسین ورکولو اندازه هم ټيټه شوې ده. د افغانستان د لنډمهالي حکومت د عامې روغتیا وزارت د کرونا وبا ضد د کاري ګروپ غړي محمد څو ورځې مخکې وويل، له دې امله چې په بهر کې د افغانستان شتمني او له دغه هېواد سره نړيوالې مرستې د امريکا لخوا کنګل شوي، نو په روغتونونو کې طبي توکي او درمل هم ډېر کم پيدا کيږي او پر کرونا وبا زيات اخته کسان په کورونو کې پراته وي. د يوې شمېرنې له مخې، د کرونا وبا له پېښېدو راهيسې، افغانستان کې پر دغې وبا د اخته کسانو شمېر نږدې ۱۵۶ زره ښودل شوی او پکې څه باندې ۷۲۰۰ تنه مړه شوي دي.

له دې څخه ښکاري، چې امريکا که څه هم څو سوه ميليونه د کرونا ضد واکسین لري، خو په کور دننه يې د خپلو خلکو روغتیا او ژوند نه دی ساتلی، نو د نړيوالې ټولنې لپاره به څه خدمتونه وکړای شي؟

هيله ده چې امريکا په کوردننه کرونا وبا کنټرول کړي او بیا د دې ويروس پر وړاندې  نړيوالې مبارزې کې پراخه برخه واخلي او همکاري وکړي.

Previous Post

له ملا عبدالغني برادر سره د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ يي کتنه

Next Post

چین: د افغانستان خپلواکۍ ته په درناوي همکارۍ ته چمتو یو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
چین: د افغانستان خپلواکۍ ته په درناوي همکارۍ ته چمتو یو

چین: د افغانستان خپلواکۍ ته په درناوي همکارۍ ته چمتو یو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م.م: معاصر تاريخ کې میليونونه خلک د خوړو بحران سره مخ دي

م.م: معاصر تاريخ کې میليونونه خلک د خوړو بحران سره مخ دي

جنوري 6, 2023

1 Dollar Deposit

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved