د راپورونو له مخې د ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې د هغو شاوخوا ۲۰۰ زره بهرنیانو د سوداګرۍ او سیاحت ویزې لغوه کړي چې په امریکا کې یې پناه غوښتې یا د پناه غوښتنې په بهیر کې دي. اسوشېټډ پرېس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو او دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه اقدام به د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ صادرې شوې «B1» او «B2» ویزې اغېزمنې کړي. که پرېکړه له قانوني ننګونو سره مخ نه شي، تمه ده په راتلونکو اوونیو کې اعلان شي. د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت په تېرو ۱۸ میاشتو کې شاوخوا ۱۷۵ زره ویزې هم لغوه کړې دي. دغه اقدام د امریکا د کډوالۍ د سیاست د سختولو په لړ کې ترسره کېږي.














