امریکا شپږ تنه کډوال، چې د افغانستان او کیوبا وګړي دي، ګیانا ته لېږدولي دي. د ګیانا د بهرنیو چارو وزیر، رابرت پرسود، ویلي چې دغه کسان جرمي مخینه نه لري او په امریکا کې د کډوالۍ اړوندو مسایلو له امله ګیانا ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه کسان به د لنډ وخت لپاره په ګیانا کې پاتې شي او وروسته ښايي خپلو هېوادونو او یا کوم بل درېیم هېواد ته ولېږدول شي.














