امریکا وايي، چې د ایران د سپاه پاسدران ۱۰۱ میلیون مرمۍ یې د اوکراین وسله والو ځواکونو ته سپارلي دي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مرمۍ ایران د امنیت شورا د ۲۲۱۶ پرېکړه لیک خلاف په یمن کې حوثیانو ته لېږلې. رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي په قول ویلي، چې د امریکا پوځ په تېرو کلونو کې د ایران له لوري د اوبو له لارې د یمن حوثیانو ته ډېر شمېر لېږل کېدونکې وسلې او مهمات نیولي دي.












