د راپورونو له مخې په امریکا کې د بودجې په سر د ټرمپ او ډیموکراټانو ترمنځ د اختلاف له امله دولتي ادارې بندې شوې او شاوخوا ۷۵۰زره کارکوونکي یې رخصت کړي دي. د دولتي کارکوونکو له رخصتېدو سره سم خدمات بند شوي او د مهمو اقتصادي مالوماتو خپرېدل ځنډېدلې دي. د راپورونو پر بنسټ اصلي اختلاف د ۱.۷ ټرېلیونه ډالرو بودجې په سر دی. ډیموکراټان د روغتیا په برخه کې د مرستو تمدید غواړي؛ خو جمهوري غوښتونکي یې نه وررسره مني.












